داچې ښاغلى کرزى او حکومت يې له ولس سره په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغلل،لامل يې دادى چې نوموړي د خپلې  واکمنۍ له پيل څخه ددې په ځاى چې په کار پوه او هيوادته په متعهدو کسانو اتکا وکړى مصلحت پالنې ته يې مخه وکړه او ددې لپاره چې په خپل ځان پورې چاپيرې وسلوالې ډلې خوښې وساتي دولتي څوکۍ  يې د هغو بې  کفايتو استازو ته ورډالۍ کړې .

که څه هم ولس په دې اړه غبرګون وښود خو ښاغلي کرزي فکر  کاوه چې که پخوانۍ وسلوالې او جګړه مارې ډلې راضي وساتي په افغانستان کې به موجود نيمګړى  ټيکاو دوام وکړي  خو داچې په دې تګلاره کې دولس غوښتنې او اړتيا وې  په پام کې نه وې نيول شوې ، ډيرژرله ناکامۍ سره مخامخ شوه ټولو وليدل چې د خلکو ستونزې ورځ په ورځ ډيرې شوې ، په ټول هيواد کې نظم او امنيت له منځه ولاړه په دولتي ادارو کې د بډو او اداري فساد له لامله حکومت خپل ملي  اعتبار له لاسه ورکړ نن ورځ په افغانستان کې هيڅوک د امن احساس نه  کوي د دولتي او شخصي شتمنيو او  ملکيتونو غصب په يوه عادي کار اوښتى  په حکومت کې شريکې ډلې  او کسان د اداري مفسدينو او د ځمکو د غاصبينو پټ  او ښکاره ملاتړ کوي .

د وخت په تيريدو سره ښاغلى کرزى هم اړوت چې په خپل حکومت کې د ځينو ډلو او کسانو پرته له دې  څخه چې نوم يې واخلي ، شکايت وکړي ، دپاريس له کنفرانس څخه وروسته ولس مشر دا ومنله چې په حکومت کې يې اداري فساد شته او ځينې  چارواکي بې  کفايته دي .

څه موده وړاندې ملت ته د راپور ورکولو په بهير کې د ښار جوړولو وزير حکومت په بې کفايتي تورن کړ او اوويې  ويل چې مونږ نه شو کولاى د ځمکو د غصب مخ نيوى وکړو .

  د غوايي  اتمې نيټې په پيښه کې د دولت وسلوال مخالفين دولس مشر تر ٢٥٠ مترۍ فاصلې پوري را ورسيدل د ملى دفاع او کورنيو چارو وزيرانو او د ملى امنيت رئيس د ولسي جرګې غونډې ته اعتراف وکړ چې دوى نه شي کولاى د کابل ښار امنيت وساتي او په دې کار کې پاتې راغلي .

لږ موده وړاندې د بهرنيو چارو وزير له خپرونو سره په خبروکې حکومت په بې  کفايتيو او نه ادارې تورن کړ

حال داچې دى پخپله تيرکال  په ايران کې د افغان کډوالو په چاروکې د نه پاملرنې له  لامله دولسي جرګې دنه باور ( سلب اعتماد) رايې سره مخامخ شو.

همداراز د تيرې يکشنبې  په ورځ دولسي جرګې د کوچيانو او کډوالو د چارو کميسيون د تخار ولايت د خواجه بهاء الدين په سيمه کې د دوراني قوم د ځمکو او ملکيتونو د غصب په موضوع کې د ځينو نورو اړوند څانګو او ادارو ترڅنګ د کډوالو او راستنيدونکو د چارو وزير هم وربللى وه ترڅو په دې اړه د نوموړي کميسيون لخوا د جوړې  شوې استماعيه غونډې د ګډونوالو پوښتنو ته ځواب ووايي خو د کډوالو وزير و نه شو کولاى ددې ستونزې  د حل لپاره د خپل وزارت په لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو رڼا واچوې بلکې يو ځل بيايې د نورو په شان وويل حکومت بې کفايته ده او اعتراف يې وکړ چې مونږ ددې ستونزې  په  حل ونه توانيدو .

زما په آند کيداى شي دا يو ښه زيرى وي  چې ز مونږ حکومتي چارواکي خپلې تيروتنې او ناکامى له ولس څخه نه پټوي او پخپلو بې کفايتيو اعتراف کوي خو واقيعت دادى چې د ښاغلي کرزي او حکومت د ناوړو سياستونو او نه پاملرنې په پايله کې چاړه د افغانانو هډوکي ته رسيدلې او يوازي په بې کفايتيو اعتراف  بسنه کوي ، هغه چارواکي چې تر اوسه پورې نه دي توانيدلي د خپل مسئوليت په برخه کې د نظام او خلکو لپاره اغيز من تمام شي بايد چې خپلې دندې ديوه ملي امانت په توګه پريږدي او په آبرو او عزت سره استعفى وکړي او نورو هغوته چې کيداى شي تردوى ښه وړتيا، تعهد او پلان ولري موقع ورکړي او که چيرې داسې و نه شي نودې  ته بيا هغه د خلکو په وينا له ګناه څخه  بد تره عذر  وايي ځکه  هغه څوک چې نه  په خپل ځان کې د يوه امانت اهليت ويني   او نه بل چاته ځاى پريږدي په رښتيا سره چې  د افغانستان له  بي وزله ولس سره نه بښونکې جفا کوي .

له بلې خوا ښاغلى کرزى چې د افغانستان د خلکو د حقوقو او ګټو د ساتلو او پرمختګ لپاره ئې سوګند کړى مکلف  دى چې د ټولو حکومتي چارواکو چارې له نږدي څخه وڅاري ، هغه کسان چې بې کفايته دي او آن پخپله په دې اعتراف کوي، له دندو څخه دې لرې کړي .

همدارنګه له ولسي جرګې څخه تمه کيږي چې خپل مسؤليت  ته په پام سره له نا اهلو چارواکو سره له استيضاح وروسته معاملې پريږدې او  د نه باور درايې په ورکولو سره دې  هغوى له دندو څخه لرې کړي.

او که نه نو موجودې ستونزې  به زياتې شي او د خلکو او حکومت ترمنځ د فاصلو په زياتوالي سره به دولت خپل ملي او سياسي مشروعيت له لاسه ورکړي او د راتلونکو ناوړه پايلو مسؤليت به بياهم د اوسنيو چارواکو په غاړه وي .