وړاندې به چې ښارته څوک تلل د سړکونو په څنډوکې به يو نيم ناست وه او پرته له دې څخه چې غږ وکړي خلکو به يو څه ورکول خو وروسته بيا سياره سوالګري پيل شوه او سوالګر به په دوکانونو او کورونو ګرځيدل او دوخت په تيريدو سره د سوالګرو شمير دومره زيات شو چې اټکل يې نه شي کيداي .
نن ورځ ښار په هره کوڅه ، هر مارکيټ ، د هردوکان مخې ته د هر سړک په غاړه د موټرو په هر تمځاى ، هوټلونو او د جوماتونو مخې ته ډلې ډلې سوالګر ګرځي راګرځي او په ډير ټينګار سره له هر چا څخه يو څه غواړي او د حيرانتيا خبره خو لا داده چې دوى ځان ځان ته اصطلاحات لري او ددې لپاره چې ښاريان د پيسو ورکولوته وهڅوي له بيلابيلو لارو چارو څخه ګټه اخلي چې مهمې بيلګې په لاندې ډول دي .
ځيني ماشومان د ښار په منځ کې ليدل کيږي چې خلک له پښو څخه کلک نيسى او تر څو پورې چې پيسې ورنکړي نه يې خوشې کوي همدارنګه ځينې نور سوالګر خلک د دوکانونو مخې ته څاري اوچې کله د سودا اخستو ګڼه لپاره پيسې د اوباسي ورته وايي چې به خير راغلې او په خير ورسيږې يو څه راکړى ، او د سړکونو په سر چې کله د موټرو ګڼه ګوڼه شي سوالګر د هر موټر مخې ته ودريږي چې ښه مثال يې په کارته پروان کې دنادريې ليسې مخې ته پروت سړک دئ .
که څه هم د اسلام په سپيڅلي شريعت کې سوالګري له آره حرامه ده او د خداى (ج) پيغمبر (ص) منع کړې خو اوسني سوالګر ددې تر څنګ ځينې نورو ديني ارزښتونو ته هم سپکاوى کوي که تا سو نن سبا د کابل ښار په جوماتونو وګرځى و به وينئ چې له لمونځ کوونکو څخه د سوالګرو شمير زيات وي او زيارتونه خو هسې هم ددوى هډې دي .
همدا د سوالګرو زياتوالى ددې سبب شوى چې اوس خلک پيسې هم نه ورکوي او يايې نه شي ورکولاى خو حرفه اي سوالګر هم د خلکو د تير ايستلو لپاره ورځ په ورځ نوې طريقې را باسي، څه موداه وړاندې ځينو سوالګرو د ډاکترانو نسخې ګرځولې او ويل به يې چې د دوا پيسې نلرم ، وروسته بياځينې ښځې را پيدا شوې چې د ماشومانو سرونه به يې تړلي وه او ټپ يادانې ته ورته شکل به يې پکې جوړ کړى وه او د سړکو نو خواووته به ناستې وې او تربيګاه پورې به يې پيسي ټولو لولې او ځينې نارينه بيا ليدل کيدل چې ويل به يې زه له ايران څخه راشړل شوى يم مرسته وکړى خو په دې ورځو کې بيا يوه بله طريقه را وتلې او هغه داچې دوه کسان سره يو ځاي کيږي يو څه پيسې په لاس کې نيسي او خلکوته وايې چې د جومات لپاره چنده ټولوو په ثواب کې شريک شئ او له دې څخه ښکاري چې سوالګري نوره په دوکه بدليږي او له مجبوريت څخه د حرفه اي کيدو خواته روانه ده .
او په دې توګه سوالګري په يوه ټولنيزه ستونزه اوښتې چې آوارى يې د کار او ټولنيزو چارو په وزارت پورې اړه لري خو تر اوسه پورې په دې هکله اړين ګامونه نه دي اخستل شوي او په کارده چې نوموړى وزارت د څيړنو په پايله کې مجبور او حرفه يي سوالګر سره بيل کړي مرستې ورسره وکړي او هغه کسان چې بې وزله نه دي د هغو د اصلاح لپاره لارې چارې ولټوي ، او که نه نو امکان لري چې له دې لارې څخه ګن شمير خلک د اخلاقي فساد لوري ته را وکاږل شي او لټ وروزل شي .