په ژوند کې د موخو او اهدافو د رسیدو لپاره په ځانګړي وخت او له مشخصو سرچینو څخه ګټې اخیستنې،چارو ته لوری ورکول، په وړو وړو قدمونو دلویو پروژو ویشل، د لومړیتوبونو ځانګړي کول، د چارو له پیل مخکې فکر کول د کاغذ پرمخ د چارو د ترسره کیدو د طریقې لیکلو ته پلان ویل کېږي.
ښه پلان کول تاسو ته جوته کوي چې له کوم ځای څخه پیل وکړئ او کومه لاره او طریقه خپله کړئ، څو په کم وخت، کم لګښت او د کم انساني ځواک په وسیله خپلو لویو موخو ته ورسیږئ. د چارو پلان کول تاسو ته لوری درکوي، لارښوونه کوي، د چارو په ترسره کیدو تمرکز زیاتوي، اهداف ځانګړي کوي، څو وکولای شئ سمه پریکړه وکړئ، د کار د پیل لپاره په جرائت سره حرکت وکړئ او د اصولو په مراعت کولو سره خپلو ټاکل شویو اهدافو ته ورسیږئ.
هغه کسان چې په ژوند کې پلان نه لري ژوند یې له بېلا بېلو ستونزو سره لاس او ګریوان وي او نشي کولای چې پریکړه وکړي چې د ژوند اهدافو ته د رسیدو لپاره کومه لاره وټاکي چې دا په خپله په ژوند کې د نه پرمختګ لامل کېږي.
په همدې حال کې هره هغه پروژه یا موضوع چې پرته له پلان څخه پیل شي وخت ډیر نیسي، مشخص کېږي نه چې لومړیتوب یې کوم کار لري، لګښت یې ډیر وي او مالي سرچینې یې مشخصې نه وي، ډیر امکان لري چې د بشپړیدو څخه مخکې له سقوط او رکود سره مخ شي.
پلان چارې آسانه کوي د دندو ترمنځ تقسیم راولي د هر چا کار ځانګړی کوي او هرڅوک بوخت کېږي، څو اهدافو ته د رسیدو لپاره د یوه کس پرځای لس ګونه کسان کوښښ وکړي او هغه ټاکل شوي اهداف چې د پلان له مخې وړاند وینه شوې، ورته رسیدنه ترسره شي.
پلان کول تاسو ته ډیر ستونزمن کارونه آسانه کوي او تاسو ته یې په بېلا بېلو برخو ویشي څو وکولای شئ د وړو قدمونو په اخیستلو سره ستر کارونه ترسره کړئ.
ښه پلان د کامیابۍ او بریالیتوب چانسونه ډیروي، هڅوونکې او تشویقي انرژي زیاتوي او تاسو ته لار هواروي چې په کمه موده کې د اصولو په مراعت کولو سره مثبتې پایلې ترلاسه کړئ.
پلان کول تاسو لیواله کوي چې مخکې له ترسره کیدو فکر وکړئ، خپل لومړیتوبونه معلوم کړئ، اصول او مقررات مراعت کړئ او په دقیقه توګه د چارو عملي کیدو ته مخه کړئ، ځکه په ښه پلان کې هر هغه څه مشخص وي چې د کومو چارو ترسره کیدل په کوم وخت کې مناسب دي. ښه پلان باید لاندنیو پوښتنو ته هم ځواب ووایې:
څه شی غواړو چې ترلاسه یې کړو؟
په کومه طریقه یا لار یې غواړو چې لاسته یې راوړو؟
کوم لومړیتوب باید لومړی او کوم قدم باید په کوم وخت کې واخیستل شي؟
څوک د کوم کار د ترسره کیدو لپاره مناسب دي؟
او کوم مسئولیتونه باید کومو کسانو ته وسپارل شي؟
په عموم کې پلانونه په دریو برخو ویشل کېږي:
• ستراتېژیک پلان: د سازمان یا ارګان د رهبرۍ له لوري د دریو یا پینځو کلونو لپاره جوړیږي چې د سازمان مرام او مقصد پکې د دریو کلونو، یا پینځو کلونو لپاره ټاککل کېږي، لکه د سازمان لید لوری، لوی اهداف او ماموریت؛
• تخنیکي پلان: دا پلان د سازمان د منځني یا منځ مهاله مدیریت له لوري د ستراتيژیک پلان په رڼا کې جوړیږي او خپل اهداف ټاکي چې له یوه کاله څخه نیولې تر دریو کلونو پورې خپل اهداف ترلاسه کړي. لکه د ارګان د مارکیټنګ یا د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه؛
• عملیاتي پلان: لنډ مهاله پلان دی چې د ورځنیو عملیاتو لپاره جوړیږي او معمولا شپږ میاشتنی یا یو کلن وي چې مشخص کوي چې هره ورځ د عملیاتې برخې کارکوونکي باید کومې چارې ترسره کړي او په نشتون کې باید کوم کارکوونکي وګمارل شي چې ورځنۍ چارې ټکنې نه شي. لکه ورځنی تقسیم اوقات، اونیزه یا میاشتني اهداف او ورځنۍ چارې؛
که چیرې پلان نه وي تاسو نشئ کولای مشخص کړئ چې د دې قدم له اخیستلو مقصد څه دی، ښه پلان کول تاسو ته هدف او مرام څرګندوي او تاسو ته ډاډ درکوي چې تاسو کولای شئ د دې پلان په عملي کیدو سره په لنډ وخت کې خپلو موخو ته ورسېږئ.
د ټیمې کارونو په ترسره کیدو مهم څیز همغږي ده او پلان درلودل دا همغږي زیاتوي او ټول ټیم مسئولیت پر غاړه اخلي، څو د اهدافو ترلاسه کولو لپاره خپله انرژي ونه سپموي.
پلان یو داسې چار چوکاټ دې چې د وخت ضایعات له منځه وړي، کوښښونه ډیروي، ستر کارونه کوچني کوي، مشکلات کموي او د چارو ترسره کیدونکي هڅوي چې له مالي سرچینو څخه په کره او دقیقه توګه ګټه واخلي.
د پلان درلودل کارکوونکي تشویقوي، په ځان یې باور او اعتماد زیاتوي، تجربه ترلاسه کوي، د شته تشو مخه نیول کیږي، ویاړي چې ځان د پلان یوه برخه ګڼي او د سیالۍ له لارې د ځان ځلیدا لپاره هیڅ راز هڅې او هاند څخه ډډه نه کوي.
د ښه پلان په عملي کیدو سره د چارو مدیریت ښه ترسره کېږي، انتخابونه پرتله کېږي، مدیر په آسانۍ کولای شي پریکړه وکړي او د پروژې د ترسره کولو لپاره مدیر ترټولو لنډه ښه او کم لګښته لار ټاکي، څو د پروژې موخو ته ورسیږي.
د پلان په وسیله ستاسو د پروژې اهداف مشخص کېږي او هرکارکوونکي پوهېږي چې د پروژې د ترسره کیدو هدف څه دی، په اهدافو تمرکز ډیریږي، هیڅوک په ګمراهۍ او لاره ورکیدو کې نه واقع کېږي، ځکه بیا پروژه په کره او مثبتو پایلو په ترلاسه کولو بشپړیږي.
سرچینې:
https://www.theknowledgeacademy.com/blog/what-is-planning
https://www.merriam-webster.com/dictionary/planing
https://askfilo.com/user-question-answers-smart-solutions/what-is-planing-3338353434343037