بې کاري او بې روزګاري يوه له هغه ستونزو څخه ده چې افغانان نن سبا تر بل هر وخت زيات ورسره لاس او ګريوان دي او دا په داسې حال کې ده چې د خوراکي توکو بيې ورځ په ورځ د لوړيدو په حال کې دي او د وخت په تيريدو سره د خلکو اقتصادي ستونزې په ډيريدو دي او که د ژمي د موسم په را رسيدو سره د دولت او مرستندويو ټولنو لخوا ځانګړي تدابير و نه نيول شي، افغانستان به له يوه بشري ناورين سره مخامخ شي ځکه چې په هيواد کې د امنيت د نشتوالي له لامله له يوې خوا د لويو پرمختيايي پروژو چارې په ټپه دريدلي او له بلې خوا دحکومت وسلوال مخالفين په بيلابيلو سيموکې د دولت او خصوصي شرکتونو په کار کوونکو بريدونه کوي او په همدې دليل هغه کسان چې په دې برخو کې په کاربوخت دي يا دې ته اړ کيږي چې خپل کارونه پريږدي او يا هم په لويو لاروکې د دولت ضد مخالفو وسلوالو ډلو لخوا له نيولو وروسته وژل کيږي او يا ګواښل کيږي چې که بيايې کار کولوته دوام ورکړ له سخت چلند سره به مخامخ کيږي ، دا او ځينې نورې ستونزې ددې لامل شوي چې د بيکارۍ اوبې روزګارۍ کچه نوره هم لوړه شي او همدا اولس يو زيات شمير افغانان چې پخوايې په جنوپ او جنوب لويديځو ولايتونوکې په بيلابيلو برخوکې ساختماني کارونه کول او له دې لاې يې خپل ورځنى ژوند سمبالوه ، د امنيتي ستونزو له کبله يې خپل کارونه پريښي او نه شي کولاى هغو سيموته ولاړ شي ، دا ستونزې په ځانګړي توګه د کابل کندهار او کندهار هرات په لويه لار کې ډيرې ليدل کيږي.
او څو څو ځلې داسې پيښه شوې چې آن د کار په وخت کې په انجينرانو او کارکوونکو بريدونه شوي ماينونه ورته ايښودل شوي دي او يا هم له اختطاف او تښتونې وروسته د زياتو پيسو په مقابل کې خوشې شوي دي او ښکاره خبره ده چې په داسې يوه حالت کې هغه پرمختيا يې چارې چې د زياتو کارکوونکو د بوختيدلو شونتيا ولري په ټپه دريږي او د زيات شمير کارګرو او کارکوونکو د بيکارۍ سبب کيږي .
د روژې په پاي کې د يوه ساختماني شرکت د ١٦٠ په شا او خواکې کارکوونکي کله چې د فراه له ولايت څخه کابل ته تلل ، د نا څرګندو وسلوالو لخوا و تښتول شول چې ځينې يې له زورونو وروسته خوشې شول او ځينې نور يي اوس هم تري تم دي ، او که چيرې ددې ډول پيښو مخه ونه نيول شي او حکومت د امنيت د ټينګښت لپاره خپلې هلې ځلې پراخې نکړي ډليزې دا ډول پيښې نورې هم رامنځ ته شي او که له يوې خوا بيا رغونه او پرمختيايي کارونه په ټپه دريږي له بلي خوا به د بيکارۍ او بې روزګارۍ کچه نوره هم لوړه شي او عام خلک به چې د امنيت د نشتوالي په سبب بيکاره کيږي له سختو اقتصادې ستونزو سره مخامخ شي .
له دې لامله حکومت بايد د امنيت د ټينګښت تر څنګ هڅه وکړي چې د بيکارۍ او بې وزلى د ورکاوي لپاره اړين پروګرامونه تر لاس لاندې ونيسى او د حرفه يې زده کړو په دود سره بې وزلو کورنيو او بى روزګارو خلکوته د ژوند د لومړنيو آسانتيا وو د برابرولو توان ور وبښي .