د ميدان وردګو ولايت چې د کندهار کابل په لويه لاره پروت دى کله کله د امنيتي پيښو شاهدوي څو څو ځلې اوريدل شوي چې په لويه لاره د تيلو په ليږدونکو موټرو بريد شوى.
يو ځل خو د سيد آباد په ولسوالۍ کې له پنځو سو څخه زياتو ټانکرونوته اور ورته کړل شو، همداراز د دورانيو په سيمه کې هم دا ډول پيښې را منځ ته شوې او ددې ټولو پيښو مسئوليت طالبانو په غاړه واخيست خو کله کله د ځينو پيښو مسئول کسان نه څرګنديږي او يا ځينې خلک له اوسنيو ګډوډيو څخه ناوړه ګټه اخلي او د مالي ګټو لپاره عام ولس او يا هم ځينو خلکوته زيان اړوي .
څه موده وړاندې د ميدان ورګو ولايت په مرکز ميدان ښآرکې چې کابل ته په ديرش کيلومترى واټن کې پروت دئ، ديوې شخصي ودانۍ مخې ته ولاړ درې ټانکرونه وسوځول شول .
په دې پيښه کې د ټانکرونو په ګډون څو دوکانونه يو هوټل او يوه سوداګريز دفتر اور واخست او د لمبو له ستوني څخه تير شول ، د کورنيو خپرونو د خبري راپورونوو له بڼې څخه داسې ښکاريدل لکه چې دا کار هم د حکومت مخالفو وسلوالو ډلو سرته رسولى وي خو لږ وروسته څرګنده شوه چې امنيتي پيښې يوازې د حکومت د مخالفينو کارنه بلکې ځينې نور کسان هم شته چې له ګډوډيو څخه په ګټې اخستنې سره د چا خبره په خړو اوبو کې کبان نيسي .
د ميدان وردګو ولايت پوليسو درې کسان نيولي چې د همدې پيښې د سرته رسولو تور پرې لګيدلى دى دا کسان چې د سوزول شويو ټانکرونو چلوونکي (( ډريوران )) دي او تورپرې لګول شوى چې دوى له وړاندې د ټانکرونو تيل تش کړي او پلورلي يې دي او وروسته يې بيا په خپل لاس ټانکرونو ته اور ورته کړى اوس د موټرونو خاوندانو او هغه هټيوال چې داور د بليدو په پايله کې يې هټۍ او مالونه سوزيدلي د ډريورانو په وړاندې شکايت کړى او قضيه په ښاري محکمه کې د څيړنې لاندې ده که چيرې په محکمه کې د چلوونکو جرم ثابت شي په ډاګه به شي چې د ټانکرونو په سوزولو کې نور لاملونه هم اغيز من دي .
د ميدان وردګو د پخوانيو چارواکو په وينا دا په خپل ډول کې لومړنى پيښه نده بلکې دوه کاله وړاندې کله چې محبوب اميري د امنيې قوماندان وه د سره پله ښوونځى د پوليسو لخوا وسوزول شو او پړه يې په طالبانو واچوله .
د ښوونځى له سوزيدو وروسته پوليسو د نرخ ولسوالۍ د چغرې او اول خيلو کلي تلاشي کړل او يوزيات شمير بې ګناه کسان يې له ځان سره بوتلل او بيا يې د پيسو په بدل کې را خوشې کول په خلکو کې آوازه ګډه وه چې دا ښونځى ددې لپاره وسوزول شو چې د کورونو تلاشي او خلکو نيولو ته پلمه پيدا شي چې په پاى کې همداسې وشول .
له دې ټولو بيلګو څخه داسې جوتيږي چې په قضاوتونوکې بايد له احتياط څخه کار واخستل شي ځکه ډير ځلې داسې پيښيږي چې ځينې خلک په دولتي جوړښت کې د ننه او بهر هڅې کوي له شته امنيتي ستونزو او ګډوډيو څخه د خپلو شخصي غوښتنو لپاره ناوړه ګټه پورته کړي .