د بنګله دیش څخه راپورونه څرګندوي چې د سختو طوفانونو او درنو بارانونو له امله د روهنګیایي کډوالو په زرګونو کورونه او جونګړې ویجاړې شویدي.

د بنګله دیش حکومت وایي، له سواحلي سیمو څخه یې لږترلږه درې سوه او پنځوس زره کسان ویستلې او خوندي سیمو ته یې انتقال کړي.

په دغه هیواد کې د روهنګیایي کډوالو د ټولنې مشر شمس العلم وایي، دغه طوفانونه او بارانونه له څو ورځو راهیسې جریان لري او تر دې مهاله یې د روهنګیایي کډوالو کابو لس زره جونکړې ویجاړې کړي دي.

خو د ملګرو ملتونو یو استازې چې په بنګله دیش کې د روهنګیایي کډوالو لپاره مرستې چمتو کوي، وایې، په کمپونو کې د زیانمن شوو کسانو شمیره لا تراوسه کره او دقیقه نه ده، ځکه دغه خرابه هوا اوس هم جریان لري او تر ختمیدو مخکې د زیانمنو خلکو او د هغوی د کورونو په اړه معلومات ترلاسه کول ناشونې ده.

تمه کیږي دغه طوفانونه په راتلونکو څو ورځو کې د هند شمال ختیځو سیمو ته په رسیدو کمزورې شي.