دخواشينۍ پيغام
انالله وانااليه راجعون
دوزير محمدګل خان مومند بابا ورور په حق ورسيد
په ډيره خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړ چې دسترپښتون وزير، ارواښاد محمدګل خان مومند بابا کشر ورور کريم خان دورپيښې ناروغۍ له امله د روان كال دغوايي دمياشتې په ( 25 ) نيټه دشاوخوا اتيا کالو په عمر دلرې پښتونخوا په پېښورښاركې له دغې فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې .
دريځ علمي اوكلتوري ټولنه دنوموړي اروښاد مړينه يوه ستره ضايعه بولي دلوى خداى ( ج ) له دربارڅخه هغه ته مغفرت اوپاتې كورنۍ ته يې دجميل صبرغوښتنه كوي .