اوخپل نعمت مې پر تاسې بشپړ کړی دی .
امام ترمذی وایی: که یوڅوک ٌپه وجود روغ اود یوې ورځې خواړه ولری، نوداسې یې وګڼی چې دټولې نړۍ شیان او ښکلاوې ورسره دی . الله تعالی خپل پیغمبر ص ته داسې فرمایلی :
«واتممت علیکم نعمتی»
هغه کومه لورونه وه چې دپیغمبر ص په اړه بشپړه شوې وه ؟ ایا هغه ماده او که کوم بل شی؟ماڼۍ وې او که کورونه ؟ سره زر وه او که سپین زر؟ قومندانی وه او که مجهوله امیرتوب؟ پاچایی وه او که کوټوالی؟ بهرنی جاسوسان وه او که وطن پال؟ پردی اسعاروه او که رنګه سره اوزرغون کاغذونه . انجوګانې وې اوکه تجارت؟پیغمبر ص خو دغو څیزونو او خورد اوبرد په اړه هیڅ نه درلودل!
دغه دالهی نازولی باعظمته پیغمبر ص خو دخټو په یوه داسې کوټه کې ویده کیده چې پر چت یې دخرما لښتې پرتې وی . او دیوڅو کیلو اوربشو په بدل کې یې له یوه یهودی سره خپله زغره ګرو کړې وه درې ورځې وږی ګرځېده او درې خرماوی نشوای تر لاسه کولای
ماپه خپله قصیده کې داسې ویلی: ته له دغې نړۍ په داسې حال کې رخصت شوې چې دڅو کیلو اوربشو په بدل دې له هغه سره د زغرې دګروۍ نېټه هم پای ته نه وه رسېدلې
هم ته دیتیمۍ پر مانا اومفهوم ښه برابر وې ! تردې چې ته دپلار مړو ه اومور دې هم مړه وه دیوه ښه کفیل په توګه وپېژندل شوې ستا لپاره دسترو ماڼیو په پرتله دخټو کوټه او یا دعلم سمڅ بس ده تا دفضایلو مضبوط برجونه جوړکړل او له شانداره خیمو نه دفضایلو ستر مر کزونه .
وللاخرة خیر لک من الاولی
او ارمرو ستا لپاره وروستی دور له لومړی دور څخه ډیر ښه دی.
ولسوف یعطیک ربک فترضی.
اوډیر ژر به ستا رب تاته دومره در کړی چې ته خوشاله شې.
انا اعطینک الکوثر
(ای پیغمبره )! رحمت للعلمین ، سیدالمرسلین بیشکه موږ تاته کوثر درکړی دی.
په درنښت