ناظم حکمت: (نړۍ ماشومانو له ورکړو)
ژباړن: ډ. حمیدالله زړه ءور ساپی
 
راځئ چې دا نړۍ ماشومانو ته ورکړو
که څه هم د یوې ورځې لپاره وي
لکه د یوې لوېې ځوڼډي والا، پوپک والا پوکاڼۍ(بالون) په شان لوبې ورسره وکړي
او لوبو سره د ستورو مینځ کښې سندرې سره ووايي
 
راځئ چې دا نړۍ ماشومانو له ورکړو
لکه د یوې غټې مڼې غوندې
لکه د یوې ټوټې تودې ډوډۍ غوندې
که څه هم ماړهء شي د یوې ورځې لپاره
که څه هم د یوې ورځې لپاره، نړیواله ملګرتیا زده کړي!
 
ماشومان به نړۍ له مونږ څخه واخلي
او په نړۍ کښې به نه فنا کیدونکي نیالګي کینوي!!!