د افغانستان د اساسي قانون د اوه اتيايمې مادې له مخې د ملي شورا دواړه جرګې ..........د خپلو غړوله منځ څخه دوه تنه د لومړي نائب اودوهم نائب په توګه .......... د يوه كال لپاره انتخابوي . خو ولسي جرګه پرته له دې څخه چې د اساسي قانون احكام په نظر كې و نيسي له پنځو مياشتو څخه را پدې خوادوهم نائب نلري او د دوهم نائب ټول حقوق او امتيازات د نوموړې جرګې پخوانۍ دوهمې نائبې فوزئې كوفي ته وركول كيږي .
لكه څنګه چې هيوادوال خبردي ملي شورا د 1384 كال د ليندي په 28 لومړنۍ غونده و كړه او څو ورځې وروسته له پرانستنې څخه ئې اداري هئيت وټاكه د ولسي جرګې له رئيس پرته د اداري هئيت د نورو ټولو غړو دكار موده تريوه كال يعنې د 1385 كال د ليندې تر ۲۸ پورې پاى ته ورسيده . چې د دوهم كال په پيل كې ښاغلى انجينر محمد عارف نورزى د لومړني نائب ، عبدالستار خواصي د منشي او ډاكتر صالح محمد سلجوقي د منشي د نائب په توګه وټاكل شول خو د دوهم نائب لپاره سره له دې چې څو څوځلې ټاكنې و شوې كومه پايله ترې لاس ته رانه غله . زه دامنمه چې د نړي په ټولو پارلمانونو كې د ټاكتو په اړه بيلابيل دریځونه موجود وي خو داسې هم نه چې د دوهم نائب ټاكل دې ترپنځو مياشتو و ځنډيږي او اداري هئيت دې نيمګړی پاتې وي په هر صورت امكان لري چې د ولسي جرګې رئيس او غړو ته به دا موضوع ارزښت و نلري او ښائي رئيس به ځان دومره تكړه بولي چې د يوه نائب په درلودلو سره ټول كارونه سرته رسولی شي خو دا خبره بايد له پامه ونه غورځول شي چې آغلې فوزيه كوفي د كوم جواز له مخې تراوسه پورې د دوهم نائب حقوق او امتيازات اخلي او د دوهم نائب له موټر څخه ګټه اخلي او همدارنګه د دوهمې نائبې په نامه بهرني سفرونه كوي د ولسي جرګې يوې غړې آرین یون له شمشاد تلويزيون سره په خپله مركه کې وويل چې فوزيه كوفي سره له دې چې د يوه كال په تيريدو سره ئې خپله دنده له لاسه وركړې او په دوهم ځل ټاكنو كې نه ده بريالۍ شوې اوس هم د دوهم نائب ټول حقوق او امتيازات اخلي او آن ځينو هيوادونو ته د دوهمې نائبې په نامه سفرونه كوي ، زه فكر كوم چې فوزيه كوفي به دا امتيازات له ښاغلي قانوني سره د خپل سياسي تړاو په اساس اخلي چې دا پخپله د ده لپاره هم ښه نه ده.
له بلې خوا فوزيه كوفي ته هم نه ښائي چې د القابو په انتحال سره له بيت المال څخه ناوړه ګټه و كړي .