ليونيه  په ما  ګرانه
 له مودو مودو پس راغلم
زما او ستا هاغه مالت ته
چې سهر په ترانو ؤ
مازيګر ېې په شپيليو
د بنګړو په شور ماښام ېې
هره شپه ېې په اتڼو
هر ساعت هره شېبه ېې
د خوږې مينې وه ډکه
چې هر ژڼي ېې بارام ؤ
هره پيغله ګل اندامه

٭٭٭٭
ليونيه په ما ګرانه
زه په څومره دوعاګانو
ارمانونو ورته راغلم
چې په لاره ېې راتلمه
ما وې چاود مې زړګي نه شي
له دې ډيرې خوشالۍ نه
خو خبره په دې نه وم
چې ستا هغه ليک چې ما ته
راليږلي ؤ ريښتيا ؤ
چې په بريد ېې شوم راپورته
ما ويل لار مې کړه غلته
لور په لور چې مې نظر کړ
لاره هاغه ....ځاي هماغه
خو مې کلي پدا شان ؤ
تا به وې چې پرې يو ورکې
قافلې هم تر سهاره
يوه شپه هم صبا نه وي
ديوالونه نړيدلي
ډيرانونه وو د خاورو
پرې لمبه يو توره کرښه
پرې انځور د وهم پروت و
دماتم او د وير لويو
بلاګانو پرې بو کړي
ترې نه شور و مرګي وړي
هم ښکلا ېې وه اور سوې
په ګودر خاورې امبار وې
يادګارونه شهيدان وو
هاغه دنګ دنګ نښترونه
چې لاسونه ېې د سيورو
د ګودر د غاړې تا وو
ښکاريدې چۍ ېې ځوانۍ وې
چا په سره اور سوځولې
ها حجره ، چې به راټول وو
په اتڼو په سندرو
تر سهاره پکې ژڼي
ديوالونه ېې پراته وو
هرې خواته لکه غرونه
ډکې سترګې ېې و خواته
په شمارلو پلونو راغلم
يو ديوال ېې نيم ولا ړ و
پرې يو ورانه شان ټپه وه
چې به کوم مين ليکلې؟
ښونځې د ګلورينو
هم ودا شان ته ويجاړ و
چې ېې وران وران ديوالونه
د ګلرنګو هلکانو
په سرکوټو وينو سره وو
٭٭٭٭
ليونيه په ما ګرانه
د عادت سره مې سمه
ورته کيناسته غلې
غوږ مې څک او سترګې پټې
خو اوچته پکې نه شوه
د وطن ها ترانه چې
شور د مستو مستو پيغلو
په ګودر به ېې اوده کړ
تکه سپينه لويه لاره
په وحشي وحشي ګردونو
داسې پټه داسې ورکه
چې پرې داسې ګومان ګيږي
چې په ژوند کې به هم چرته
يو لاروي پرې لا تير نه وي
د جومات د ديوال خوا کې
ها پيتاوي د سپين ږيرو
پرې راړنګه غرونه غرونه
مناره مو د جومات وه
ترې نارو د الاهو وې
خدايزده چرته کډې کړې؟

٭٭٭ ٭
ليونيه په ما ګرانه
پکې ومې کړلې چيغې
په ژړا مې مرۍ ناستې
ګرځيدم په کنډوالو کې
په سلګو په هره غاړه
غلې غلې شان څپا وه
ما ويل که لاروي دي
زه په منډو پسې راغلم
چې پوښتنه ترينه وکم
چې په څه داسې ويجاړ شو
دا زمونږ جنتي کلي؟
چې مې وليدل څوک نه وو
دوه جنډې وې رپيدلې
په ها دوو زما ملګرو
په ګل مخو ماشومانو
په سلګو ورته ولاړه
کتيبې مې ېې لوستلې
بلينډې مې کړې پرې اوښکې
خاطرې مې ېې لوستلې
زور مې وتي و له پښو نه
هر يو پل مې لکه غر و
ما وې کاش چې لويه خدايه
دلته نه واي زه راغلې
ما وې کاش چې زه هماغه
ناخبره واي ارمان کې
ما وې کاش چې مې ګڼلي
ستا د خط هر زخمي توري
لا تر اوسه په درواغو
چې دا کومو سپيرو سترګو
په نظر کړو زمونږ کلي
چې و داسې بلا وړي
چې ترې کومه نښه پته
هم ودانه پاتې نه ده
دا څه نوي قيامت و
دا څه شوي ليونيه؟؟؟؟

۹-۴-۲۰۰۴

ځاځي آريوب