افغانستان هغه جګړه ځپلى هيواد دى چې نږدې  خپل  هرڅه يې له لاسه  ورکړي او په بيلابيلو اقتصادي ، ټولنيزو ، کلتورى او سياسي برخوکې له يو زيات شمير ستونزو سره لاس او ګريوان دى ، په تيرو ديرشو کلونو که له يوې خوا د جګړې  اوربل وه له بلې خوا مخالف  حکومتونه يو په بل پسې واک  ته  رسيدل او ددوى په منځ کې ايديولوژيک او سياسي اختلافات دومره ژور وه چې  هر حکومت  به له واک ته رسيدو سره  سم له  خپل  ځان څخه د ړومبي حکومت هرڅه له منځه وړل او له خپل آند سره سم به يې نوې  نوې  تګلارې جوړولې لنډه داچې تر اوسه پورې په افغانستان کې هيڅ حکومت د بل يوه په پله پل نه ده ايښئ او هر حکومت هڅه کړې  چې دهيواد ټولې چارې له خپلې سياسي سليقې سره سمې اوله خپلو ايډلوژيکو ګټو سره يې غاړه غړۍ کړي  ، چې همدا د پرله پسې جګړو يو لا مل هم بللى شو.

په هيواد کې د نوي  اساسى قانون تصويب او د هغه له پلي کيدو څخه د نړيوالو ټولنې او ملګرو ملتونو ملاتړ ته په پام سره تمه کيدله چې افغانستان به له دې وروسته ديوه ثبات لرونکي نظام خواته روان شي، ملي هدفونه به وټاکل شي او په بيلابيلو برخوکې به د کړنلارې له مخې د پر مختګ په لوري وخوځيږي ، خو په ډيره خواشينۍ سره چې داسې و نه شول او سره له دې چې په تيرو اووکلونوکې حامد کرزى د موقت، انتقالي او اوسني  حکومت مشري کوي د ملي هدفونو او ملې کړنلارې په جوړولو او پلي کولو کې پاتې راغلى او دادى مونږ وينو چې آن د واحدې رهبرۍ په شتون کې هم په حکومت کې دننه بيلابيل دريځونه ليدل کيږي او کله چې نوى وزير په يوه وزارت ورننوځي د بل يوه ټولې کړنې او پلانونه په هماغه ځاى کې په ټپه ددوي او بيا له صفر څخه پيل کوي چې ژوندى مثال يې د زده کړې په نصاب باندې نوې راپورته شوې ناندرۍ دي.

د پوهنې وزارت تيره اونۍ د زده کړې د نصاب په اړه خپله ناخوښي وښوده او دا په داسې حال کې ده چې د نوي وزير د کار څخه څو ورځې کيږي او کيداى شي تر هغه مهاله يې مبارکۍ لاخلاصې نه وې نو د نصاب کتوته به يې وخت له کومه کړى وي په هر صورت لکه  څنګه چې ليدل کيږي  داڅويم ځل دى چې  د رسول امين له وزات څخه نيولې  بيا تر ننه پورې د  زده کړې په نصاب کې بدلون راځي او هر ځلې  د يو زيات شمير لګښت سره سره تير هيريږي او بيا له صفر څخه پيل کيږي چې اصلي  لامل يې ديوې ټاکلې ملي کړندلارې نشتوالى او د زده کړې د نصاب لپاره د معيارونو په سر نه پوهاوى دى .

زما په آند ددې لپاره  چې له دې وروسته زمونږ  ملي پانګه بې ځايه و نه لګيږي هغه نصاب دې چې همدا اوس د کار لاندې دى تر بشپړيدو وروسته افغان متخصصينو او د  پوهنې د چارو کارپوهانو ته د کتنې لپاره ورکړل شي او بيا دې په  يوه لويه غونډه کې د هغوى نظرونه پرې  واخستل شي تر څو له يوې خوا د هيواد تعليمي نصاب په ملي او نړيوالو معيارونو برابرو اوسي او له بلې خوا داسې يو نصاب ټولنې ته وړاندي  شي چې د محتوى او څرنګوالي له مخې د زياتې مودې لپاره د ګټې اخستو وړوي او په دې توګه به د هغو لګښتونو مخه هم ونيول شي کوم چې  د هر حکومت او وزير په راتلو سره په دې برخه کې کيږي .   .