د بډو اخستل ، درغلۍ ، اختلاس او اداري فساد د افغانستان په حکومتي او اداري جوړښتونو کې داسې ژورې ريښې زغلولي چې نږدې  ټولې ادارې نن سبا په دې لومه کې ښکيلې  دي او اداري کارکوونکي که چيرې و هم  نه غواړي اړ دي چې د خپلو دندو د ساتنې او دوام لپاره د خپلو لوړ پوړو آمرينو له ويرې يا په فساد کې ورګډ شي او يا لږ تر لږه د نورو په  فساد او  درغليو سترګې پټې کړي ځکه چې دلته اوس قانون ماتونه او فساد د افرادو په کچه مطرح نه ده بلکې ټول اداري سيستم له لوړپوړو مقامونو څخه نيولې د وروستيو رديفونو تر مامورينو پورې په دې بې درمله ناروغى اخته دى  او ترکومه ځايه چې څرګنده ده ولس مشر او د کابينې غړي هم په خپلو اړوندو اداروکې د فساد شتون نه ردوي او په بيلابيلو غونډو او خبري ناستوکې اعتراف پرې  کوي چې دا هم پخپل ډول کې اداري فساددى ځکه چې له حقوقي  پلوه (( فساد په ټوليزه توګه د قانون ماتولو او د يوې ادارې  له اصولو څخه سرغړونې ته وايي .)) خوزه  مونږ دولتي چارواکي  دا نه مني او ټوله  ملامتي په ټيټ پوړو او عادي مامورينو ور اچوي  حال دا چې د هرې  ادارې  مشر په خپلو چارو او دندوکې فردي او د خپل واک لاندې کارکونکو په چاروکې ټوليز مسئوليت لري خو د افغانستان حکومتي چارواکي له ولس مشر څخه نيولې  تر وزيرانو، واليانو ، او د امنيې تر قوماندانانو پورې د مسئوليت احساس نه کوي او په ډيره بې غورۍ سره د خپلو لاس لاندې کارکوونکو څارنه نه کوي ، نن ورځ هر دولتي مامور پرته له دې  څخه چې له قضايي تعقيب ،  قانوني سزا او غبرګون څخه ويره ولري هر هغه څه يې چې زړه وغواړي کوي يې اوداپه داسې حال کې ده چې د خلکو ستونزې  په ډيريدو دي او نږدې ټول ولس له اوسني وضعيت څخه سر ټکوي .

تر دې وړاندې په خپرونوکې په لوړه کچه د اداري  فساد او رشوت په اړه خبرونه خپاره شوي وه خو هغه رشوتونه چې په ټيټه کچه هره ورځ په هر ځاي  په هره اداره کې د ښار په هره برخه ، هرواټ او د موټرونو  په هر تمځاى کې له بې  وزلو او نيستمنو خلکو اخستل کيږي، تر اوسه پورې  د چا پاملرنه نده ورته شوې ، او حکومتي چارواکو هم په دې  پلمه چې د مامورينو معاشونه لږ دي ځانونه کاڼه او ړانده نيولي او کيداى شي چې آن له دې لارې  څخه په لاسته راغلو پيسو کې ټاکلې  برخې  هم ولري ځکه چې په کورنيو چارو وزارت پورې اړوندو ځينو امنيتي اداروکې هر مامور مجبور دى له هغو پيسو څخه چې په غير قانوني توګه يې لاسته راوړي خپلو مشرانو ته يو څه ونډه ورکړي او که داسې ونکړي کيداي شي  خپله دنده له لاسه ورکړي.

لکه څنګه چې ټولو ښاريانو ته څرګنده ده ز مونږ يو شمير بې  وزله هيواوال د  خپلو ورځنيو اړتياوو د بشپړولو او يوې  مړۍ ډوډى د پيدا کولو په موخه د ښار په واټونو ، کوڅو او ځينو نورو ځايونوکې د لاسي ګاډو او يا د ځمکې پرسر ځينې توکي پلوري دغه کسان چې د ژوندانه د پرمخ بيولو لپاره بله لاره چاره نلري او ډير لږ  عايد لاس ته راوړي د پوليسو لخوا زورول کيږى او ددې لپاره چې پيسې او رشوت ورڅخه واخلي ورته وايي چې تاسو دلته اجازه نلرى خو خلک اړدي چې پوليسوته هره ورځ دهغه ځاى په بدل کې چې د خرڅلاو لپاره توکې پريږدې  پيسي  ورکړي همدا اوس د کابل ښار مرکزي سيمې چې ډيرى يې په لومړى او دوهمې  امنيتي حوزو پورې  اړه لري د نوموړو حوزو  د پوليسو لخوا د پيسو په بدل کې پلورونکو ته ورکول کيږي چې د هر  پلورنځي ورځنۍ بيه لږ تر لږه له لسو افغانيو څخه نيولې تر سلګونو پورې رسيږي او دا په داسې حال کې  ده چې د لاس پلورونکو عايد لږ دى او ځينې ورځې کيداى شي دومره پيسې وګټي چې پوليسوته يې ورکړي او خپله بې نوا کورته ولاړ شي ، يو کس چې د ماشومانو بوټونه يې  خرڅول وايي چې زه هره ورځ پنځوس افغانۍ پوليسوته ورکوم او ددې لپاره بايد پنځه جوړه بوټونه د هغو لپاره وپلورم ځکه چې په هره جوړه بوټونوکې لس افغانۍ ګټم .

له بلې خوا د ترافيکو پوليس بيا په ښاري موټرو پسې سوټي  را اخستي وي او هر هغه موټر چې د ښار له  تم  ځايونو څخه حرکت کوي او دسورلۍ د پورته  کولو لپاره دريږي بايد د پوليسو حق ورکړي  او که نه نو کيداى شي له وهلو او د موټر د ټاير د پنچرولو سره مخامخ شي او په همدې دليل مجبوره دي چې لږ لږه  هر ځلې لس افغانى ترافيکو ته ورکړي ، او په دې  توګه ويلاى شو چې په افغانستان کې د رشوت لږ اندازه لس افغانۍ ده خو دا چې دغه لس افغانۍ له  بې وزلو او نيستمنو څخه اخستل کيږي  ناوړه اغيزې  يې له بل هر جنايت څخه زياتې دي هيله ده چې حکومتي  چارواکي په ځانګړي ډول د کورنيو چارو نوى وزير دې  ټکي ته پام وکړي اود پوليسو لاسونه  زمونږ د بې وزلو هيوادوالو له ګريوانونو څخه لنډ کړي او که داسې  نه شي کولاى د (( پوليس د ټولنې خدمتګار)) شعارو نه دې  له ديوالونو او د پوليسو له غرفو څخه لرې کړي .