هېواد یوازې یوه جغرافیه نه ده؛ بلکې هغه ګډ کور دی، چې ټول وګړي پکې د امنیت احساس کوي، خپل هویت پکې پېژني او د ژوند د ودې لپاره پکې زمینه برابریږي. همدا ځای دی، چې وګړي پکې د قانوني او طبیعي حقونو خاوندان وي او ځانونه د یوې واحدې ټولنې برخه ګڼي. له همدې امله هېواد د وګړو لپاره د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي.
که ژور فکر وکړو، د انسان د ژوند هر مهم پړاو له یوه ټاکلي ځای سره تړلی وي؛ هماغه ځای، چې انسان پکې زېږي، لویږي، زده کړه کوي او راتلونکی جوړوي، دې ځای ته د هېواد نوم ورکول کېږي.
خو یوازې په یوه ځای کې اوسېدل د هېواد پالنې مانا نه لري؛ بلکې اصلي خبره دا ده، چې وګړی له خپل هېواد او ولس سره څه ډول چلند کوي او ځانونه څومره مسوول ګڼي.
له هېواد سره ریښتینې مینه هغه وخت څرګندیږي، چې انسان د شخصي ګټو تر څنګ؛ د ټولنې او هېواد د هوساینې فکر هم وکړي. هر وګړی، چې په هر مسلک یا موقف کې وي، کولی شي د هېواد په آبادۍ کې فعاله ونډه واخلي.
دا ونډه کېدای شي د پوهې، کار، صداقت او یا هم د مسوولانه چلند له لارې وي، د همدغو هڅو له مخې یو هېواد مخ پر ودې ځي، ملت یې پیاوړی کېږي او له هېواد سره د وګړو مینه ورځ تر بلې زیاتیږي.
که نړۍ ته وګورو، ډېری هېوادونه له موږ سره یو ځای یا لږ مخکې خپلواک شوي او استقلال یې ګټلي دی، خو نن ورځ د پرمختګ او ځان بساینې په لوري قدمونه اخلي. د دې بریا راز په دې کې نغښتې، چې هغو هېوادونو خپل هېواد ته لومړیتوب ورکړی، ملي شتمنۍ یې خوندي کړې، زده کړې ته یې ارزښت ورکړی او د علم او ټکنالوژۍ له لارې یې خپل ټولنه بدله کړې ده.
له هېواد سره مینه یوازې په شعارونو نه ثابتیږي؛ بلکې په عمل کې پیاده کول غواړي، هر وګړی باید د خپل هېواد درد احساس کړي، جګړه ونه غواړي، خدمت خپله وجداني او ایماني دنده وبولي او د خپل نظام ملاتړی واوسي، یوازې په دې توګه وطن د پرمختګ او ځان بساینې په لوري حرکت کوي.
که نن موږ ټول په رښتیني ډول له خپل هېواد سره مینه وکړو او دا مینه په عمل کې څرګنده کړو، نو ډېر ژر به د یوه پرمختللي او ودان هېواد خاوندان شو. ان شاء الله