په دې کې شک نشته چې دافغانستان ملت له بيلابيلو وروڼو قومونو څخه جوړ دى چې په بيلابيلو ژبو خبرې کوي اوزموږ هره يوه ژبه ددې لپاره چې دهيوادد تاريخي ، ملي اوکلتوري ارزښتونو برخه ده ددرناوي وړ ده او په کار ده چې ويونکو ته يې پخپله مورنۍ ژبه دزده کړې اوخپرونو زمينه برابره شي.
دهيواد ټول وګړي حق لري چې دقانون له حکمونو سره سم په رسمي اوغير رسمي چاروکې پخپله مورنۍ ژبه خبرې اوليکنه وکړي. اودولت هم مکلف دى چې دټولو ژبو دمتوازن پرمختګ لپاره لازم پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي خو يوه خبره بايد له پامه ونه غورځول شي چې موږ افغانان ديوه ملت په توګه اوددې لپاره چې له نورو ملتونو سره مو توپير وشي، يوې ګدې ژبې اوگډو اصطلاحاتو ته اړتيا لرو چې له نيکه مرغه په افغانستان کې له پخوا څخه دود وه او ټول افغانان دهيواد په هرګوټ کې ورباندې پوهيږي.
په ډيره خواشينۍ سره بايد يادونه وکړم چې دافغانستان دملي يووالي، ملي هويت اوپايښت دښمنانو تل هڅه کړې چې زمونږ دملت ترمنځ ژبنيو اختلافاتو ته لمن ووهي او په دې توګه په افغانستان کې دملت جوړونې دبهير په وړاندې خنډونه پيداکړي او ددې لپاره چې خپلې دې موخې ته ورسيږي ترهر څه وړاندې يې زمونږ ملي، علمي اواداري مصطلحات په نښه کړي اوغواړي چې دهغو په له مينځه وړلو سره دافغان ملت ديووالي ستنې ونړوي او په خپرونو کې دژبنيو بحثونو په راپارولو سره د ولس ترمنځ زړه بدوالي ته لمن ووهي.
همدااوس يوزيات شمير چاپي اوانځوريزې خپرونې چې په پخوانيو وسله والو ډلو پورې اړه لري اوښايي چې له بهر څخه به تمويليږي ، هڅه کوي چې دافغانستان دخلکو ترمينځ مروج اصطلاحات له مينځه يوسي، اوپرځاې يې له بهر څخه واردې شوې کلمې چې دلته تاريخي مخينه نه لري دود کړي. حال دا چې په ملي مصطلحاتو کې داډول لاسوهنې يو ملي خيانت او له قانون څخه څرګنده سرغړونه ده. ځکه چې داساسي قانون د ۱۶ مادې له مخې په هيواد کې موجوداداري اوعلمي مصطلحات پخپل حال پاتې اوساتل کيږي. خو دافغان ملت دښمنان پورتنيو ارزښتونو ته درناوی نلري اوپه ډيره سپين سترګۍ سره دې کارته دوام ورکوي، اودتوجيه لپاره يې کله په اساسي قانون کې دجعل تورلګوي کله ملي مصطلحات په يوې ځانګړې ژبې پورې تړي اوکله بيايوه ځانګړې ژبه په يوه سيمه پورې محدودوي او څوک چې ددوى مخالفت وکړي هغه په قومي باور درلودلو تورنوي ، خوواقعيت دادى چې دوى په اساسي قانون کې جعل ثابتولاى نه شي اونه هم زموږ ملي مصطلحات په يوې ځانګړې ژبې پورې اړه لري. بلکې په افغاني مصطلحاتو کې له ټولو ژبو څخه ګټه اخيستل شوې او ټولو افغانانو ته دمنلو وړدي. اوددې لپاره چې زمونږ ملي يووالي ته زيان ونه رسيږي په کارده چې حکومت له يوې خوا دملي ، اداري اوعلمي مصطلحاتو دخونديتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي اوله بلې خوا دګاونډيو هيوادونو څخه دکلتوري يرغل مخنيوې وکړي اوکه داسې ونه شوه افغانستان کې به کلتوري انارشي رامنځ ته شي او هر څوک چې هرڅه وغواړي وايي اوکوي به يې ، خو مسؤوليت به يې داوسنيو چارواکو په غاړه وي.