د ژوندون له پرمخـتګ نه مــو وباسي
له کاروان د مدنـــيت نه مــو وباســي
سـوکالۍ لارې یې ټـــولي بــندې کړي
له آرامــه ســـکونت نه مـــو وباســـي
خـــوروي راته ،هــر لوري نـــفرتـــونه
دوي له ميني محـــبت نه مــو وباسي
راته وتړي د انـــجــونــــــو، مکـــتبونه
له باغــو د معــــــرفت نه مــو وباسي
ټيـــټوي راته تعلیــم او ســـــواد کچه
علمـیت له کيـــفـیت نه مـــو ،وباسي
نه پوهیږم دوي په کومه لار روان دي
چې مــدار د انسانیت نه مــو،وباسي
سید عبيدالله نادر
21.06.2026
- ع.شریف زاد
اوخپل نعمت مې پر تاسې بشپړ کړی دی . امام ترمذی وایی: که یوڅوک ٌپه وجود روغ اود یوې ورځې خواړه ولری، نوداسې یې وګڼی چې دټولې نړۍ شیان او ښکلاوې ورسره دی . الله تعالی خپل پیغمبر ص ته داسې فرمایلی : «واتممت علیکم نعمتی» هغه کومه لورونه وه چې دپیغمبر ص په اړه بشپړه شوې وه ؟ ایا هغه ماده او که کوم بل شی؟ماڼۍ وې او که کورونه ؟ سره زر وه او که سپین زر؟ قومندانی وه او که مجهوله امیرتوب؟ پاچایی وه او که کوټوالی؟ بهرنی جاسوسان وه او که وطن پال؟ پردی اسعاروه او که رنګه سره اوزرغون کاغذونه ....