د بشري تاريخ په اوږدو کې انسانان د ځان د خوندي ساتلو له پاره له زرګونو ستونزو، کړاوونو او مصيبتونو سره مبارزه کړې او د خپل ژوند د دوام له پاره يې له هر ډول طبيعي بلاګانو سره پنجه نرمه کړې ترڅو خپل موجوديت د يو فردي او ټولنيز مخلوق په توګه ثابت کړي.

په دې لړ کې مهاجرت د انسان له هغو تکتيکونو څخه ګڼل کېږي چې د خپلې انساني مبارزې په ترڅ کې يې منلو ته چمتو کېږي.

دا چې نن سبا بشري ټولنې د اړيکو او ارتباطو له پلوه ډېره وده کړې، بې له شکه داسې ستونزې  د يو هېواد په محدوده کې نه ايساريږي او دغه معضلات په نورو ټولنو او هېوادونو هم مستقيمه اغيزه کوي. هر هېواد د خپلو ملي او انساني ارزښتونو په رڼا کې هغه ډول چلند کوي ترڅو نورو ټولنو ته د خپلې انسان دوستۍ نمونه وښيي.

داسې نظامونه او هېوادونه هم شته چې له مهاجرو سره نژادي او راسيستي چلند کوي. دغه ډول چلند په اکثره اسيايي هېوادونو کې شته، خو د ايران رژيم يو له هغو رژيمونو څخه دى چې دغه هېواد يې د مهاجرو له پاره په يو جهنم بدل کړى.

د ايراني رژيم دغه وروستۍ پريکړه چې يو مليون افغانان به له هېواده په زور باسي او دا لړۍ په ډېره بې رحمۍ پيل شوې او په دې کار سره يې يو ځل بيا ثابته کړه چې دغه رژيم د انساني، اسلامي او ګاونډيتوب په اساس دغو مهاجرو ته پنا نه ده ورکړې، بلکې هر وخت يې مهاجر د سياسي او د خپل فرهنګي ښکيلاک په موخو استعمال کړى. خو سره له دې هم يو شمير خرڅ شوي او غوليدلي افغانانو ايران خپله قبله ګرځولې او د دغه هېواد اصطلاحات او فرهنګ تر خپلو هغوى غوره بولي. د ايران د دغه وروستي بې رحمه چلند له امله  ښايي نور يې په افغانستان کې ګوډګيان چا سره د خبرې کولو توان ونه لري.

د ايران سياسي اپوزيسيون دغه هېواد د ورځپاڼه ليکونکو، محصلينو او ازادۍ پلوو خلکو له پاره جهنم ګڼي خو که جهنم وي تر ټولو زيات د افغانانو له پاره خو آن له هغې اولې ورځې جهنم ګرځيدلى ؤ. ځکه په ايراني رژيم کې د مهاجرو وژنه، تحقير او شکنجه يوه رايجه او زړه پديده ده، چې له امله يې د دغه رژيم اصلي څېره په ځانګړي ډول افغانانو ته تر ټولو ښه معلومه ده، زموږ خلک په تيرو درې لسيزو کې د ايراني رژيم د داسې ډېرو ظلمونو شاهدان دي.لکه د افغاني مهاجرو هغه عام وژنه چې په ١٣٦٣ کال کې د مشهد په ګل شهر کې د ايراني رژيم په لاسونو تر سره شوه.

د افغان مهاجرو هغه عام وژنه چې د ١٩٩٤ کال کې د سنګ سفيد او تله سياه په کمپونو کې وشوه. د افغاني کارګرو او د مهاجرو هغه اعتصاب چې د ايران د اصفهان د محمود اباد په کار ځايونو کې په ١٣٦٤ کال کې وشو او بيا د ايراني رژيم له خوا په بې رحمۍ د ډيرو کارګرو په وژنې غلى کړاى شو.

دا او دېته ورته په لسګونو بدې پيښې اوس هم د افغانانو په ذهنونو کې شته چې تاريخ يې هيڅکله نه شي هيرولى.

د ايران اسلامي جمهوريت مهاجر بيګار  او د کار کمپونو ته يې د يو جنګي اسير په توګه ليږدوي او په دغه هېواد کې هيڅ داسې بله مرجع نشته چې د دغه مظلومو مهاجرو غږ واوري.

هر کال د زرګونو هغو افغانانو چې ايران کې د ودانيو په جوړولو، کرنه، فابريکو او د خښتو په بټيو کې په کارونو بوخت دي، په خپل لاس ګټلې پيسې يې د کار د مالکانو له خوا په زوره خوړل کېږي او د دغه مظلومو کارګرو بيا هيڅوک نه اوري.

هغه افغانان چې له تېرو درې لسيزو راهسې په ايران کې ژوند کوي له ايران څخه ډېره ښه پيژندنه لري. په يقين سره ويلى شو هغه ډول چې ايراني رژيم له افغانانو سره چلند کوي، خلک يې هم دغه شان دي، هغه وخت چې په ايران کې اخندي رژيم نه ؤ، يو څه د افغان کارګرو سره د خلکو وضعه ښه وه. اوس زيات شمير ايرانيان د اسلامي جمهوريت د تبليغاتو تراغيزې لاندې راغلي، فکر کوي په دې هېواد کې د فقر، لوږې او بدبختۍ علتونه يوازې افغانان دي.

اوس د ايران عام خلک هم د مهاجرو په ځورولو او وژلو کې د خپل رژيم سره شريک دي، دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ايراني اتباع په ډول ډول جرمونو کې د حکومت له لورې نيول شوي او د حسن نيت په خاطر ايراني مقاماتو ته سپارل شوي، خو تر اوسه يو ځل د ايران خلکو د خپل رژيم د کړنو په ضد چې له افغانانو سره کوي احتجاج نه دى کړى.

هرکله چې له ايرانيو وپوښتل شي چې ستاسو نظر د حکومت له خوا په افغانانو باندې د ظلم په اړه څه دى؟ ټول به يې وايي. د غلا، مخدره موادو قاچاق او د جنايي جرمونو عاملين افغانان دي او زموږ دولت په حقه ده چې دا ډول چلند کوي، خو د ايران بهر ميشتې سياسي جريانونو بيا دغه ډول کړنې غندلي او په ايران کې هم ښايي يو شمير خلک وي چې دغه وضعه ورته په زړه پورې نه ده خو د دغه رژيم د ماهيت په وجه چې اکثره په کې د بشري حقونو درناوى نه کيږي. نشي کولى د پوليسي رژيم د اختناق په وجه خپل اواز پورته کړي.

د نړۍ مختلفو هېوادونو ته د افغانانو  مهاجرت د کمونستي کودتاه سره پيل او تر هغې وروسته په بيلابيلو رژيمونو کې يې دوام پيدا کړى، له بده مرغه افغانستان کې د غربي هېوادونو په ملاتړ د موقتي ادارې د منځ ته راتلو راهسې که زيات شمير مهاجر په کور شوي خو بيا هم ډير شمير افغانان د اقتصادي او يو څه د سياسي ستونزو له امله دې ته اړ شوي چې له خپله هېواده پښې سپکې کړي.

دا مهال چې ولسي جرګې هم ددې په غبرګون کې له دوو وزيرانو د باور رايه واخيسته، چې د ډېرو په ګومان دا هم کيداى شي د ملي متحدې جبهې کار دى،  او بيا دا جبهه له کوم ځايه اوبه څکي هم ټولو ته څرګنده ده که چيرته يې له ايراني نفوذ او هغو تخريبي کارونو غندنه هم وکړه چې دا مهال په رسنيو کې اوريدل کيږي په ولسي جرګه به د خلکو بايللې باور بيرته راژوندى شي.