پدې وروستيوكې دافغان ولسمشرپه ګډون ددولتي چارواكودپرله پسې شكايتونوسره سره دنړيوال ايتلاف دفوځونوله خوادملكي افغانانووژل اوټپي كيدل خورازيات شويدي له بده مرغه چې دغه لړۍ لاتراوسه دوام لري اوهيچادهغې دبنديدوپه اړه له تشووعدوپرته كوم ګام ندى پورته كړى . دهيوادپه سهيلي اوسهيل ختيځو سيموكې دهغوى دړندوبمباريوپه پايله كې نږدې هره ورځ ګڼ افغانان خپل خوږ ژوندله لاسه وركوي اوډيرنوريې ټپيان كيږي . له نن څخه اوه كاله وړاندې چې كله دامريكې په مشرۍ دنړيوال ايتلاف ځواكونه دطالب واكمنۍ دله منځه وړلوپه موخه افغانستان ته راغلل نوله هغې ورځې راپديخوا دهغوى دړندوبمباريوپه پايله كې ګڼ ملكي افغانان وژل شوي اوټپي شويدي اوهغوى پرته لدې چې پدې اړه په راتلونكي كې افغانانوته دهغودبيانه ترسره كيدورښتينى ډاډ وركړي ، يواځې ديوې بخښنې اوهغه هم دلويديځوالوپه ژبه د ( sorry ) په ويلوسره بسنه كوي . داسمه ده چې په افغاني اوپه ځانګړې توګه په پښتني چاپيريال كې دبخښنې غوښتل له خورا ارزښت څخه برخمن دى خوپه لويديځ كلتوركې بخښنه ( sorry ) يواځې په ژبه دانګليسي الفباء دڅوتورو تلفظ كول دي اونوره كومه مانانلري . كله چې دسوله ساتي ماموريت په پلمه دامريكې په مشرۍ دنړيوال آشرځواكونه افغانستان ته راتلل نودوى درسنيوله لارې تبليغ كاوه چې ګنې دوى كولاى شي دځمكې پرسر ددوه انچوپه اوږدوالى شى هم وويني خواوس داسې معلوميږي چې هغوى آن ددوه مترو په اوږدوالي انسان هم نشي ليدلاى اوداسې ښكاري چې ياخودوى پخپله ادعاكې رښتيني ندي اونشي كولاى څه وويني اوهسې ددوى دغه دعوه يواځې دلويديځ تخنيك دتبليغاتي كمپاين يوه برخه ده اوكه چيرې بياداسمه وي اوددوى تخنيك په رښتيادومره پرمختللى وي نوبياخودوى له آره په افغانستان كې ملكي اهدافوته درناوى نلري اوپه شعوري توګه غواړي دغه اهداف په نخښه كړي چې په دواړوحالتوكې پوښتنه يواځې هغوى ته متوجه كيږي چې بايد ورته ځواب ووايي . دروان ليږديزلمريز كال دلړم دمياشتې په نولسمه نيټه ماښام مهال مې دبي بي سي راډيودنړيوال خبري سرويس له پښتوڅانګې څخه واوريدل چې امريكايي ځواكونودهيواد په سهيل ختيځ خوست ولايت دباك په ولسوالۍ كې دسړك جوړولوديوې كمپنۍ په امنيتي ساتونكوبريدكړى اونږدې څوارلس تنه يې ځاى پرځاى وژلي دي . خداى شته چې دغې پيښې ډيرخواشينى كړم ځكه چې افغانان دومره بيوزلي شوى چې آن پخپل هيوادكې يې هم ژوند خوندي ندى اوپدې اوهغه نامه ......... ؟ وژل كيږي ، داسمه ده چې امريكايان به داځل هم دپلټنووعده وركړي اوافغان حكومت به هم پخپل واردهغوى هريومړى په سل زره افغانۍ اوهرټپي په پنځوس زره افغاني وپيري خوزماپه آند دايې دحل لاره نده كله چې يوكس ووژل شي نوبيادهغه ارزښت يوازې سل زره افغانۍ نه وي دالهي قانون په ګډون دبشردذهن څخه په راويستل شوو قوانينوكې دانسان ژوندخورا زيات ارزښت لري چې بايد ورته درناوى وشي اوهسې پدې اوهغه نامه دخپلومشروع اونامشروع اهدافودلاسته راوړلولپاره دهغووينې ونه بهول شي . دامريكايي فوځيانوسپين سترګۍ اودافغانانووينوته دهغوى نه درناوي ته په كتوسره داسې انګيرل كيږي چې دخوست ولايت دباك ولسوالۍ پيښه نه لومړۍ ده اونه به هم وروستۍ وي ځكه هغومخكې هم داډول ګڼې پيښې ترسره كړي چې په ۱۳۸۶ ليږديزلمريزكال كې د ننګرهارولايت دبټي كوټ اوشينوارو په ولسواليو اوهمداراز دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ ديوشميرسيمو بې رحمانه بمباري چې په پايله كې يې ګڼ افغانان شهيدان اوټپيان شول ، زمادپورتنۍ مدعاسترثبوت دى . هغه مهال هم دهيواددولسمشرپه ګډون بيلابيلودولتي اونادولتي كسانوهغه وغندلې اوله امريكايانوڅخه يې دهغوعاملينوته دسزاغوښتنه وكړله خووروسته وليدل شول چې نه يوازې امريكايي فوځي څارنوالانودبټي كوټ دپيښې امريكايي عاملينوته سزاورنكړه بلكې هغوى ته يې ددې له امله چې امريكايان دي ، برائت وركړ اوهغوى يې حق په جانب وبلل ، په رښتياچې دامريكايي فوځيانودغې پريكړې افغانان سخت خواشيني كړل خوبيايې هم حوصله وكړه چې ښايي نوربه دغسې چارې نه ترسره كيږي ، خودسږكال په لومړيوكې دامريكاپه مشرۍ دنړيوال آشردهوايي ځواكونوله خوا دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ دعزيزآباد سيمې ، دننګرهارولايت دهسكې مينې ولسوالۍ دواده په مراسمو، اوهمداراز نږدې دوه اونۍ وړاندې دخوست ولايت ددوه مندوپه ولسوالۍ كې دملي اردوپه امنيتي پوسته ، اوڅوورځې وړاندې دكندهارولايت دشاه ولي كوټ ولسوالۍ ديخ باختوپه كلي كې دواده په مراسموباندې بې رحمانه بمباريو داپه ډاګه كړه چې هغوى كله هم پخپله وعده باندې وفانه كوي اونه هم ورته دخپلوفوځيانوڅخه پرته دبل چاوينه ارزښت لري . دراپورونوله مخې د پورته يادوشووسيموپه بمبارۍ كې په سلګونوتنوښځو، ماشومانواوبوډاګانوخپل ژوندله لاسه وركړى اوپه همدې شميره ټپيان شوي هم دي خوديوويشتمې پيړۍ دبشردحقوقومدافعانويې يوازې په پلټنه اوبخښنه بسنه وكړه اوعاملينوته يې هيڅ سزاورنكړل شوه . دكندهارولايت دشاولي كوټ ولسوالۍ دورستۍ پيښې په اړه له بي بي سي راډيوسره ديوې مركې په ترڅ كې دكندهارولايت والي ښاغلي رحمت الله روفي وويل چې دايتلافي اودولتي پلاوي دپلټنوپه پايله كې معلومه شوه چې هلته دواده په مراسموباندې دترسره شوو بمباريوپه پايله كې ۳۷ تنه ملكي خلك وژل شوي او ۳۵ تنه ټپيان شويدي ، نوموړي زياته كړه چې دى نه پوهيږي چې امريكايي ځواكونه چيرې تلل خوپه ياده شوې سيمه كې ددولت مخالفينوورباندې بريدكړى اوپه نتيجه كې يې دده پروينادغه ناوړه پيښه رامنځته شوه ، كله مې چې دوالي صيب څرګندونې واوريدې نوبيخي هك پك پاتې شوم چې خدايه داڅه حال دى .......؟ دځمكې دخاورينې كرې له هابل لوري څخه زمونږ هيوادته سوله ساتي فوځونه راغلي دي هروخت يې چې خوښه شي دكندهارولايت هرې سيمې ته پرته لدې چې والي صيب خبركړي ، حركت كوي خودكندهارپه څيرديوه مهم ولايت مشريې په كړنوندى خبرچې دغه ښاغلي چيرې ځي اوڅه كوي ........ ؟ خوكله چې ګل وكري نوبيايې پلټنې ته والي صيب پلاوي وراستوي . زه خووايم چې ښاغلى رحمت الله روفي په سيمه كې دهيواددولسمشرځانګړى استازى دى داچې دقانون له پلوه ولسمشرديوه هيواد ، دوسله والوځواكونواعلى سرقوماندان وي ، نوپه ټوله كې ديوه هيواد دفوځي ځواكونوټول حركات دولسمشرپه قومانده ترسره كيږي نوروفي صيب هم دترخپل واك لاندې سيموكې دټولوكورنيواوبهرنيوفوځيانودحركاتومسئوليت په غاړه لري داچې هلته دبهرنيوځواكونوله خواپه لسګونوتنه ښځې اوماشومان وژل كيږي اووالي صيب يې له رسنيوڅخه خبرترلاسه كوي اوپدې ډول خبريږي نوخداى دې دافغانانوراتلونكي ته خيرپيښ كړي هغه دځينوپه وينالكه چې بيړۍ موډوبه شوه . زماپه آنددكندهارولايت دښاغلي والي صيب په څيردچارواكوناخبرۍ اوبې پروايۍ دغوشنه سترګوته جرات وركړچې هرچيرې وغواړې دافغانانووينې بهولى شي ځكه دوى ډاډه دي چې ددغوبيوزلوخودپوښتنې پرته له خدايه هيڅوك هم نشته اوكه چيرې چايې په دنياپوښتنه كولاى نوزه باورلرم چې كله به هم چاداډول پرله پسې وژنوته زړه نه وو ښه كړى . په پاى كې زه سره لدې چې ديوه افغان په توګه دامريكايي ځواكونوپورتنۍ غيرانساني اوغيراسلامي كړنې په كلكه غندم دهيوادله ولسمشرڅخه غواړم چې ښاغليه ولسمشره....... ! افغانانوددې لپاره درته رايه نده دركړې چې ستاپه واكمنۍ كې يې هره ورځ وينې وبهيږي بلكې ددې لپاره يې درته رايه دركړه ترڅويې په تيروټپونوپټۍ كيږدې اودهيوادداصلي اوسيدونكوپه توګه يې ددغه هيواد خاوندان كړې نه داچې پدې اوهغه بهانه ووژل شي اوبيايې ستاارګ دهغوى ارزښت يواځې سل زره افغانۍ وټآكي . نوښاغليه : زه پوهيږم چې په اوسنيوشرايطوكې دداډول پيښودبهرنيوعاملينومحاكمه كول دافغان دولت له وسه وتلى كاردى خوهغه افغانان چې نړيوالوايتلافي فوځونوته داسې راپورونه وركوي چې پايله يې دملكي بې دفاع اوبې ګناه افغانانووژنه راوځي ، نوژرترژره دې محاكمه شي ترڅوموپدې سره دخپلووينوپخپله قدركړى وي .