که څه هم په دې وروستيوکې د افغانستان د حکومت او ملى شورا په ګډون ځينو ډلو هم کله په ښکاره او کله هم په ضمني ډول په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د قانوني کيدو غوښتنه کړې ده خو ستونزه داده چې تر اوسه پوري هيڅ چا په دي اړه يوه رڼه او څرګنده تګلاره نه ده وړاندې کړې آن د افغانستان حکومت اوولس مشر کرزى په دې نه ده توانيدلى چې د بهرنيو ځواکونو د کړنو او عملياتو لپاره يو چوکات جوړ کړي .
زما په آند که چيرى مونږ افغانان واقعاً غواړو دي موخې ته ورسيږو تر هرڅه وړاندې بايد د بهرنيو ځواکونو د سرغړونو په اړه يو بشپړ تحليل ولرو .
البته دا ارزونه به د سرغړونو څرنګوالي او څومره والي ته په پام سره تر سره کيږى .
په دوهم ګام کې بايد د هرډول سرغړونه لاملونه وڅيړل شي چې ولي رامنځ ته کيږي.؟
او په دريم پړاوکې د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د بشري حقونو د نړيوالو اسنادو او د افغانستان د اساسي قانون په هغو برخو تاکيد وشي چې له مخي يې د بهرنيو ځواکونو سرغړونې غير قانوني ګڼل کيدلاى شي .
د بيلګې په توګه په تيرو اوو کلونوکې په زرګونو بي ګناه افغانان د امريکې د ځواکونو په بيرحمانه بمباريو کې شهيدان او ټپيان شوي دي او او کورونه يې وران شوي ي ، تير کال د ننګرهار ولايت د پټي ګوټ او شينوارو ولسوالى ، د ارزګان ولايت ، هرات ولايت شين ډنډ ولسوالۍ، د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ او د کندهار او هلمند په ګډون نږدي په ټولو جنوبي او ختيځو ولايتونوکې د امريکې په بمباريوکې عام خلک ووژل شول او سږکال يو ځل بيا د هرات ولايت د شين ډنډ په ولسوالۍ کې ٩٠ تنه افغانان د ښځو او ماشومانو په ګډون په شهادت ورسيدل، چې داپيښې د ټولو بشري قوانينو په خلاف او د نړيوالو معيارونو په ضد عمل دئ .
همدارنګه ډير ځلي ليدل شوي چې امريکايي پوځيان د سيمي د عامو وګړو او طالبانو ترمنځ توپيرنه کوي او که په کومه سيمه کې چې څه پيښه رامنځ ته شي د هغه ځاى بې ګناه ځوانان او سپين ږيري بنديانوي ، کورونه يې تلاشي کوي او توقيف شوى کسان له خپل ځان سره د ګوانتامو او بګرام زندانونوته ليږدوي چې دا ډول کړني د افغانستان د اساسى قانون د ٢٧،٢٨ او ٣٨ مادوسره ښکاره مخالفت لري ځکه کړنې د افغانستان په خاوره کې تر سره کيږې او په افغانستان کې تر اساسي قانون پورته بل سند نشته .
همداراز که چيري د امريکايې ځواکونو سرغړونوته ځير شو بى شميره ډولونه لري او ښايې ددې ليکنې په کنډولي کې ځاى نه شي خو تر ټولو مهمه داده چې دا ډول پيښې ولي رامنځ ته کيږي او لاملونه يې څه دى ..؟؟
زه فکر کوم د بهرنيو ځواکو د سرغړونو لاملونه په توګه شميرلاى شو.
١- که چيرى د امريکايي پوځيانو ځيني عملياتو ته ځير شو داسې څرګنديږي چې ګواکې دوى د افغانستان د عامو وګړو ، وسلوالو او طالبانو ترمنځ په توپير کې ستونزه لري ، کيدا ى شي د افغان ملت دښمنانو چې ځيني يې په دولتي جوړښت کې دلته او ځينې يې د باندي دي ، امريکايې ځواکونوويلي دي چې د جنوبي سيمو خلک هم د طالب ځواکونو ملاتړ کوي او همدا دليل دى چې کله په دوى باندي له کومې سيمې حمله وشي نو دوى پرته له دي څخه چې غور وکړي کلي او کورونه بمباردوي او د عام وګړو په ټولو ژرنه او زور و نه لاس پورې کوي حال داچې دا واقيعت نه ده او له سيمې خلک پخپله ددي نا قربانيان دي .
٢- ځېني وخت ليدل شوي چې امريکايې پوځونو د ناسمو راپورنو له مخى ځېني سيمې بمبارد کړي دي خو نه دوى او نه د افغانستان حکومت دا پوښتنه کړې چې څوک ناسم راپورونه ورکوي زما په اند تر اوسه پورې د افغانستان امنيتي او استخباراتي ادارې زما پيلتوب د نه درلودو له امله ددي وړتيا نلري چې په راپورنو يې باور وشي او کيداى شي ډيرى ناسم راپورونه په حکومت کې د خپل منځى اختلافاتو پايله وي .
٣- د افغانستان حکومت څو څو واري پردې اعتراف کړى چې بهرني ځواکونه له دوي سره همغږي نلري او ددوى له مشورى پرته عمليات کوي نوځکه ددوي په عملياتو کې ملکې وګړى شهيدان کيږي .
٣- د حکومت نه پاملرنه او بې غوري هم د عامو خلکو د وژلو او د هغو د کورونو په بمباردولو کې اغيز لري ځکه تر اوسه پوري حکومت په دي اړه کوښښ نه ده کړي چې د بهرنيو ځواکونو د خپل سرو عملياتو او سرغړونو مخنيوى وکړي چې ښه مثال يې د سولې د نړيوالې ورځې په مناسب د ولس مشر کرزى پيغام ده ولس مشر د اوربند د اعلان په موخه وويل لا زه د افغانستان وسلوالو ځواکونو ته لاښوونه کوم او له بهرنيو ځواکونو غواړم چې د سولي په ورځ اوربند مراعات کړي .
حال داچې ښاغلى کرزى د افغانستان د واکمن او د ملت د ارادي د ممثل په توګه اړتيا نلري چې بهرنيو ځواکونوته عذر وکړي او غوښتنه ورڅخه وکړي .
بلکي په کار ده چې په دې اړه او جدي پريکړه وکړي ځکه دى د دولت مشردى او دولت مکلف دى چې د ملي ګټو او دولس له هوساينې څخه ننګه وکړي .
په پاى کې د يادونې وړ بولم چې د ښاغلى کرزى حکومت مکلف دى په هره لاره او وسيله چې کيږي د بهرنيو ځواکونو شتون او کړني قانوني کړي او محدوديتونه پرې ولګوي له دي پرته به هم د حکومت ريښتنولي تر پوښتنې لاندې راشي او هم به د نړيوالو ځواکونو ماموريت ترشک لاندې راشي او خداى مکړه افغانستان د يوى بلي غميزي ته راکاږل شي بيا به يې همدغه نړيوال نه شي کابو کولاي .