اداري اصلاحات هغه بهيردى چې دنړۍ ټول هيوادونه ورته اړتيالري چې دا چاره ددغوهيوادونوپه سياسي ، اقتصادي اوټولنيزو شرايطوپورې تړاولري څومره چې پورتني بنسټونه ټينګ اوپرمختللي وي په همغه تناسب به پدغوهيوادونوكې داداري فساد اواداري درغليوګراف ټيټ وي هغه هيوادونه چې دوګړودزده كړې كچه يې لوړه  ، اقتصادي وضعيت يې ښه وي نوهرومروبه هلته اداري فساد لږ ترسترګوكيږي اوداځكه چې هغوى له قانون سره بلدتيالري اونه غواړي چې هلته د اداري فساد درامنځته كيدوعوامل وده وكړي .

په ټوليزه توګه له اقتصادي پلوه دنړۍ هيوادونه په پرمختلليو ، مخ پرودې او وروسته پاتې هيوادونوباندې ويشل شوي چې لومړۍ اودوهمه كتګوري هيوادونه زمادليكنې موضوع نده اونه غواړم دهغوپه هكله څه وليكم بلكه غواړم دخپلې ليكنې په لړكې هغوهيوادونوته نغوته وكړم چې له سياسي ،  اقتصادي اوټولنيزپلوه افغانستان ته ورته دي . داډول هيوادونه ياخوتازه له كورنۍ جګړې څخه راوتلي دي لكه افغانستان ، تاجكستان ، يوګوسلاويا ، اوياخومخكې دنوروهيوادونوترسياسي او اقتصادي ولكې لاندې وه او اوس يې خپلواكي لاس ته راوړېده لكه دمنځنۍ آسيايوشميرهيوادونه اوياهم دافريقادلويې وچې ځينې هيوادونه (( سوماليا ، سوډان )) چې دهغوى دعامه خدمتونوبنسټونه ياخودنيواكګروهيوادونوداقتصادي سيستمونوتابع وه اواوس چې هغه سيستم له منځه تللى نوداهيوادونه ديوې اقتصادي اواداري خلا سره مخ دي اوياخودجګړوله امله دغه بنسټونه يا بيخي نړيدلي اوياهم څه ناڅه زيانمن شوي چې اوس يې رغولوته اړتياپيښيږي . له اقتصادي پلوه د داډول هيوادونو داستوګنودژوند سطحه خورا ټيټه ده نوځكه هلته دښوونې روزنې ، عامې روغتيا اوعامه خدمتونوڅانګونه يوازې داچې وده يې نده كړې بلكه په ډيربدحالت كې قرار لري اونشي كولاى چې د ټولنيزژوندانه اوسمهالوغوښتنوته ځواب ووايي ځكه اوس يوويشتمه پيړۍ ده اود نړۍ ګڼ شمير هيوادونه دخپل پيرپه خورا پرمختللي دوركې ژوند كوي نوددې لپاره چې له اقتصادي پلوه ددريمې نړۍ هيوادونه (( وروسته پاتې هيوادونه )) له پورته يادوشوو دوه كتګورۍ هيوادونوسره دژوند په ټولوچاروكې سيالي وكولاى شي نوهرومرو بايد پخپلواقتصادي ، ټولنيزو اودعامه خدمتونوپه څانګوكې له سره كتنه وكړي ، دعلمي ادارې داصولوپربنسټ خپل اداري تشكيلات جوړ اودمعاصرتخنيك په وسايلويې سمبال كړي ترڅووكولاى شي له دغې ټيكنالوژۍ څخه دژوند په بيلابيلوبرخوكې په اغيزمنه توګه ګټه واخلي چې پدې توګه به په لږوخت كې ډيراوباكيفيته خدمتونه وړاندې كړي چې داداوسمهالي منجمنت يوه ستره ځانګړنه ده نوددې لپاره چې دغه هيوادونه له پرمختللواومخ پرودې هيوادونوسره سيالي وكولاى شي نوبايد چې په علمي توګه پخپلواداري اواقتصادي بنسټونوكې په كمي اوكيفي ډول بدلون راولي . دعامه خدمتونودڅانګودكاركوونكوپوهنيزه كچه لوړه ، هغوى ته دكار وړ شرايط برابر ، په معاشونوكې يې دهغوى دعلمي اومسلكي پوهې اوتجربې په تناسب زياتوالى راوستل شي ترڅووكولاى شي په يوه آرام اومصئون اداري چاپيريال كې پرته لدې چې دخپل راتلونكي په اړه انديښنه ولري خپلومراجعينوته په لږوخت كې ډيراوباكيفيته خدمتونه وړاندې كړي چې دغه چاره يوازې اويوازې ددغوهيوادونوپه اداري رژيم كې داصلاحاتوله لارې شونى ده اوبس .