دڅه مودې راهيسې زمونږ دلويديځ ګاونډي ايران له خوادافغان كډوالوپه زوره ويستل دوام لري چې په همدې تړاو د روان كال دغوايي دمياشتې په شلمه نيټه ولسي جرګې دهيواد دباندنيواوكډوالوچارو وزيران داستيضاح په موخه وربللي وه چې نوموړو ترګڼ شميرپوښتنو ، ګرويګنو وروسته ونشوكړاى دولسي جرګې دغړوپوښتنوته دقناعت وړ ځوابونه ووايي چې په پاى كې دولسي جرګې غړو پريكړه وكړه چې دنوموړوپه هكله دنه باور رايه وكاروي چې په پايله كې دكډوالووزير دټولوكارول شوو رايوڅخه د ۱۳۶ منفي رايو اودباندنيوچارو وزير د ۱۴۱ منفي رايو په اخيستلوسره له دندې ګوښه شول داخوهغه څه وه چې دموضوع په اړه د ولسي جرګې غړو د پورتنيودوه تنو وزيرانو دنه پاملرنې په اړه خپل غبرګون څرګند كړ اوس پوښتنه داده چې ايران ولې په دومره سپين سترګۍ د ښه ګاونډيتوب د ټولو منل شوو آرونو په ترپښولاندې كولوسره زمونږ هغه ګڼ شمير بيوزلي هيواد وال له ايران څخه پداسې توګه افغانستان ته را واړول چې دهغوى دكورنيو ځينې غړي له پولې داغاړه اوځينې يې هاغاړه په ايران كې پاتې دي ؟
همداراز ايران ولې په افغانستان كې دهغو ايراني پلوو كړيو اوكسانو كړنوته ونه كتل چې آن دايراني اخندانودخوشالولوپه موخه يې دخپلې دري ژبې لهجه ورته په ايرانۍ فارسۍ لهجه باندې اړولې ............ ؟ . دا اودېته ورته ډيرى پوښتنې دي چې زمونږ افغانانوپه ذهنونوكې ګرځي خولاتراوسه ځواب شوي ندي . ايران زمونږ ګاونډ هيواد دى دنړيوالوحقوقوداصولوله مخې بايد هرهيواد له خپل ګاونډي هيواد سره ښې اونيكې اړيكې ولري اوبيا خوايران سره مونږ تاريخي اړيكې هم لرو چې هلته زمونږ دهيواد دمليونونوكډوالو شتون زمادپورته مدعا سترثبوت دى له بل پلوه ايران خو دكابل ښار دوخت له ولسمشر سره يودرې اړخيز ( افغانستان ....... ؟ تاجكستان اوايران ) تړون هم لاسليك كړى وه همداراز ايران په افغانستان كې ډيرې داسې څيرې دخپلولاسپوڅو په توګه روزلي چې دهغوځينې يې په افغان حكومت كې دننه اوځينې يې له حكومت څخه بهر دايران دنامشروع ګټو ننګه ، پالنه اودفاع كوي چې له هغوى څخه ډيرى يې له دغو كډوالوسره ژبنۍ ، مذهبي ، كلتوري اړيكې لري له ايران سره د راكړې وركړې تړونونه لاسليكوي د ايراني كلتوري كړيوپه لمسون يې خپله دري ژبه مسخه كړې ددري ژبې لرغوني ويوكي يې په فارسي لغتونواړولي لدې ټولوسره سره داسې ښكاري چې ايران دهيچاپروا هم نلري تل خپلې ګټې پالي ولوكه هغه دهرچاپه بيه اوپه هره توګه لاسته راځي داخوهغه څه وه چې ايران وكړه ، اوس راځو دخپلوهغوافغانانوكړنوته چې په تلويزيوني بحثونوكې يې دايران په ملاتړخولوقف نيولى وي دايران له اقتصادي اوكلتوري ګټوڅخه ننګه كوي له ايران څخه زاړه جنراتورونه دنويوپه بيه رانيسي خوايران يې بياپه بدل كې دهمغه ښاغلى دتره زامن چې يوازې ګناه يې په ايران كې استوګنه اومزدوري وه ، له دريم پوړ څخه را وغورځول اوبيايې هرات ته دنوموړي دخدمتونودقدردانۍ په موخه ورته راواستول . زمونږ دهيواد ځينې ښاغلي خوپه ايراني پالنه اوفارسي پالنه كې دومره وړاندې تللي چې آن پخپل افغاني هويت باندې هم شرميږي اونه وايي چې مونږ افغانان يو ( لكه رهنورد زرياب ) . نوموړي خپله دري ژبه په ايرانۍ فارسۍ باندې مسخه كړې خودى پدې نه پوهيږي چې دګرګين لمسيانوته يواځې شيعه پالنه ، ايران پالنه اوفارسي پالنه ارزښت لري چې له نيكه مرغه هغه پدغه يوه كتګورۍ كې هم نه راځي . كله چې ايراني واكمنو افغاني كډوال له هغه هيواد څخه راويستل نو ددوى لپاره يواځې اويواځې افغان مطرح وو ، دافغان په نوم يې له ايران څخه دتاجكو ، ازبكو ، پښتنو ، هزاره او .......... ؟ په زرګونو هغه كورنۍ خالي لاس افغانستان ته راواړولې چې دسوډان له دادپور وروسته دنړۍ په هيڅ ګوټ كې داسې ظلم په چانده ترسره شوى نوپه پاى كې زماهيله له ټولوهغوهيوادوالو څخه داده كوم چې لاتراوسه دايران دچوپړپيټى په شاګرځوي راځۍ كه چيرې هرڅومره په ګران افغانستان كې دايران په ګټه فعاليت وكړو ، نوهيڅ ځاى نه نيسي بايد په كوردننه دورونوپه څير ديوبل په خواكې واوسودافغان په توګه ديوبل ملاوتړو ځكه وموليدل چې زمونږ دپرون ورځې درې اړخيز دوستان نن مونږ دهغوخدمتونوپه بدل كې چې ورته ترسره كړي مودي دودانيوله دريم پوړ څخه را غورځوي .