لومړى برخه :
کله چې د ځينو پخوانيو وسلوالو د ټل شويو ډلو ترمنځ په نامتجانس ترکيب سره دملي جبهې تر سرليک لاندي يوې ائتلافي ډلې دموجوديت او فعاليت اعلان وکړ دافغانستان خلکو او اوځينو روڼ آندو داسې وانگيرله چې ګڼى دا دګاونډيو هيوادونو او روسيې دلاسوهنو يوه نوې هڅه ده چې دپخوانيو معلوم الحالو کيڼ اړخو او وسلوالو ښي اړخو ډلو په وسيله دملي جبهې دائتلافي بڼې په څيره کې راڅرگنديږي په ځانګړې توګه په (ملي جبهه ) کې دپخوانيو کيڼ اړخو لکه گلاب زوى نور الحق علومي، او ځينو جهادي تنظمونو لکه اسلامى جمعيت او داسي نورو په يوه ټغير باندې را ټوليدل پخپله دپوښتنې وړ دي ځکه په ټولو پرمختللو او وروسته پاتې هيوادونو کې تجربې ښوولې چې ائتلاف يوازې دهغو ډلو اوسياسي ګوندونو ترمنځ را تللى شي چې له فکرى او ايديولوژيک پلو څه ناڅه ورته والى سره ولري خو په ملي جبهه کې د پورتنيو يادوشويو ډلو تير تاريخ ته په پام سره دا ويلى شو چې د دوى تر منځ هيڅ ډول مشترک او ګډ ارزښتونه نه ليدل کيږي .
د بيلګې په توګه ګلاب زوى او علومي او دوى ته ورته کسانو پرون د لينيزم او مارکسيزم په ارمان کې د شوروي اتحاد د ګټو لپاره په لس ګونو زره بى ګناه افغانان ژوندي ترخاورو لاندې کړل او اسلامى جميعت بيا د همدغو کسانو د ډلې او حکومت په وړاندې د پوره څوارلس کاله وسلوال جهاد ادعا کوي .
له بلې خوا په ملي جبهه کې د ځينو ډلو آند دود د افغانستان په قومي ويش يا فدرالزم او د ولايتونو په انتخابي کيدلو باندې راڅرخي حال داچې په جبهه کې د افغانستان د پخواني پاچاه محمد ظاهر شاه د لمسي مصطفى ظاهر ګډون بيا د جبهې په کړن لاره کې د بيلتونپالنې او فدراليزم د نفى په معنى بللى شو ځکه پخواني پاچاه او د کورنۍ غړو يې تر اوسه پورې داسې څه نه دي ويلي چې هغه دې په افغانستان کې د غير مرکزي نظام د ملاتړ مانا ورکړي له دې لامله که څه هم د ملي جبهې تګلاره له هره اړخه د افغانستان له ملي ګټو سره سمون نلري او که خداى مکړه نوموړې ډله د زور اوزر او د بهرنيو لاسوهنو په پايله کې بشپړ واک ته ورسيږى افغانستان ته به په سياسي او کلتوري برخوکې ډير زيانونه واړوي او آن زمونږ ځمکنۍ بشپړتيا د ملي واکمنۍ او جغرافيايي يووالى به له کړکيچ سره مخامخ کړي خو دا خبره ځکه د انديښنې وړنه ده چې ملي جبهه سره له دې چې متحده يې بولي متحده نه شي پاتې کيداى ځکه د متحدې جبهې غړي ګوندونه او کسان د ګډو ارزښتونو په سر نه دي راټول شوي او نه هم د افغانستان د راتلونکې لپاره ګډ دريځ لري بلکې دوى هڅه کوي چې د لنډ مهال لپاره يو د بل په څنګ کې واوسيږي او هره يوه يې د بلي يوې له وجود څخه په خپله ګټه استفاده وکړي ، د بيلګي په توګه :
د برهان الدين رباني په مشرۍ د جميعت ډله او د هغې په دننه کې د نظار شورا په مطلق ډول يوه قومي اوسيميزه ډله ده او د ١٣٧٠ کال څخه تر اوسه پورې د دوى سياستونو او تجربو وښودله چې ټول کړه وړه يې يوازې او يوازې د يوه ځانګړي قوم او سيمې لپاره وه او همدا لامل دى چې نوموړې ډله په نورو قومونو په ځانګړي ډول پښتنوکې پلويان نلري او جمعيت اړ دى ددې لپاره چې په ټاکنو کې د خلکو پام ځانته را واړوي له داسې کسانو يا ډلو سره ائتلاف وکړي چې د دوى له نظره په پښتنو او نورو قومونوکې نفوذ ولري خو په افغانستان کې ښايي مطرح شخصيتونه او سياسي ډلې ، دې ائتلاف ته نه حاضريږي ځکه څوک نه غواړي د جمعيت په پخوانيو جرايمو کې ځان شريک کړي او په ولس کې خپل محبوبيت له لاسه ورکړي نو ځکه جمعيت مجبور دى د ګلاب زوى نورالحق علومي او مصطفى ظاهر په شان خلکو ته مخه کړي او د هغو له لارې د ولس په منځ کې ځاى پيداکړي خو کيداى شي دا به هم تيروتنه وي ځکه په کندهار او خوست ولايتونوکې د علومي او ګلاب زوى د ولسي جرګې استازيتوب په دې مانا نه شي کيداى چې ګواکې دوى به د افغانستان په کچه سياسي ملاتړ ولري او آن کيداى شي د ملي جبهې له جوړيدو وروسته په نوموړو شوى اعتماد هم په خلکو کې له منځه تللى وي .
همدارنګه لکه څنګه چې ټولوته څرګنده ده سيد محمد ګلاب زوى ، نورالحق علومي او دوى ته ورته ځينې نور کسان ددې له لامله چې د ١٣٥٧ کال د غوايي په کودتاه او افغانستان ته د سرو لښکرو په راوستوکې لاس لري ، د تيرو درې لسيزو جګړو او غميزو بنسټ ايښودونکي او مسئولين بلل کيږي او دوى په دې پوهيږي چې د افغانستان ډيرى خلک له دوى څخه کرکه کوي او په هيڅ سياسي ډګر کې به يې ملاتړ و نکړي نو ځکه دوى هڅه کوي د خپل ځان په وړاندې د افغان ملت منفي او بد بينانه ذهنيت له منځه يوسي او دې موخې ته درسيدو لپاره اړتيا لري چې د نورو سياسي ډلو په منځ کې ځانونه ورک کړي او خلکوته ورپه ګوته کړي چې که مونږ دومره بد خلک واى نو دې او هغې اسلامي ډلې به باور نه راباندې کاوه ! او همدا دليل دى چې دوى په آسانۍ سره د (( جمعيت اسلامى )) غيږې ته ورولويدل ، خو واقيعت داسې دى چې د افغانستان خلک دا ټول پيژني او تير جنايتونه اوکړه وړه يې ورته څرګند دي او که دوى په هره څيره او بڼه ځانونه واړوي افغان ولس نه شي تير ايستلاى.
له بلې خوا په ملي جبهه کې د ځينو نورو وړو او سيميزو ګوندونو ننوتل چې په لږ کيانو پورې اړه لري ، پورتنيو هغو ته ورته لاملونه لري د ساري په توګه د دوستم په مشرۍ د جنش مليشه ډله نه يوازې دا چې غړي او واکمن يې يوازې ازبک قوم دي بلکې د مجاهدينو د بري څخه په وړاندې او وروسته ټولو جګړوکې په جنګي جنايتونو تورنه ده او د خلکو په وينا خپله کاسه په اوبوکې ويني او پوهيږي چې په يوازې توګه په هيڅ سياسي ډګر کې د برياليتوب چانس نلري نو ځکه په ظاهري ډول له قومي دايرې څخه راوځي او د رباني ګلاب زوى او علومي غيږې ته پناه وړي او ددې لپاره چې د جبهې ترکيب ترشک لاندې را نه شي د مطفى کاظمي په مشرى د اقتدار ملي ډله هم د (( وياندۍ)) د امتياز په بدل کې جذبيږي ، ترڅو د (( جبهه متحد ملي )) سر ليک مصداق پيدا کړي خو له دې ټولو سره سره متحده جبهه او په هغې کې ننوتلې ډلې په افغانستان کې د ملي يووالي ، د قانون د واکمنۍ، سراسري سولې، ځمکنۍ بشپړتيا، ملي حاکميت ، ملي ټولنې ، اداري سمون، اقتصادي پرمختګ، بهرني سياست او د عدالت د تامين لپاره ملي او سياسي ستراتيژي نلري او هره يوه يې ددې وړتيا او اراده نلري چې د قومې او سيميز آند دود په ځاى د ټول افغانستان په کچه ملي تګلاره وړاندې کړي .
دوهمه برخه :
په تيرو اوو کلونوکې افغانانو او نړيوالو ته په ډاګه شوه چې اوسنۍ متحدې ، جبهې او له حامد کرزي څخه چاپيري ځينې نوړې ډلې نه په حکومت کې د کار کولو استعداد لري او نه هم د مخالف ( اپوزيسيون ) په توګه اغيز منې تماميدلاى شي ځکه دوى د هيواد او ملت په وړاندې ژمن نه دي او صرف د خپلو شخصي . او ډله ئيزو ګټو لپاره هڅې کوي او ځينې نورې يې کيداى شي يوازې هغو موخوته رسيدل و غواړي کوم چې له بهر څخه دوى ته ددوى د بادارانو لخوا ويل کيږي .
کله چې د دوى غوښتنې منل کيدې ، دوى ته هرډول مادي او معنوي امتيازات ورکول کيدل.او د حکومت په ٩٠ سلنه څوکيۍ يې په واک کې وې په هغه وخت کې نړيواله ټولنه هم ددوى دوستان وه .
او د B52 الوتکې په وزرو پورې تړلې دموکراسي هم د دوى و ياړلل کيدله ، ملي يووالى هم ددوى له آنده ښه تامين شوى وه ، او له حامد کرزي څخه هم بل ښه سړى نه وه خو کله چې په حکومت کې د دوى د واک سلنه را ټيټه شوه ، کرزى تيروتونکى ، بولي ، د دوى له آنده ملي يووالۍ نشته او له بهرنيو سره هم د مرورتوب تمثيل کوي .
دوى پرته له دې څخه چې د سياست حقوقي او اخلاقي اړخونه په پام کې و نيسي ډير ځلې تکتيکي چلند کوي د پردې تر شاه پټې معاملې او سياسي قمار وهي ، وګورئ د ولس مشرۍ د ټاکنو په وخت يونس قانوني د خپلې ډلې کانديد وه خو احمد ضياء مسعود په ټاکنوکې د حامد کرزي د مرستيال په توګه نومول شوى وه او برهان الدين رباني ځکه ظاهراً د کرزي ملاتړ وکړ چې که قانوني ټاکنې بايلي په حکومت کې به دوى خپله برخه له لاسه نه ورکوي ، يعنې د رباني لپاره ارزښتونه او کړندلارې اهميت نلري او يوازې په واک کې پا تې کيدل يې وروستۍ موخه ده له بلې خوا کريم خليلي په ښکاره ځان له محقق څخه مرور ونيوه او د مرستيالى لپاره د کرزى په څنګ کې ودريد خو په پټه کې د ( حسن وحدت ) دواړو ډلو د محمد مستحق لپاره کمپاين کاوه ، ترڅو خپله قومي سلنه معلومه کړي او همدا خبره يونس قانوني هم د ټاکنو د پايلو تر اعلان وروسته د جمعيت په يوه غونډه کې برهان الدين رباني ته کړې وه چې (( نتايج انتخابات رياست جمهوري در واقع احصائيه قومي را نيز نشان داد .)) له دې څخه ښکاري چې جمعيتان تردې کچې په قومي دايره کې راګير دي چې آن د رايو شمير ته هم له قومي ليدلوري څخه ګوري .
بل لوري ته که چيرې د ملي جبهې اوسني دوه ګوني يا دوه مخي دريځ ته وګورو ددوي نه ريښتنولي په ډاګه ترې څرګنديږي او هغه داچې دوى له يوې خوا د حکومت په وړاندې د مخالف اپوزيسيون پيښې کوي خو له بلې خوا يې تر اوسه هم په حکومت کې دولس مشر د مرستيالى، وزارتونو او ولايتونو په ګډون مهمې څوکۍ نيولي او نه يې پريږدي، دوي د متحدې جبهې له آدرس څخه حکومت په نه کارکولو ، فساد ، نا قانونيو او خيانت تورنوي خودې ته پام نه کوي چې دوى خپله په حکومت کې مهمې دندې لري او په همدغه فساد او خيانت کې خودوى پخپله هم شريک دي .
لنډه داچې ملي متحده جبهه او په هغې کې شاملې ډلې ټپلې او کسان ، د افغانستان د ستونزې د سياسى آواري لپاره رڼه او په ريښتنولى ولاړ ه تګلاره نلري او داچې دوى د متضادو دريځو او مخينې سره سره بياهم په يوه ټغر را ټوليږي ، کيداى شي داد بهرنيو هيوادونو د استخباراتي سازمانونو د فشار پايله وي ځکه ددوى تير تاريخ ته په پام سره په ډاګه ويلاى شو چې کله هم د (( خود جوشه )) ملي حرکت په توګه نه دي راپاڅيدلي اوتل يې د بهرنيو هيوادونو د ګټو لپاره د افغانانو په وينو لوبې کړي دي . او اوس هم غواړي يو ځل بيا په داسې حال کې چې افغانستان د ځواکمنو هيوادونو او سيميزو سياليو ډګر ګرځيدلى د پرديو په نغوته واک ته ورسيږي خو د افغانستان واحد ملت چې تل يې د خپل هيواد په وړاندې د بهرنيو د سيسې شنډې کړي ، خپلې ملي ګټې پيژني ، او د خپلو خلکو ملي ، کلتوري او دينى ارزښتونو ته درناوى لري ، هيڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان يووالى، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړ تياته تاوان واړوي او له قومي، سيميزو، ګوندي او نورو آدرسونو څخه د خلکو ترمنځ تاوتريخوالي ته لمن ووهي له دې لامله په ملي جبهه کې راغونډو شوو ډلوته ښايي چې خپلو ملي ګټوته دې مخه کړي او دخپلو تيرو کړنو په اړه دې له ملت څخه بښنه وغواړي او له خپلو پلويانوسره يوځاى دي ، په افغانستان کې د ملى يووالي د ټينګښت ، سولې او ثبات لپاره ريښتيني ګامونه اوچت کړي او که داسې ونه شو د افغانستان ملت ښه پوهيږي چې څه ورسره وکړي .