«یسئله من فی السموت والارض کل یوم فی شان»
یا الله
“داسمان /نونو او ځمکې / کو ټول مخلوق له همدې الله تعالی څخه سوال کوی او هغه هره ورځ په بیل شان کې وی.”
کله چې په دریاب کې په ناڅاپی توګه توپان راشی او ددریاب څپې بحرانی شی تند باد ورسره را والو ځی نو بېړۍ وان او ټول سپاره خلک په یوه خوله د یاالله O’my God ! ذات دمرستې غوښتنه کوی.
که لاروی یا کاروان په شاړو دښتو کې لاره ورکه کړی یا له ګرد باد او دوړو سره مخامخ شی نو ژر د الله تعالی څخه مرسته غواړی.
کله چې یوانسان مسلمان اویا غیر مسلمان له کوم مشکل سره لاس او ګریوان شی او ټول امکانات ور باندې وتړل شی نو بیا وا یی یا الله ، O my God په یاد کې ولری چې الله سبحان وتعالی په هر حالت کې دانسان (خپل بنده) فریاد اوری.
کله چې دزمکې سیاره له دومره خپلې ټولې پراخی سره، ښېګڼو ، عدم تشدد، انسانی کرامت، تواضع او ګذشت سره در باندې تنګه شی له غم او اندېښنو ، جنګ اوجګړو سره دې را ایسار کړی نو بیا هم یا الله ته غږ کړې اوهغه رابلې بنا برآن یو عالم متبحر وایی:
کله چې دزمانې کړکیچونو را لاندې کړم او دنجات لاره مې ورکه کړه نو نیمه شپه راپاڅیدم او خپل رب ته په زاریو شوم دهغه له رحم اوبرکته مې فزیکی او روانی سکون تر لاسه کړ او هره ورځ مې له بلې ورځې روښانه ، نیکمرغه او سمه شوه.
په حقیقت کې الله تعالی څومره ښکلی او خوږ نوم دی چې په زړه پورې سم تعبیر لری له الله تعالی پرته په دې نوم بل څوک نشته او نه سیال لری. الله تعالی زمکې ته څومره ارزښت ورکړی او زمکه دانسان په ژوند کې او همدارنګه اخروی ژوند په بقاکې ځومره اهمیت لری . دهیڅ ډول دتعبیر اوالفاظو دوس خبره نه ده .
دزمکې نړیواله ورځ پر سوله، اخوت، برابری، عدالت او مساوات تاکید کوی جنګ او جګړه دانسان نیکمرغی له منځه وړې او داشرف المخلوقات امتیاز تهدیدوی . انسان دسولې په ژوند کې له رمکې سمه ګټه اخیستلای شی .
پای