د چهارشنبې په ورځ د مهاجرت د نړیوال سازمان یا (IOM) مشر ویلیم لیسې سوینګ د رویټرز خبري سرچینې سره په مرکه کې څرګنده کړه چې د نړۍ د کډوالۍ له بحرانه بشري قاچاق کوونکې هر کال لږترلږه ۳۵ میلیارده ډالر ګټه ترلاسه کوي.
نوموړي وویل، "قاچاق کوونکي د خلکو د ناوړه او کمزوري وضعیت څخه ګټه پورته کوي او په ډیرو سختو لارو یې اروپا او نورو هیوادونو ته د لیږدولو هڅه کوي، چې ډیری وختونه په خپله دغه هڅه کې نه بریالي کیږي او له بده مرغه په سمندرونو کې د کډوالو د مړینې سبب ګرځي."
هغه وایي، یوازې سږ کال تر اوسه کابو ۱۷۰۰ هغو کډوالو د مدیترانې په سمندرګي کې خپل ژوند له لاسه ورکړې چې د افریقایي هیوادونو څخه یي اروپا ته د راتګ هڅه کوله. یاده شمیره د تیر کال تر پایه ۳۷۰۰ وه او په ۲۰۱۵ کال کې آن تر ۵۰۰۰ رسیدلې وه.
نوموړي همداراز وویل، "دا یوازې هغه شمیرې دي چې مونږ یي په اړه معلومات لرو، او دا چې نور به څومره کسان د مدیترانې په سمندرګي کې ډوب شوي وي او یا څومره نورو به د سهارا په دښته کې خپل ژوند له لاسه ورکړې وي، زمونږ سره هیڅ معلومات نشته. دا یوه لویه غمیزه ده او له همدې امله مونږ هڅه کوو تر څو خلک د ناقانونه کډوالۍ او د بشر قاچاق کوونکو په اړه پوه کړو."
همداراز د نوموړي په وینا د خلکو قاچاق د وسلو او نشه یي توکو تر قاچاق وروسته په نړۍ کې دریم درجه ستر ناقانونه تجارت ګرځیدلي، چې قاچاق کوونکې مافیایي ډلې ترې هر کال شاوخوا ۳۵ میلیارده ډالره ګټه ترلاسه کوي.