ټوپک چا راپغاړه ګړو ؟
محمد فاروق خټک ریاض سعودی عرب
کله چه هُم ددین نه ویزاره خلق د ټوپک راپغاړه کولو ذکر کوی نو پخپلو مرکو، سندرو، شعر و ادب ، خبرو اترو او بحث مباحثو کښی ټوله پړه په طالب اچوی – خو ولي سوال دا پیدا کیږی چه آیا د طالب نه وړاندي د پښتون ټوپک په غاړه نه وو ؟ -
ځکه چه طالب جان خو اوس اوس پیدا شوي او لا ځلمی توب ته هُم نه دي رسیدلي – ولي د پښتون د تُوري ، او ټوپک پغاړه کیدو تاریخ خو ډیر زوړ دي نو آیا چه طالب جان لا زیږدلي هُم نه وو نو هغه وخت پښتون ته چا ټوپک په غاړه کړي وو ؟-
په ملک کښي سیکولر (بي دینه) ، قام پرسته ډلي د اسلام او اسلامی غورزنګُونو بد نامولو د پاره خپلي اصطلاح ګاني استعمالوی او دومره په زور شور سره چه هر سړي ددی پړه په اسلامی ډلو اچوی –
کله چه هُم پښتون ته د ټوپک ورپغاړه کیدو او د پُولي دواړه غاړو ټوپک مارو خبره کیږی نو سر ېي د افغانستان په جهاد خلاصیږی – چه دغه مقدس جهاد بد نام شی او ددُنیا مسلمانان جهاد پریږدی –
خو سوال دادي چه د روس ټوپک مارو ته چا بلنه ورکړه چه روغ جوړ افغانستان ته راننوځی او تالا ترغه ېي کړی- د افغانستان مسلمانان خو سُوچه مسلمانان پښتانه او قباېیل دی نو آخر ولي شوروی په هغوېی خپله نظریه ورتپله ؟ -
د تاریخ نه سترګي نه دی پټول پکار شوروی یرغلګرو ته د افغانستان قام پرسته ډلو ؛خلق ؛ او پرچم ؛ بلنه ورکړی وا – افغانانو د خپلی خاورېي د آزادېي د پاره او د خپل ملک نه د یرغلګرو ایستلو د پاره مقدس جهاد کړي دي – دا پخوا هُم جهاد وو نن هُم جهاد دي او تاریخ به ېي هُم جهاد بولی او ددنیا هیڅ یو قانون او دستور دي ته بله نامه نه شی ورکولي – ددي مقدس جهاد نه روستو چه افغانان د کوُمي بربادېي سره مخ شول هغه د بي دینه قام پرستو : ازبک ؛تاجک : او شمالی ټلوالي کار وو او هغوېی ټوپک د ؛رنګ : ژبي : قام او نژاد په بنیاد راخستي وو –
دغه قام پرسته ازبک او تاجک جنګ سالاران نه مجاهدین وو او نه ېي د اسلامی غورزنګونو سره کومه علاقه لرله خو بس د ټوپک په زور ېي اول په شمال قبضه اوکړه او بیا ېي خپل اوُلس په وینو اولمبولو –
او دا خبره هُم د هیرولو نه ده چه دامریکي ټوپک مارو ته چا اجازه ورکړی چه ددنیا د بل کُوټ نه راشی او افغانستان وران ویجاړ کړي ؟- دي امریکاېی ټوپک مارو او د هغوېی بادارانو افغانستان ته څه ورکړل ؟ - آیا هلته جنګ ختم شو ؟ امن راغلو ؟ افغانان خپل وطن ته راستون شول ؟ ملی اداري کلکي شوی ؟ -
په دي کښي یو کار هُم اونشو – ولي د ډمي ډمانو ، هندی فلمونو ، راډیوګانو ، این جی اوز په واسطه بي حیاېي ، بي غیرتې ، او د لوط علیه السلام د قوم عمل ته ښه وده ورکړي شوه – نن که په افغانستان کښي طالب ټوپک راخستي نو ددي سبب خو امریکاېی یرغلګر ځواکونه دی دغه قواوي دي د افانستان نه اوځی نو نه ټوپک شته او نه ټوپک مار -
د قام پرستو تر شا چه کله شوروی اتحاد ولاړ وو نو د ننګ ، جنګ ټوپک او غیرت سندري یي ویيلي - : حق غوښتلي نه شی په زور آخستلي شی : : کږه خوله په سُوک سمیږی : - د آزاد پښتونستان د پاره جنګ اووسله والا مبارزه ، د هغي د پاره پُښتانه راپارول هُم پښتون ته د ټوپک ور پغاړه کولو هسي وي - :سُور سیلاب : : سره ډولئ: : او سُور انقلاب خو بي د ټوپک نه هیڅکه هُم نه راځی او نه راتلي شی –
پښتنو کښي د ټوپک راخستو یو لوېي سبب د زناناو مسلي دی – د یوسف خان شیربانو : : مومن خان شیرینئ او آدم خان دُرخانئ په شان قیصي پښتنی پیغلي دي ته تیاري کړی چه د خپل آشنا سره د کوره اوُځی او په شلوُنو شلوُنو کالو خپلو خپلوانو ته ټوپک ورپغاړه کړی – نو هغه ادیبان ، فنکاران ، او شاعران چه د یاراو دلدار ،جام او خُمار، جانان ، ګودرمنګی ، سینګار،سترګو او زلفو ، اننګوخبري کوی هُم په دي کښي شریک دی –
زمونږ رسمونه او رواجونه هُم زمونږ قاتلان دی – جوارېي هُم ټوپک راپغاړه کړي ولي چه د جوارېي په میدان کښي اکثر په ګټه تاوان جنګونه جوړ شی او پښتون ټوپک په غاړه کړی –
د پُولي پټی مسلي هم د ټوپک راپغاړه کیدو سبب دي د پښتنو ډیري دُشمنئ د پُولي پټی نه جوړیږی –
د نشو تماشو نه هُم ډیري دُشمنئ جوړیږی او مونږ ته ېي ټوپک راپغاړه کړي - : مرزا خانه خانه چیلم راوخله :
ډمو ډمانو هُم ټوپک راپغاړه کړي – د سندرو او ټنګ ټکور میدانونه د شر او فساد سبب دی – پښتون قام ته د ټوپک راپغاړه کولو یو لوېي سبب د پښتو فلمونه او ډرامي دی – دپښتو هر فلم هره ډرامه د ټوپک مارو کردار دي – نومونه ېي عجیبه عجیبه دی ټوپکي ، تماچي جنګ جګړي وهل ټکول دي – او پښتون ترهه ګرېي ته لمسوی – او ددي د پاره لا تر اوسه هیڅ ضابطه نیشته چه د چا څه خوښه وی هغه لیکی فلم اوډرامه جوړوی او زهرو لړی د ګوړي په شکل کښي ېي پښتون قام ته ورکوی – او تر ټولو غټه د حیرانتیا خبره دا چه تر کلونو کلونو دا د ترهه ګرېي ډک فلمونه په پیښور کښي دداسي خلقو په سینما ګانو کښي چلیدل څوک چه ځان ته د امن ټهیکداران واېی – او هیچا د ددي حاجیانو ، شهیدانو او بزرګانو نه دا تپوس او نه کړو چه حاجی صیب ولي دي : ټوپک زما قانون : کړو – هغه د رحمن با با شعر دي چه : کوهي مه کنه د بل سړی په لار کښي : نو چه اوس دي د کوهی په غاړه پخپله لار شوه نو اوس پړه په بل څه له اچوي –
پښتنو قباېیلو ته الله تعالی د آزادېي نه پس د آزادېی نعمت ورکړه – اوس نو پکار خو دا وا چه هلته صنعتوُنه لګیدلي وي ، ترقی وي ، خوشحالی وي ، روزګاروُنه وي ولي چه نه ټیکس وو او نه د بجلئ بلونه او نه د تجارت څه نور بندیزونه – د پاکستان او افغانستان د پُولي ددواړو اړخونو نه دوېی ته هر قسمه آسانتیا ګاني وي – ولي د بده مرغه دي قباېیلو د قامی مفاد په ځاېي د ذاتی مفاد لنډه لار خپله کړه – د چرسو پوډرواپیمو کاروبار ېي شروع کړو – وسلي جوړول او خرڅول ېي شروع کړل – ټوپک مارانو، غلو شوکمارو ،اغوا کارو ، قاتلانو ته ېي پناه ځایونه ورکړل – ټوله قباېیلی سیمه د وسلي ګودام شو او نن چه د هر پښتون ټوپک په غاړه دي دا ددغي قباېیلی سیمي نه راغلي دي –
ټوپک راپغاړه کولو کښي یو غټ سبب زمونږ د ملک نظام دي – ګرانی ډیره ده ، علاج نیشته ، امن نیشته – اوس چه د خان بچي خو په لندن او دوبئ کښی سبق واېی او د غریب د بچی د پاره سرکاری سکول کښي ټاټ او درېي هُم نه وی – د خان ملک علاج په امریکه کښي کیږی او د غریب د پاره په سرکاری هسپتال کښي داروُ نه وی او د ډبګرېي ډاکټران ېي په تیره چاړه حلالوی – د خان ملک واده ښادی په ډنګ ډونګ کیږی او د غریب لُور خور کور کښي زړه شی – نو غریب به ولي ټوپک نه راخلی ؟ -
او که د سر امان وی نو اوبه وایم چه ټوپک خو په اصل کښي د پاکستان فوج راپغاړه کړي – ولي ېي په لال مسجد اپریشن کولو -ولي په خپل ملک کښي ددي بله څه لار نه وا ؟؟ - ولي ېي شپږ زره مجاهدین امریکه ته حواله کول ؟ ولي ېي د باګرام او ګوانټانامو بي زندانونه ډکول ؟ په کوم قانون او منطق ېي د یو منل شوی حکومت سفیر په زولنو تړلي امریکه ته حواله کولو ؟ ولي ېي په سلګونو سلګونو کسان بي درکه کول ؟ ولي ېي اغیارو ته د خپل آزاد ملک هواېی ډګرونه ورکول ؟ ولي ېی د ډالرو د پاره ناټو ته خپل ملک سپلاېی لاین جوړولو ؟ -
ټوپک راپغاړه کولو کښي د ملک واکداران هُم شریک دی چه ولي دوېی د اسلام په نُوم آزاد کړي شوي د مسلمانانو ملک کښي د هر وګړی د زړه مرام اسلامی نظام نافذ نه کړو- ولي دلته انصاف رانغلو ؟ ولي د پاکستان میډیا لکه د زمری په شان غړمبیږی او د اسلام په ضد تبلیغات کوی ؟ ولي د ملک واکداران په داوړو لاسونو د غریبانانو په دولت ویش تالان جوړ کړي او باهر ملکونو ته ېي چلوی ؟ - ولي د هندوانو بسنت او د کافرانو ویلنټاېن ورځي لمانځی او د لغړو میراتهن منډي وهی ؟
ټوپک راپغاړه کولو کښي یوازی مذهبی ، سیاسی عوامل نه دی – په دي کښي سماجی او معاشرتی عوامل هُم دی – دټوپک راپغاړه کولو پړه په طالب یا اسلامی ډلو نه دی اچول پکارددي اصلی اسباب په ملک کښي غریبی ،ګرانی ،د بي انصافئ نظام دي - قام پرسته ډلي ، سیکولر بي دینه ډلي ، روشن خیال ، شاعران ادیبان ، ډمي ډمان ، راډیو ټیلی ویژن دا ټول شامل دی-
عام اوُلس باید ددي نه ځان خبر کړی خپل ښه او بد اوپیژنی او د امن د پاره خپل کردار ادا کړی او د ټوپک راپغاړه کولو عواملو مخ نیوي اوکړی -