د نړۍ د دوو سترو قدرتونو، یعنې چین او امریکا ترمنځ اړیکې له تېرو څو کلونو راهیسې د سختو سیالیو، اقتصادي فشارونو، او سیاسي بې باورۍ له پړاو څخه تېرېږي. د سوداګریزې جګړې له پیل وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې یوازې د اقتصاد تر بریده محدودې پاتې نه شوې، بلکې د ټکنالوژۍ، پوځي نفوذ، نړیوال سیاست، او حتی د نړیوال نظم د راتلونکې په اړه یې هم رقابت تر ترینګلي حالت رسیدلی و نو په همدې اساس چین ته د امریکا د ولسمشر سفر یوازې یو عادي دیپلوماتیک سفر نه ګڼل کیږي، بلکې د نړۍ د دوو سترو اقتصادي او پوځي قدرتونو ترمنځ د اړیکو د بیا تنظیمولو یوه مهمه هڅه بلل کیږي. چین ته د دونالډ ټرمپ سفر ته ځکه د ځانګړي اهمیت په سترګه کتل کېږي چې دا سفر ښايي د دواړو لویو قدرتونو ترمنځ د اړیکو د بیا تنظیمولو او د نړیوالو اندېښنو د کمولو لپاره یو نوی فرصت رامنځته کړي.
د امریکا او چین ترمنځ د اختلافاتو جرړې ژورې دي. امریکا باور لري چې ورځ تر بلې د چین چټکه اقتصادي وده او پوځي پیاوړتیا دغه هېواد په چټکۍ سره د نړۍ د لومړي اقتصادي او ټکنالوژیک قدرت پر لور روان کړی دی او دا حالت د واشنګټن د څو لسیزو نړیوال استمعاري برلاسي لپاره ستره ننګونه ده. له همدې امله امریکا هڅه کوي د پرمختللو ټکنالوژیو، په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا، نیمه هادي چپونو، او مخابراتي سیستمونو په برخه کې د چین پرمختګ محدود کړي. واشنګټن د دې کار لپاره د خپل ملي امنیت مسله د بهانې په ډول راوړي، خو بیجینګ بیا د امریکا دا ډول اقدامات په لوی لاس د چین د اقتصادي پرمختګ د مهارولو هڅه ګڼي،چې امریکا د نړېوالو اصولو او قوانینو له مخې ددغه کار حق نه لري.بل لور ته چین چې د نړۍ دوهم ځواکمن اقتصاد درلودونکی هېواد دی هڅه کوي ځان د یوه داسې نړیوال ځواک په توګه معرفي کړي،چې کولی شي د نړیوال اقتصاد او سیاست په راتلونکې کې مرکزي رول ولوبوي. د چین حکومت باور لري چې نړیوال نظم باید یوازې د امریکا تر رهبرۍ محدود پاتې نه شي، بلکې څو قطبي بڼه خپله کړي. نړۍ باید د ګډ پرمختګ او ګډو ګټو د پالیسۍ پر بنسټ روانه ووسي څو هر څوک د خپل فعالیت په اندازه ګټه تر لاسه کړي، په نړۍ کې د ناسالمو رقابتونو لمن را ټوله او پر ځای یې د سولې او امنیت په فضا کې سالمو اقتصادي رقابتونو ته لاره هواره شي.
چین ته د امریکا د ولسمشر دا سفر تر ډېره د همدغو اختلافاتو د مدیریت هڅه ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ په برخه کې د شته ننګونو موضوع د دغه سفر د اجنډا په سر کې ځای لري. د چین او امریکا تر منځ د سوداګریزو ستونزو حل او د میلیاردونو ډالرو راکړه ورکړه یوازې دواړو هېوادونو ته ګټور ګام نه دی بلکې د نړیوال اقتصاد لپاره هم حیاتي ارزښت لري. په وروستیو کلونو کې تعرفو، بندیزونو، او سیاسي فشارونو نړیوال بازارونه اغیزمن کړي دي. که واشنګټن او بیجینګ وکولای شي د اقتصادي همکاریو لپاره یو باثباته چوکاټ رامنځته کړي، نو نه یوازې به د دواړو هېوادونو اقتصادونه ارام شي، بلکې نړیوال بازارونه به هم له فشارونو ووځي.
د ټکنالوژۍ سیالي هم د خبرو یو اساسي محور وو. امریکا اندېښنه لري چې چین د مصنوعي ځیرکتیا او پرمختللو صنعتي سیستمونو په برخه کې په چټکۍ سره پرمختګ کوي. چین بیا باور لري چې د ټکنالوژۍ محدودول د ازاد نړیوال بازار له اصولو سره په ټکر کې دي. له همدې امله، دواړه لوري هڅه کوي د سیالۍ لپاره داسې حدود وټاکي چې مستقیم تقابل ته لاره هواره نه کړي.
لکه څنګه چې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ په بلنه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ روان کال د مي میاشتې په ۱۳ نېټه چین ته سفر وکړ او د همدغې میاشتې په ۱۴ نېټه یې د چین د دولت له رئیس شي جین پنګ سره ولیدل. دواړو مشرانو ددغې لیدنې پر مهال هوکړه وکړه چې د ”رغنده ستراتيژيک ثبات“ د نوي لید پر بنسټ به خپلمنځي اړيکې ټينګې او پرمخ بوځي.
د چین لپاره ۲۰۲۶ زیږدیز کال یو مهم کال دی چې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۵م پنځه کلن پلان له پیل سره سمون خوري او د چین څه باندې ۱.۴ ميليارډه وګړي به ددغه کال په ترڅ کې چيني شکله عصريتوب ته پوره او باکيفيته پرمختګ ورکړي. بلخوا ۲۰۲۶ زیږدیز کال د امريکا د خپلواکۍ له ۲۵۰مې کليزې سره هم سمون خوري او د امریکا وګړي د خپل هېواد د پرمختګ په هڅه کې دي. په همدې اساس د چین د دولت رئیس شي جين پينګ ددغه کلیدي او مهم کال په ترڅ کې د چين او امريکا د اړيکو د ښه والي او پیاړتیا لپاره مهمه لارښوونه کړې ده.
د چین او امریکا اړیکې یوازې د دغو دواړو هېوادونو لپاره نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره ګټورې او د پام وړ دی. د نړۍ په کچه دا که دوه لوی اقتصادي هېوادونه خپلمنځي اړيکې ثابتې وساتي او يو د بل درناوی وکړي، په سوله کې د ګډو ګټو پر بنسټ همکاریو ته دوام ورکړي ، نو نه یوازې ددغو دواړو هېوادونو اقتصادي ودې ته به بې سارې ګټې ورسیږي بلکې د نړۍ اقتصاد به هم د پام وړ ثبات څخه برخمن شي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۱۵مې نېټې په سهار د بېجينګ په جونګنانهای کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره دوهمه لیدنه هم وکړه.تر دې لیدنې وروسته د چین د دولت رئیس وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې د چين او امريکا د رغنده ستراتيژيک ثبات د اړيکو ټینګښت موخه ټاکلې، د باثباته اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ساتلو، په بېلا بېلو برخو کې د عملي همکاريو د پراخولو او د يو او بل اندېښنو ته د ځواب ويلو په اړه یې مهمې هوکړې کړي او هم یې په نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو کې د خپلمنځي اړيکو او همغږۍ د پياوړتيا په اړه موافقه کړې ده.
شی جینګ پینګ دا هم ویلي چې چين ته د ټرمپ سفر د دواړو هېوادونو د متقابل تفاهم او باور د ودې او د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو لپاره مهم اهميت لري.
شي جين پينګ زیاته کړې، د ډونالډ ټرمپ سفر د دې ښکارندويي کوي، چې چين او امريکا د متقابل درناوي پر بنسټ سوله ييز ګډ ژوند ترلاسه کولی شي او د همکاریو د پياوړتيا له لارې پرمختګ او بيا سمسورتيا ته وده ورکولی شي.بلخوا د امریکا ولسمشر هم چین ته پر خپل سفر خوښي ښودلې او دا سفر یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم او ګټور بللی دی.
په همدې حال کې چین ته د امریکا د سفر له پای ته رسیدو سره ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یاد سفر د دواړو هېوادونو لپاره ګټور بللی دی، چې په ترڅ کې یې د دواو هېوادونو مشرانو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او د نړيوالې سولې او پرمختګ په تړاو پر مهمو موضوعاتو څرګندې، ژورې، رغنده او ستراتيژيکې خبرې اترې کړې دي او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د اړیکو د ښو ساتلو لپاره د لارو چارو لټولو لپاره د یو ګډ میکانیزم په د جوړولو هڅې کړي دي. همدا راز ددغه سفر په ترڅ کې د چين او امريکا د رغنده ستراتيژيک ثبات په موخه اړيکې، د چین او امریکا د اړيکو د نوې موخې په توګه ټاکلې شوي چې په راتلونکو درېیو کلونو او تر هغې وروسته د اوږده مهال لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ستراتيژيک لارښود هم برابر شوی او دا لارښود د دواړو هېوادونو د خلکو او نړيوالې ټولنې د هرکلي وړ ګرځېدلی دی. چین باور لري چې د همکاريو پر بنسټ مثبت ثبات او د نظريو تبادله او د همکاریو دوام به په دوه اړخيزو اړيکو کې نرمښت لاپياوړې کړي. د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو په توګه د چین او امریکا مثبتې خپلمنځي اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره بلکې د نړۍ لپاره هم ګټورې دي او د دواړو هېوادونو تر منځ ناندرۍ، ستونزې او کړکیچنې اړیکې د دواړو هېوادونو تر څنګ پر نړۍ هم بده او ناوړه اغېزه کوي. د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په نړۍ کې تر ټولو مهمې او پېچلې دوه اړخيزې اړيکې دي او دواړو هېوادونو د مشرانو ډيپلوماسي د دغو اړيکو ستراتيژیک لارښود بلل کیږي .واک ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رسیدو ورسته نوموړي د چین دولت له رئیس شي جين پینګ سره دوه ځلې کتلي ، پنځه ځلې يې تليفونې خبرې کړي او یو بل ته یې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه والي په موخه ګڼ پیغامونه هم لیږلي دي چې د همدغو لیدنو او خبرو له مخې د ځینو بنسټیزو بدلونونو سره سره د دواړو هېوادونو اړیکې لا هم بنسټیز ثبات لري. چین ته د امریکا د ولسمسشر د وروستي سفر پر مهال دواړو مشرانو د لیدنو په ترڅ کې پر دې هم هوکړه شوې چې د لیدنو ، تليفوني خبرو او پيغامونو د لېږلو لړۍ به چاري ساتي او د دوه اړخیزو اړیکو د ښه والي او پیاوړتیا لپاره به ترې ګټه اخلي چې دا په خپله د اړیکو ښه والي او ثبات ته د امریکا او چین د ولسمشرانو ژمتیا ښکاره کوي. ددغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د کلتوري تبادلې او اړیکو په باب هم خبرې شوي دي چې د چین د دولت رئیس په نړېواله کچه د ښو اړیکو د ساتلو بنسټ د خلکو تر منځ له کلتوري تبالې سره تړلی بللی دی. د خپرو شویو معلوماتو له مخې چین ته د امریکا دولسمشر د سفر پر مهال دواړو لوریو پر ځینو نورو مهمو موضوعاتو لکه د تایوان مسلې ، د اقتصادي او سوداګريزو لاسته راوړنو او نړيوالو تودو مسئلو په هکله هم خبرې اترې کړي او ګډو پایلو ته رسیدلي دي.
چین او امریکا د نړۍ په ګچه دوه پیاوړي اقتصاد درلودونکې هېوادونه دي چې اړیکې یې د نړۍ په اقتصاد هم مستقیم او رغنده اغېز لري. دواړه هېوادونه باید له یو بل سره سالم رقابت ولري او ددغه سالم رقابت له لارې یو بل ته د مساوي پرمختګ لاره هواره کړي
د دوی تر منځ توپيرونه بايد تر کنټرول لاندې ووسي،د چين او امريکا د ملي واقعيتونو او کلتورونو توپير باید له یو بل سره تقابل ته لاره خلاصه نکړي.چين او امريکا د مخامخو خپلمنځي خبرو ،د باور جوړونې له روحیې، تفاهم او سلامشورو له لارې پورته توپیرونه کنترول کولی شي.همدا راز چین او امریکا د نړۍ د دوه لویو او پیاوړو هېوادونو په توګه دنده لري چې خپلمنځي اړیکې ټینګې وساتي او په دې توګه د نړېوالې سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي. د چین د دولت رئیس شي جین پېنګ د ټولې نړۍ له پاره په سوله کې ګډ ژوند مهم او په سوله کې ګډ ژوند د نړېوالو اړیکو لپاره بنسټیز اصل بللی دی،نو په دې اساس پکار ده چې د چین او امریکا په اړیکو کې دواړه هېوادونه دغه اصل ته جدي پاملرنه وکړي. اوس چې چین ته د امریکا د ولسمشر سفر او ددغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ خبرې مثبتې پر مخ تللي دي، نو د دواړو هېوادونو تر منځ دا مثبت تعامل په سیاسي او اقتصادي برخه کې د نړۍ لپاره ګڼې هيلې پیدا کړي دي. د نړېوالو اقتصادي او سیاسي شنوونکو په باور که د چین او امریکا تر منځ اړیکې په مثبټ ډول رغول کیږي او د رغنده ستراتيژيک ثبات پر بنسټ د اړيکو ټینګښت دوام کوي،نو په دې سره به نړیوال وضعیت له څو اړخونو بدلون ومومي.
لومړی – د چین او امریکا تر منځ د اړیکو مثبت اغېر به پر نړیوال اقتصاد ډېر زیات وي. د نړۍ زیاتره هېوادونه له چین او امریکا دواړو سره اقتصادي اړیکې لري. د دواړو قدرتونو ترمنځ هر ډول کړکېچ د نفتو، انرژۍ، صنعت، او نړیوالو اسعارو پر بازارونو مستقیم اغیز کوي.د دغو دواړو پیاوړو هېوادونو د اړیکو ښه والی کولی شي د نړیوال اقتصاد د ودې لپاره نوی باور رامنځته کړي.
دویم – د چین او امریکا تر منځ به د ښو اړیکو ټینګښت به د نوې سړې جګړې خطر راکم کړي. په وروستیو کلونو کې داسې انګېرنې زیاتې شوې وې چې نړۍ د امریکا او چین ترمنځ د یوې اوږدې ستراتیژیکې مقابلې پر لور روانه ده. که دواړه هېوادونه د اختلافاتو د مدیریت په برخه کې یو رغوونکی چوکاټ رامنځته کړي ، نو نړیواله فضا به تر ډېره ارامه شي او کوچني هېوادونه به د دوو متضادو بلاکونو ترمنځ د انتخاب له فشار څخه وژغورل شي.
درېیم – د چین او امریکا د اړیکو نرمښت او ښه والی به د نړیوالو بحرانونو د حل لپاره زمینه برابره کړي. اقلیمي بدلون، نړیواله ترهګري، د انرژۍ بحران، او سیمه ییزې جګړې هغه ستونزې دي چې یوازې د یوه هېواد له خوا نه شي حل کېدای. امریکا او چین د نړۍ دوه داسې قدرتونه دي چې همکاري یې کولی شي نړیوالو بحرانونو ته د حل لارې پیدا کړي.
پایله
په ټوله کې امریکا په دې پوهېدلې چې د تعرفو ، اقتصادي بندیزونو او سیاسي فشارونو له لارې نشي کولای چې د چین ورځ تر بلې اقتصادي وده محدوده کړي، په دې اساس له چین سره د اړیکو ښه کول او د تعامل نوي چوکاټ جوړول د ځان په ګټه بولي او کوښښ کوي چې له چین سره خپلې اړیکې بېرته ترمیم کړي او له ترمیم شویو اړیکو ګټه واخلي، په دې اساس ویلی شو چې چین په خپله سوله ایزه اقتصادي پالیسۍ کې چې د نړۍ د ګډ پرمختګ او ګډو ګټو د میکانیزم رامنځته کول غواړي؛ بریالی شوی دی. د همدې لپاره چین ته د امریکا د ولسمشر سفر د نړیوال سیاست لپاره یو مهم تحول بلل کېږي. نړۍ اوس د داسې پړاو په درشل کې ولاړه ده چې یا به د دوو سترو قدرتونو ترمنځ تفاهم د نړیوال ثبات لامل شي، او یا به د سیالۍ دوام نړۍ له نویو اقتصادي او امنیتي بحرانونو سره مخ کړي. همدا علت دی چې نړیوالې رسنۍ، سیاستوال، او اقتصادي بازارونه د دې سفر پایلو ته په ډېر دقت ګوري، ځکه د واشنګټن او بیجینګ اړیکې یوازې د دوو هېوادونو موضوع نه ده، بلکې د ټول نړیوال نظام د راتلونکې له برخلیک سره تړاو لري.