د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ د چین چټک پرمختګ
سږ کال د چین د کمونیست ګوند ۱۰۵ کالیزه ده. دغه ګوند په ۱۹۲۱ کال کې تاسیس شو او په ۱۹۴۹ کال کې یې د چین ولسي جمهوریت بنسټ کېښود.د چین د کمونیست ګوند واک ته رسېدل د چین لپاره یو زرین ګام وو چې له امله یې دغه هېواد له اوږدو کړاوونو او کورنیو جګړو خلاص شو او د بې ساري پرمختګ په لور یې ګامونه پورته کړل.
چین د کمونیست ګوند ۱۰۵ کلن تاریخ د چین د معاصر بدلون، صنعتي کېدو، اقتصادي ودې او نړیوال نفوذ له تاریخ سره نږدې تړاو لري. د چین د کمونیست ګوند تر مشرۍ لاندې چین له یوه وروسته پاتې، جګړه ځپلي او بېوزله هېواد څخه د نړۍ په یوه ستر اقتصادي، صنعتي او تخنیکي ځواک بدل شوی دی. په دغه لیکنه کې به د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ په چین کې د ملي خپلواکۍ او ثبات ټینګښت، چټکې اقتصادي ودې، د بېوزلۍ له منځه وړلو، صنعتي او تولیدي کېدو،د زیربناوو ستر بدلون،د ساینس او ټکنالوژۍ پرمختګ،د زده کړو پراختیا،د روغتیايي خدماتو ښه والی،د چاپېریال ساتنې نویو هڅو ، نړېوال نفوذ او د نړېوالو اړیکو په لور چټګ یون ته لنډه کتنه وکړو.
د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ د چین د ملي خپلواکۍ او ثبات ټینګښت
کله چې د چین کمونیست ګوند په ۱۹۲۱ کال کې تاسیس شو ، چین د کورنیو جګړو، بهرنیو لاسوهنو او اقتصادي کمزورۍ سره مخ و. په چین کې د ۱۹۴۹ کال د انقلاب له بریا وروسته د چین د کمونیست ګوند لخوا د چین هېواد سیاسي یووالی ټینګ شو او مرکزي حکومت د ټول هېواد په کچه خپل حاکمیت تثبیت کړ. د چین کمونیست ګوند په دې وخت کې هڅه وکړه چې دولتي بنسټونه جوړ او په پښو ودروي، څو سیاسي ثبات او امنیت په لور مهم او ګټور ګامونه پورته کړي. د چین کمونیست ګوند همدا راز د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره هم ګټور ګامونه پورته کړل. دا کار یې ددې لپاره تر سره کړ، څو په جنګ ځپلې چین کې اوږدمهاله سیاسي ثبات رامنځته کړي او په دغه هېواد کې د پردیو لاسوهنو لمن ټوله کړي . دا د چین د کمونیست ګوند لپاره تر ټولو مهمه او لومړنۍ بریا وه، چې وتوانید په سم او پیاوړي مدیریت سره په هېواد کې د دولت بنسټونه ورغوي او د ملي حاکمیت ساتنه وکړي او چین په بېلابېلو برخو کې د چټک پرمختک په لار روان کړي.
د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ د چین چټکه اقتصادي وده
تر اوږدو کورنیو جګړو وروسته د هر هېواد اقتصادي بنسټونه له منځه ځي او اقتصادي وده په ټپ دریږي، چین هم یو له همداسې هېوادونو وو ، چې د اوږدو کورنیو جګړو له امله یې اقتصادي او ټولنیز بنسټونه خورا زیانمن شوي وو. خو د کمونیست ګوند په مشرۍ د چین حکومت په دې پوهېده چې د هېواد پرمختګ د اقتصاد له پرمختګ پرته ناشونی کار دی. په همدې اساس یې د هېواد د اقتصادي بنسټونو په رغولو او پیاوړي کولو پیل وکړ. د چین کمونیست ګوند د چین د اقتصادي ودې لپاره بېلابېلې پالیسۍ جوړې کړې او د چین د اقتصادې ودې لپاره یې نه ستړې کیدونکې فعالیتونه تر سره کړل. په ځانګړي ډ‌ول د ۱۹۷۸ کال وروسته، کله چې د اصلاحاتو او ورخلاصون پالیسي پیل شوه، د چین اقتصاد په بې ساري ډول وده وکړه.چین د کمونیست ګوند د هڅو په پایله کې د نړۍ په دوهم ستر اقتصاد بدل شو، د نړۍ تر ټولو لوی د تولیدي ځواک لقب یې خپل کړ ، د نړیوالې سوداګرۍ په مهم مرکز او د بهرنو پانګونو لپاره په یو مهم او جذب کوونکي بازار بدل شو.
په همدې ډول د چین د کمونېست ګوند په مشرۍ په تېرو څو لسیزو کې د چین ناخالص کورنی تولید (GDP) لسګونه ځله زیات شوی او په دې سره په دغه هېواد کې د سلګونو میلیونو وګړو ژوند او عوایدو کچه لوړه شوې ده.
د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ په چین کې د بېوزلۍ له منځه وړل
د چین کمونیست ګوند تر کورنیو جګړو او اقتصادي ستونزو د چین تر را ایستلو وروسته کوښښ وکړ د چین د وګړو ژوند ته پرمختګ ورکړي او په دې هېواد کې د بېوزلۍ په ضد شدیده مبارزه وکړي. د چین حکومت په دغه هېواد کې د بېوزلۍ پر ضد پراخ پروګرامونه پلي کړل. د کلیوالو سیمو د پراختیا، زیربناوو جوړولو، په دغو سیمو کې د مهمو او میعاري بندرونو د جوړولو، د لویو لارو او سرکونو په رامنځته کولو ، د زده کړو او روغتیايي خدماتو د پراختیا له لارې یې سلګونه میلیونه خلک له شدیدې بېوزلۍ څخه را وایستل .د ملګرو ملتونو او نړیوالو اقتصادي بنسټونو د ارزونو له مخې، د بشري تاریخ د بېوزلۍ د کمولو تر ټولو لویه پروژه په چین کې ترسره شوې ده او دا پروژوه د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ تر سره شوي او ډېره ګټوره هم تمامه شوې ده، چې دا په خپله د چین د کمونیست ګوند لپاره مهمه لاسته راوړنه ده او دا لاسته راوړنه د چین د پرمختیايي ماډل یوه مهمه برخه بلل کېږي.
د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ د چین صنعتي او تولیدي ځواک
هغه چین چې له ۱۹۲۱ زیږدیز کال وړاندې یو جنګ ځپلې او له بېوزلۍ سره مخ هېواد بلل کېده د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ نن د نړۍ “فابریکه” بلل کېږي. چین اوس مهال له ساده مصرفي توکو نیولې تر پرمختللو الکترونیکي وسایلو، ماشینونو، موټرو او صنعتي تجهیزاتو په برخه کې پراخ تولیدات لري .د چین په صنعتی پرمختګ کې ددغه هېواد فولاد او درانه صنایع ،الکترونیک او مخابرات، برېښنايي موټرونه،لمریزه او بادي انرژي، بېټرۍ او د نوې انرژۍ ټکنالوژي،مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي اقتصاد څانګړی ارزښت لري او په دې سره په چین کې د زیربناوو ستر بدلون را منځته شوی دی.
د چین د کمونیست ګوند تر مشرۍ لاندې په چین کې د نړۍ له سترو زیربنايي پروژو له ډلې ګڼې پرژوې پلې شوي او بشپړې شوي دي چې د بېلګې په توګه یې لاندې څو یادولی شو:
• د چټکو اورګاډو تر ټولو د لویې شبکې جوړول.
• د سلګونه زره کیلومتره لویو لارو جوړول .
• په نړېوالو میعارونو د برابرو بندرونو او هوايي ډګرونو جوړول.
• د اوبو د سترو بندونو جوړول او د اوبو د مدیریت د پروژو پلي کول.
• د ښاري ترانسپورټ دعصري سیستمونو را منځته کول .
پورته یادې شوې پروژې یوازې پروژې نه دي بلکې همدا پروژې د چین د چټکې اقتصادې ودې بنسټونه جوړوي او په دغه هېواد کې یې اقتصادي فعالیتونه ګړندي کړي او د سیمو ترمنځ یې واټنونه کم کړي دي.
د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ د چین د ساینس او ټکنالوژۍ پرمختګ
د چین کمونیست ګوند د سیاسي، امنیتي او اقتصادي پرمختګ تر څنګ په دغه هېواد کې د ساینس او ټیکنالوژۍ پرمختګ ته هم جدي پاملرنه کړې ده، چې په پایله کې یې په وروستیو لسیزو کې چین د ساینس او ټيکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. چین په دې موده کې د سپوږمکۍ خپلواک سیسټم درلودونکی شو او د فضایي ماموریتونو لپاره یې فضایي سټېشن جوړ کړ، د سپوږمۍ او مریخ د څېړنې پروګرامونه یې په لاره واچول. چین همدا راز د ورستیو لسیزو په ترڅ کې د پنځم نسل مخابراتي شبکې (5G).ته لاسرسي پیدا کړ او د مصنوعي ځیرکتیا او کوانټمي ټکنالوژي په برخه کی یې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ چین اوس د څېړنې او نوښت په برخه کې د نړۍ له مخکښو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ د چین د زده کړو پراختیا
په چین کې د کورنیو جګړو له پای ته رسېدو ا و په ۱۹۴۹ زیږدیز کال کې د چین د کمونیست ګوند تر بریا وروسته په دغه هېواد کې د سواد کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.په چین کې هر کال میلیونونه زده کوونکي له ښوونځیو او پوهنتونونو فارغېږي. د چین په ښارونو او کلیو کې ګڼ شمېر ښوونځي او پوهنتونونه جوړ شوي، نړیوال شهرت لرونکي علمي مرکزونه رامنځته شوي،د انجینرۍ، طب، ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې د متخصصینو شمېر زیات شوی، چې دا په خپله په چین کې د چین د کمونیست ګوند لخوا ښوونې او روزنې پرمختګ ته جدي پاملرنې ښکارندویي کوي.
د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ د چین د روغتیايي خدماتو ښه والی
د چین د کمونیست ګوند لخوا په دغه هېواد کې د روغتیایي سسیسټم پیاوړي کولو لپاره هم مهم او ارزښت ناک کارونه تر سره شوي دي، چې د چین د کمونیست ګوند مهمه لاسته راوړنه یې بللی شو. د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ په جوړ شوي چین کې خلک په پراخ ډول روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لری، په ښارونو او کلیوالي سیمو کې روغتیایي مرکزونه او میعاري روغتونونه فعال دي او په دې سره په چین کې د ژوند د اوسط عمر زیاتوالی را منځته شوی، د ماشومانو د مړینې کچې کمه شوې ، د واکسیناسیون پروګرامونه پراخ شوي ،د روغتیايي بیمې پوښښ زیات شوی او عصري روغتونونو جوړ شوي دي چې دغو پرمختګونو د عامو خلکو د ژوند کیفیت ښه کړی دی.
د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ په چین کې د چاپېریال ساتنې نوې هڅې
که څه هم چین د چټک صنعتي پرمختګ له امله له چاپېریالي ستونزو سره مخ شوی، خو د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ د چین هېواد په وروستیو کلونو کې د شنې انرژۍ او چاپېریال ساتنې په برخه کې سترې پانګونې کړې دي.چین اوس مهال د لمریزې انرژۍ تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی.د بادي انرژۍ په برخه کې مخکښ هېواد بلل کیږي،د برېښنایي موټرو تر ټولو لوی بازار لري او د کاربن اخراج د کمولو اوږدمهاله پلانونه یې جوړ کړي دي.په دې اساس ویلی شو ، چې د چین کمونیست ګوند په مشرۍ د چین هېواد د چاپیریال ساتنې لپاره هم د پام وړ هڅې کړي دي او په دې برخه کې بریالی ثابت شوی دی.

د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ د چین نړیوال نفوذ او نړیوالې اړیکې
د ۱۹۴۹ زیږدیز کال په انقلاب کې د چین د کمونیست ګوند له بریا وروسته د چین هېواد له یوه سیمه ییز ځواک څخه په یو نړیوال ځواک بدل شوی دی.چې دا په خپله د چین د کمونیست ګوند د هڅو او پرمختګ ښکارندویي کوي. چین نن ورځ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې اقتصادي نفوذ لري.د نړیوالو سازمانونو مهم غړی دی.د یو کمربند، یوه لار ستره نړیواله پروژه پر مخ وړي او د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې په ډګر کې مهم رول لوبوي . دا ټولې چارې د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ د چین د بې ساری او د پام وړ پرمختګ څرکندونه کوي او نړۍ ته ور زده کوي چې که د یوه هېواد حکومت او ولس د پرمختګ کلکه اراده ولري، نو هیڅکله هم کورنۍ جګړې ، بېوزلي، پردۍ لاسوهنې او ضعیف اقتصاد د دوی د پرمختګ لار نه شي ډوب کولی. پرمختګ ، اقتصادي ، سیاسي او امنیتی ودې ته د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ د چین حکومت او خلګو اراده او بریا ددغه درس یوه ښه بېلګه ده.
پایله
د چین د کمونیست ګوند د ۱۰۵ کلن تاریخ تر ټولو مهمه ځانګړنه د چین ستر بدلون دی. دې ګوند د ملي یووالي، اقتصادي ودې، صنعتي پرمختګ، بېوزلۍ کمولو، علمي پرمختګ، زیربناوو جوړولو او نړیوال نفوذ په برخو کې داسې لاسته راوړنې ثبت کړې چې چین یې د نړۍ د سترو قدرتونو په قطار کې درولی دی. که څه هم ددغو لاسته راوړنو په باب بېلابېل نظرونه او سیاسي بحثونه شته، خو له دې حقیقت انکار نشي کیدی چې چین په تېرو سلو کلونو کې ټولې نړۍ ته د بشري تاریخ د لوی اقتصادي او ټولنیز بدلون تجربه وړاندې کړې ده.