د جتروفا تكثير او كرنه:
جتروفا په لږ حاصله خاوركي شنه كيږي ، خو ښه حاصل هغه وخت لاس ته راوړ كله چي هغه سره چي لږ اندازه كلسيم، سلفر، او مګنيسيم ولري استعمال شي. په يوه هكنتار كي بايد 2.5t اورګانيكه سره واچول شي. دجتروفا نهالي چي كله كينول شي بايد وروسته له يوڅه وخته بايد د NPK سره استعمال شي.
د جتروفا تخم د غوړو درلودونكي دي او كه چيري د ۱۵ مياشتو څخه ډير وساتل شي نو 50% خپل د شنه كيدلو قابليت له لاسه وركوي.كه چيري تخمونه ساتل كيږي بايد رطوبت يي د 5-7% ترمنځ وي او په داسي يوه صندوق كي وساتل شي چي د هوا جريان ونلري.
جتروفا په اساني نمو كوي ، له قلمي يا تخم څخه تكثير كيږي، له قلمو څخه استفاده (Cutting for Propagation) د ژر نمو سبب ګرځي او كولاي شي چي د يوه كال په اوږدو كي ميوه منځ ته راوړي .
د بوټيو تر منځ فاصله بايد 2m x 2m وي او د ريښو لپاره سوري د 60cm x 60cm x 60cm وكيندل شي او په هغه كي2kg عضوي سره واچول شي.
وروسته له كينولو محوري شاخ بايد 1.5m لوړ قطع شي تر څو پريمانه شاخونه منځ ته راوړي..پاڼي بايد د Growth Promoter په وسيله سپري شي تر څو لوړ حاصل ، تخم او تيل ځيني لاس ته راشي. په كال ۲۰۰۸ كي په چين كي هغه وني چي د قلمي په واسطه كرل شوي وي تولي يخ ووهلي ،لكن هغه وني چي د ريښو په وسيله كرل شوي وي ژوندي پاتي شوي.
كرهنيز فعاليتونه |
د تخم په وسيله كرل: لوي او قوي تخمونه استعمال كړي، د تخمونو توليد وروسته له 3-4 كلونو څخه شروع كيږي په مستقيم ډول كرل Direct Seeding: (5-6 kg seed/ha) فاصله (Spacing): هغه ځمكي چي اوبيږي 2m X 2m په للمي ځمكو كي: 0.5 – 1.5 m x 1 – 2 m. د تخم ژوروالي: 2-3cm او دوه تخمونه په يوه سوري كي ړنګي كول: وروسته له څلورو اونيو د نهالي انتقال له قوريي څخه: فاصله 1-3m د بوټي د ايښولو په سوري كي بايد يوه كمه اندازه طبعي سره واچول شي. د قلمي په واسطه: د تخم توليد وروسته له 1-2 كلونو څخه. د قلمي اوږدوالي:45-100 cm د قلمي ډبلوالي: 3-4cm د قلمي كيفيت: لنډ انتر نوډونه او د ډيرو سترګو ( زخو ) او د روښانه رنګ درلودونكي. فاصله: د استعمال، د خاوري كيفيت، رطوبت، اقليم له مخي ټاكل كيږي. د بوټو ترمنځ فاصله: 2-3m x 1.5-3m |
په لومړي 2-3 كلونو كي كيداي شي له Intercropping سيستم څخه ګټه واخيستل شي اوكيداي شي چي د كه چير د جتروفا بوټي د 2m X 2m په فاصله كينول شي ، د جتروفا بوټو تر منځ كيداي شي چي د گتورو نوعو لكه زنجبيل Ginger، نيشكر،قهوه او نور سبزيجاتو يا طبي بوټي لكه Realfia serpentine او يا Withania Somnifera د ډيري ګټي لپاره وكرل شي.
په هغه هيوادونو كي چي جتروفا كرل شوي 2000-2500 دالره په كال كي له يوه هكتار څخه لاس ته راغلي بي له هغه بوټو له گټي څخه چي د Intercrop په شكل كرل شوي وي او همدارنګه جتروفا د كوچنيو ژونديو موجوداتو چاپيريال (Microclimate) ته پراختيا وركوي او Humus او غذايي مواد جوړوي چي كولاي شي د Intercropping حاصلخيزي ته انكشاف وركړي.
جتروفا د وچكالي په مقابل كي مقاومت لري ،جتروفا بدون له ډيري پاملرني او اوبو څخه انكشاف كوي خصوصا په ګرم اقليم كي.
جتروفا 200mm څخه كم اورښت ته ضرورت لري، او حتي كولاي شي چي تر دوو كلونو بي اوبو ژوندي پاتي شي. خو مناسب اورښت ددي بوټي لپاره 500-600mm دي، همدارنګه دا بوټي ډير اورښت (1200 mm) ته هم ځواب ويلي شي.په هغه سيمو كي چي بارندګي ډيره ده هلته بايد دونو تر منځ فاصله بايد ډيره وي تر څو د فنګسي امراضو څخه مخنيوي وشي.
كله چي اوبه شتون ونلري نو د جتروفا بوټي بايد 2m x 2m كي كينول شي او كه چيري اوبه شتون ولري نو د بوټو تر منځ فاصله 4m x 1.5m وي.
جتروفا په طبيعي ډول د نايتروجن نصبونكي ده كه چيري د نورو بوټوسره د Symbiosis په ډول وكرل شي.
دجتروفا حاصل د اوبولو په حالت كي (With Irrigation)
حاصل متريك تن په يوه هكتار كي | |||
|
لوړ |
نورماله |
ټيټ |
لومړي كال |
0.75 |
1.25 |
2.50 |
دوهم كال |
1.00 |
1.50 |
3.00 |
دريم كال |
4.25 |
5.00 |
5.00 |
څلورم كال |
5.25 |
6.25 |
8.00 |
پنځم كال |
5.25 |
8.00 |
12.50 |
د جتروفا حاصل بدون له اوبولو ) (Without irrigation
متريك تن په يوه هكتار كي | |||
|
لوړ |
نورماله |
ټيټ |
لومړي كال |
0.40 |
0.25 |
0.10 |
دوهم كال |
1.50 |
1.00 |
0.50 |
دريم كال |
1.75 |
1.25 |
0.75 |
څلورم كال |
2.25 |
1.75 | <TD style="BORDER-RIGHT: #ece9d8; PADDING-RIGHT: 5.4pt; BORDER-TOP: #ece9d8; PADDING-LEFT: 5.4pt; PADDING-BOTTOM: 0in; BORDER-LEFT: windowtext 1pt solid; WIDTH: 59.4pt; PADDING-TOP: 0in; BORDER-BOTTOM: windowtext 1pt solid; BACKGROUND-COLOR: transparent; mso-border-alt: solid windowtext .5pt; mso-border-top-alt: solid windowtext .5pt; mso-border-right-alt: solid windowtext .5pt" vAlign=