په سلامونواونيكوهيلوموپالو .
ترهرڅه وړاندې دلمركلتوري ټولنې دجوړيدواودوړانګې مجلې دخپريدوله امله تاسو قدرمنودوستانوته دزړه له كومې مباركي وايو هيله ده پخپلوورځنيوكلتوري هڅوسره موخپل دين ، هيواد اوخلكوته خدمت ترسره كړۍ .
قدرمنو : ددريځ علمي اوكلتوري ټولنې غړي وياړي چې په ميدان وردګوولايت كې كلتوري اوفرهنګي هڅې په خورا چټكۍ سره مخ په وړاندې روانې دي چې له نيكه مرغه ستاسوقدرمنو قلم په لاس فرهنګپالودنه ستړي كيدونكوكلتوري منډوترړوپه پايله كې دلمركلتوري ټولنې بنسټ كيښودل شواوهمداتاسو واست چې په ډيره لږه موده كې مو د وړانګې په نوم ښكلې ، په زړه پورې خپرونه هم خپره كړه . كله چې دوړانګې خپرونې لومړنۍ ګڼه زمونږ ترګوتو راورسيده په رښتياچې په لوستلويې ډيرخوښ شوو .
په پاى كې ددريځ علمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه ډلې د غړوپه استازيتوب دهرډول مرستې ډاډ دركوم اويوځل بيادكايناتودپنځوونكي رب ( ج ) څخه ستاسې اوستاسې په څير ټولوهغوقلموالوته چې خپل دين ، هيواد ، خلكو اوخوارې خولرغونې پښتوژبې چوپړ ته يې ملاتړلې وي ، د پوره برياليتوبونوهيله كوم .
په تل پاتې پښتني مينه
ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه ډلې دغړوپه استازيتوب
محمداجمل هوډمن