د نوموړي له وينا څخه داسې ښکاري لکه د ملکيتونو غصب چې په اوسني نظام کې مباح وي او هر زورواکى چې په کومه ځمکه خيټه واچوي حکومت د هغه مخنيوى نه کوي او يا يې نه شي کولاى خو د حکومت د همدې بې پروايى په پايله کې زور واکانو اوس د ښوونځيو غصب ته هم پيل کړى ده .
د کابل ښار په اتمه ناحيه کې د محمد نادرخان د مقبرې ختيځ لوري ته او اوسني طلايي ښار ګوټي ته ورڅيرمه د ملي دفاع وزارت ملکيتونه د حامد کرزي د واکمنۍ په پيل کې د ده د مرستيال او د ملي دفاع وزير لخوا په اصطلاح مجاهدينو ته وويشل شول د سيمې اوسيدونکي وايي چې قسيم (( فهيم )) د خپلې ډلې او سيمې ځينو کسانوته د اتيا کورونو امر ورکړى وه چې د ملي دفاع وزارت پورې اړوندو ملکيتونوکې يې جوړ کړي خو کله چې هغو اتيا تنو د کورونو په جوړولو پيل وکړ او دولتي ځمکې يې لاندې کړې ، ځينو نورو کسانو ته هم پلمه جوړه شوه چې د زور واکۍ د سند په استناد ټوله سيمه لاندې کړي او کورونه پکې جوړ کړي .
په دې سيمه کې تر ټولو په زړه پورې خبره داده چې ډيري غصبوونکي يې څوڅو کورونه لري او د يوې ځانګړې سيمې خلک دي .
په هر صورت حکومت د ځينو فشارونو په پايله کې اړوت چې همدا حالت وزغمي او د ملي دفاع وزارت ځمکې چې عامه ملکيت دى او د افغانستان ټول خلک حق پکې لري غاصبينو ته ورپريږدي د سيمې اوسيدونکي وايي چې اوس دې سيمي ته د بريښنا مزي هم غزول شوي او د اوبو ستونزه يې تر ډيره حده آواره شوې ده ، خو حيرانونکې خبره داده چې د پوهنې وزارت غوښتل همدې سيمې ته نږدې يو ښوونځى جوړ کړي او ددې موخې لپاره يې يوه ټوټه ځمکه هم بيله کړې وه خو وړاندې تر دې چې د پوهنې وزارت د ښوونځي د ودانۍ چارې پيل کړي زور واکانو وار پرې ړومبى کړ او هغه ځمکه يې هم ترې ونيوله او په خپله ولکه کې يې راوستله خو د پوهنې وزارت له ډيرو هڅو سره سره نه دى توانيدلى چې په هغې ځمکه کې د ښوونځي ودانۍ جوړه کړي ځکه چې د زور واکو له غبرګون سره مخامخ کيږي او څوک يې نه پريږدي .
داچې د پوهنې وزارت به په دې اړه د کورنيو چارو له وزارت او پوليسو څخه مرسته غوښتي وي او که نه او آيا پوليس به په دې برخه کې کوم غبرګون وښيي دا به وروسته څرګنديږي خو د اوس لپاره مهمه خبره داده چې په هغې سيمه کې نيږدې کوم ښوونځى نه شته او ټول زده کوونکي ماشومان د کارته نو د سړک سهيل لوري کې د عبدالرحيم غفور زي ښوونځي ته ورځي او دغه لاره په پښو لنډوي د يادونې وړ ده چې دا ستونزه ددې لامل شوې چې يو زيات شمير ماشومان او د ښوونځيو زده کوونکي د ترافيکي پيښو په پايله کې ټپيان شوي او يا يي ژوند له لاسه ورکړي ځکه د استوګنې د سيمې او ښوونځي تر منځ په عمومي سړک هره ورځ اوړي را اوړي .