اوسني حکومت ونه شو کولاى چې ملي احساسات او د ملت غوښتننې او اړتياوې درک کړي په تيرو اووکلونوکې چې هر څه د دوى له آنده ښه ښکاريدل له ولس سره له مشورې پرته يې سرته ورسول دهيواد د تاريخ د وروستۍ لسيزې واقيعتونه يې په پام کې ونه نيول هغه ډلې ټپلې چې له منځه وړل او دواک له ګدۍ څخه لرې کول يې په کاروه ، په هرډول امتيازونو ونازول شوې ، د ټولو افغانانو او د جهاد د قربانيانو سياسي ، کلتوري ، او ټولنيز حقوق يوې ځانګړې سيميزې ډلې ته ورکول شول او همدا يوه ډله ده چې اوس هم د افغانستان په برخليک لوبې کوي ، کله د اجرائيه قوې پښې وهي، کله دولسي جرګې له منځه ستونزې پيداکوي، کله د واليانو په وړاندې قيامونه کوي ، کله د افغانستان د ويش او فدرالي کيدو پروګرامونه وړاندې کوي او کله هم د اپوزيسيون په څيره کې راڅرګنديږي،او ددې لپاره چې سبا ورځ يې ځان ته د برائت لاره پرانستې ساتلې وي د خپرونو له لارې د تيرو ناکاميو پړه بياهم په کرزي ور اړوي حال داچې دوى پخپله په بن کې د جوړې شوې موقتې ادارې او انتقالي دولت په ټولو څوکيو خيټې اچولې وې او دولس مشرۍ له ټول ټاکنو وروسته هم د کرزي سره د واک شريکان دي او د دولت په بيلابيلو برخوکې د نا سور په توګه ننوتي دي .
دوى تل د دوکې ، تزوير او آن د ولس مشر له کمزورۍ څخه په ګټه اخستو سره د خپلې ډلې غړي له رتبو ، مډالونو،لقبونو او مادي امتيازونو څخه برخمن کړي دي، او په حکومتي اداره کې يې د هغو خلکو د ځاى په ځاى کيدو مخه نيولې کوم چې د ولس په ټپونو د پټۍ لګولو جوګه وه .
ښاغلي کرزي په داسې ډلو اتکا وکړه چې په ملت کې خپل ځاى نلري او نه هم د ملت او هيواد په وړاندې ژمن پاتې شوي اوتل يې هڅه کړې چې کله په يوه او کله په بل نامه د واک ليکوته ورننوځي او ټولې دولتي شونتياوې په خپلو شخصي ، ډله ييزو او سيمه ييزو ګټو ولګوي ، دوى ملي او تاريخي ارزښتونوته درناوى نلري او کوښښ کوي چې کله د توکم ، کله د ژبې او کله هم د سيمې له آدرس څخه وغږيږي او په دې نومونو امتياز واخلي .
د ولس مشر څخه چاپيرې ډلې سولې او امن ته ليوالې نه دي ځکه دوى فکر کوي چې که داسې وشوه نو له دوى څخه به د تيرو جنايتونو، اختلاس او د ځمکو د غصب په اړه پوښتنه وشي او محاکمه به شي .
له بلې خوا ولس هم د ښاغلي کرزي د مصلحتي سياستونو څخه ناهيلى شو د حکومت جوړونې په پروسه باندې يې باور له لاسه ورکړ او اوس هيڅوک له حکومت څخه خوښ ندي ، څوک له دولت سره مرستې ته نه حاضريږي او د خلکو او دولت تر منځ اړيکې او باورله منځه تللي او وسلوال مخالفين له همدې تشې څخه په ګټه اخستو سره ورځ په ورځ پياوړي کيږي او د حکومت واکمني يوازي په ښارونو پورې محدوديږي او ښايي چې همدا لاملونه به په هيوادکې د يوې بلې اوږدې جګړى پيلامه وي .