ځمکه هغه سوزی چې اور ورباندې بلیږی !
راځی دا کیسه سمه ولولۍ
دسپین سرې بوډۍ ښځې( ښځې او دهغو اسلامی حقوق) کیسه میرمن پتمنه امین
پتمنه ناخوداګاه ، بې خبره یوه عادی افغانه دکمونېزم دجنایت ، امین قصاب او ظالم ګرمه مړۍ شوه. هغې دې جنایت کاره مزدوره دوره کې ډیر ظالمانه غیر انسانی کړاونه ولیدل. خرابې شپې او ورځې ، شېبې او ګړۍ یې په ناوړه وخت کې وزغملې .پتمنه امین له خپلو بچو سره دلته بندی وه همدې مشر زندان کې وه هو !دړانده بې کفایته حکومت په امر زندانی وه
شپږ کاله ډیر ه موده ده چې هغې دلته تیر کړې
"یوه وړوکې کوټه وه او اوسپنیزه دروازه راپسې بنده وه. کله چې به کوم ضرورت و نو بیا به مو دروازه ټکوله. ورځ کې یو ساعت یا دوه ساعته به د باندې وتلو."
پتمنه امین د دوی پر وړاندې د شویو سپکاویو نکلونه کول زوی یې ببري امین را غبرګه کړه چې ورته یاد دي چې یو مهال د زندان یوه لوړپوړي چارواکي یې مور ځکه پر سر په خښته ووهله چې د کوټې کړکیو ته دخښتو د ودرولو پر وړاندې یې مقاومت کاوه."
د نجیب ګاو له واک ته رسېدو وروسته د حفیظ الله امین کورنۍ له زندانه یوه کورته ولېږدول شوه او درې کاله هلته د څار لاندې وه. افغانستان کې د مجاهدینو ,تنظیمونو ډلو ډلو بازیو د خپلمنځیو نښتو او لنډو پاچا ډوز انډوخر له امله دا کورنۍ هم لکه ډېر شمېر نورو هغو په څېر اړه شوه چې دکډوالۍ ژوند ته مخه کړي.لاړه همغه امپریالیزم ته یې پنا یوړه چې امین دوی ورته کنځلې کولې، هورا به یې ویلې
پتمنه امین بېچارګۍ د مې میاشتې پر شپږمه نېټه په ۸۶ کلنۍ عمر کې ساه ورکړه.
که افغانستان کې له سیاسي تړاوونو وراخوا واقعیتونو ته په دقت سره وګورو، نو د پتمنې امین کیسه یوازې د دې مجرده لانجه نه بلکې د هغو زرګونو کوڼدو رنډ و درد او کړاوونو نکل دی چې افغانستان کې د «نیمې پېړۍ جګړې، بې شمیره کودتاوو، یرغلونو او سیاسي غچ اخیستنو، سیالیو، ډله ایزو معامله ګریو لافو پټاکو او بن بستونو له امله د خپل عزیزانو د ویر پر ټغر کیناستې. اوس خو بالکل ګونګ دی!
پتمنه امین هېڅکله مخامخ په سیاست کې دومره دخیله او ښکېله نه وه اونه دسیاست ظرفیت یې درلود خو بیا هم لکه زرګونه نورو افغانو میرمنو او نارینه وو د سیاست په نوم قرباني شوه او د ژوند تر پایه یې له ژورو ټپونو او زجرونو کړېدله.
لکه په خپله یې چې بی بی سۍ والا ته وویل: "میړه مې سیاسي مسایل په کور کې نه یادول. زما له سیاست سره هېڅ کار نه و." داد چا ګناه وه یا نوره نړۍ کې سیاست څنګه معامله کیږی. داهغه حقیقت دی چې همدا اوس هم خلک ورباندې خبر نه دی .ګناهکار ځان نه خبروی خو طوفان کې ګله بست بې ګناه تلف کیږی . داسی دکانداری کې دکاندار خپلې ګټې په نظر کې ساتی.
پای