يزيده تاچې دفرات په غاړه نه پريښودل هغه ګلان به اوس په غاړه دكوثرټوكيږي
افغانستان هغه هيواد ده چې دتيرو درې لسيزو سياسي اوپوځي پيښويې نوم دملي اونړيوالوخبري رسنيوپه سركې راوستى اوددغې مودې په بهيركې به داسې ورځ نه وي چې پدغه هيوادكې يوه زړه بوږنونكې پيښه نه وي شوې اوپه اړه يې په پدغورسنيوكې خبرونه اوليكنې نه وي خپرې شوي چې ددغوپيښوله امله زمونږ دهيواد ټوله مادي اومانيزه شتمني دسياسي داړه مارانودغلطوسياستونوقرباني شوې .
سياست كول دهرچاحق دى ، هرڅوك حق لري چې سياست وكړي خوداټول بايد دهيواد دملي ګټوپه رڼاكې ترسره شي نه داچې دخپلوشخصي ګټودلاسته راوړلولپاره خپل اولس په راز ، راز پلموداورپه بټۍ كې وريت كړي . كه سړى د نړۍ دنوروهيوادونوتاريخ ته څيرشي نووبه ويني چې هلته هم سياسيون شته اوهم سياست ، خوداسې بې سراوپښوسياست دنړۍ په هيڅ ګوټ كې چانده ليدلى هلته چې هرڅه ترسره كيږي دهيواد لوړې ګټې وركې پالل كيږي ځكه دنړۍ دګڼ شميرهيوادونوسياسي رژيمونه دعامه ټولټاكنوپه پايله كې رامنځته كيږي چې وروسته خلك دهغه رژيم دسياسي ګټوپه ساتلواوپاللوكې ځان مسئول ګڼي ، ځكه هغوى په پيل كې دخپلې ګټې اوتاوان په سنجولوسره ، په پوره ځيركۍ خپله پريكړه كړې وي .
په هرصورت ډيره به يې نه شاربواورابه شوخپل اصل مطلب ته : اوهغه داچې دروان كال دغبرګولي دمياشتې اوومه نيټه وه له راډيوڅخه مې واوريدل چې دهيواد دشمالي ولايت جوزجان په مركز شبرغان كې دپخواني ازبك جنګ سالار جنرال دوستم پلويانودنوموړي ولايت دوالي ښاغلي جمعه خان همدرد پرضد په لاريون لاس پورې كړى دراديودخبريال په ويناچې لاريون كونكي دجمعه خان همدرد له كاره دګوښه كيدو غوښتنه كوي خوشيبه وروسته ازادۍ راديوپه سيمه كې دخپل خبريال له خولې خبروركړ چې لاريون په آشوب اووروسته په بلوا بدل شو چې په پايله كې يې ګڼ شمير لاريون كونكي مړه اوياټپيان شول په رښتياچې په افغانستان اوس وژنې اوټپي كيدل دورځې دود ګرځيدلى خوهرڅه چې وي ، وي به خوزماورباندې سخت زړه بديږي ځكه چې افغانان به ترڅودسياسيونودنارواګټوښكاركيږي .
لكه څرنګه چې موپورته يادونه وكړه سياست اوسياست كول دهرچا روا حق دى اودحكومت په ګډون هيڅوك نشي كولاى چې نوركسان ددغه قانوني حق څخه بې برخې كړي خوپدې شرط چې لدغه حق څخه په سوله ايزه توګه ګټه واخيستل شي ، دنوروحقوق پكې زيانمن نشي اودهيواد لوړوګټوته پكې درناوى وشي . له پورتني حق څخه دګټې اخيستلوڅرنګوالى دافغانستان داساسي قانون (( 36 )) مادي په ډيره ښه توګه تشريح كړى اوزياتوي (( دافغانستان اتباع حق لري چې دخپلو روا اوسوله اييزو غوښتنودتامين لپاره ، له قانون سره سم ، بې له وسلې غونډې اومظاهرې وكړي )) . چې داساسي قانون دپورتنۍ مادې دحكم پربنسټ هيڅوك حق نلري له پورتني حق څخه په ګټه اخيستوسره دنوروحقوق ترپښولاندې كړي ، دهيواد لوړوملي ګټوته زيان ورسوي ، له هغه څخه دملي يووالي پرضد ګام پورته كړي چې همداټكي دهيواد داساسي قانون (( 59 )) مادې په ډيره ښه توګه واضح كړى اوداسې څرګندوي (( هيڅوك نشي كولاى په دې اساسي قانون كې له راغلو آزاديواوحقوقوڅخه په ناوړه استفاده دهيواد د خپلواكۍ ، ځمكنۍ بشپړتيا ، ملي واكمنۍ اوملي وحدت پرضد عمل وكړي )) . داخوداتباعودحقوقوپه اړه داساسي قانون حكم وه اوس پوښتنه داده چې آيا دشبرغان ښار وروستي لاريونونه دقانون دپورتنيومادوپه رڼاكې ترسره شوي اوكه څرنګه ........ ؟ . آياپه قانون كې له شته قانوني حقوقوڅخه سمه ګټه اخيستل شوې وه اوكنه ........ ؟ . آيا دغه لاريونونه دجنرال دوستم دتيروسياسي لوبوتكراروه اوكه څرنګه ........ ؟ . اوداچې دوستم داوسنۍ ملي جبهې غړى دى ، جبهه په پارلماني نظام باندې درياستي سيستم اړول ، دواليانوانتخابي كيدل له خپلوعمده موخوڅخه شميري ، آيا دغه وروستي لاريونونه به دواليانودانتخابي كيدولپاره دلارې دهواري په موخه دجبهې هڅه وي اوكه نه ....... ؟ . چې زه غواړم دخپلې ليكنې په لړكې دغه پوښتنې ځواب كړم .
1. دشبرغان ښاروروستي لاريونونه په هيڅ توګه دقانون په رڼاكې ندي ترسره شوي ځكه دافغانستان دلاريونونودقانون له مخې بايد دلاريون دډول ، موخې اوځاى په هكله (( 24 )) ساعته مخكې پوليسوته خبروركړل شي ترڅوپوليس يې په اړه وړ ګامونه پورته كړي خوله آشناراديوسره دجوزجان ولايت دوالي دوياند ښاغلي روح الله سمون له مركې څخه داسې ښكاريده چې داچاره نده ترسره شوې نوموړي زياته كړه چې دلاريون تنظيموونكودلاريون په بيګاه ، ماښام مهال يوازې (( 12 )) ساعته وړاندې پوليسوته خبروركړى وه . دسمون له خبروڅخه داسې انګيرل كيږي چې لاريون كوونكوله لومړى سره هوډكړى وه چې همداسې به كوي اونه يې غوښتل چې لاريون دقانون په رڼاكې ترسره شي اوكه يې غوښتلى نوهرومرويې بايد پوليسوته دټاكلې مودې په بهيركې خبروركړى واى ترڅوپوليسودلاريون كوونكودامنيت اودټول ګټودولتي بنسټونودساتلولپاره تيارى نيولى واى . كه لدې سره ، سره بيا پوليسوپخپله دنده كې بې پروايي كړې واى اويايې له خپل قانوني واك څخه ناوړه ګټه پورته كړې واى ، نوهغه مهال به پوليس ګرم وه ، نه لاريون كوونكي .
2. لكه څرنګه چې له كورنيواوبهرنيوخبري رسنيوڅخه واوريدل شول دلاريون كوونكوپه په ليكوكې ګڼ شميروسله وال ليدل كيدل اودلاريون له منځ څخه يې په پوليسوباندې ډزې كولې چې شبرغان ته ددولت له خوا داستول شوي پلاوي غړي اوپه ولسي جرګه كې دكندز ولايت دخلكواستازي ښاغلي معين مرستيال باجوړي هم له BBC راديوسره ديوې مركې په ترڅ كې دهغه ويديوټيپ په مټ چې دشبرغان په ښاركې دلاريون پرمهال تيارشوى وه اود جوزجان ولايت دچارواكوله خوا ، پلاوي ته ورښودل شوى وه ، دپيښې پخلى وكړ چې داپخپله داساسي قانون له (( 36 )) مادې څخه ښكاره سرغړونه ده . همدارارز خبري رسنيودنوموړي ولايت له اداري اوامنيتي چارواكو څخه په نقل خبروركړچې لاريون كوونكودهيواد دولسمشرتصوير اودافغانستان ملي بيرغ راكوز اوپرځاى يې د دوستم تصوير اود ملي بيرغ پرځاى يې دجنبش ګيلم جمي بيرغ پورته كړ . كه چيرې دوستميانودقانون په رڼآكې په سوله ايزه توګه دوالي له كاره دګوښه كيدو غوښتنه كړې واى نوداخوددوى قانوني حق دى چې ديوچاپرضد په سوله ايزه توګه لاريون وكړي چې له بده مرغه دوى په سوله ايزه توګه نه بلكه دوسلې په زور يې دښاغلي جمعه خان همدرد پرضد بلواكړې وه اوبل داچې ددوى ستونزه له ځايي ادارې سره وه نه له افغانستان سره داچې دوى دافغانستان ملي بيرغ راكوزاوه دايې له قانون څخه ښكاره سرغړونه ده ځكه ملي بيرغ نه د جمعه خان همدرد ، دى اونه هم دښاغلي كرزى . دادافغانستان بيرغ دى لدې بيرغ سره دافغانستان ملي ګټې اوملي ګټې تړلي دي . دملي بيرغ سپكاوى دافغانستان سپكاوى دى نوهرڅوك چې بيرغ ته سپكاوى وكړي ، هغه په حقيقت كې افغانستان ته سپكاوى كړى اودداډول كسانوپه وړاندې پوليس حق لري دخپلوقانوني واكونوڅخه په ګټې اخيستوسره د خپل ملي بيرغ څخه ننګه وكړي چې پدې تړاودهيواد دجزا قانون (( 218 )) ماده داسې څرګندوي (( كه څوك دافغانستان جمهوري بيرغ دسپكاوي په قصد راښكته كړي اويايې څيرې كړي ، په اوږده حبس محكوميږي )) . داچې په لاريون كې وسله وال كسان ترسترګوكيده اودخپلوموخودلاسته راوړلولپاره يې په پوليسوډزې وكړې داهم له قانون څخه سرغړاوى دى اوبله داچې دغه لاريون خوهرومرو ديوچاله خوا رهبري كيده چې په لاريون كې دوسله والو كسانورهبري به يې هم په غاړه وه چې پدې اړه دافغانستان دجزادقانون (( 213 )) ماده داسې څرګندوي (( كه څوك ديوې ډلې وسله والوجنايت كارانو رياست ياپه قسم داقساموپه هغې كې قيادت ددولتي مځكويامالونوياديوجميعت خلكودمالونودغصبولواولوټولوپه مقصد په اوږه واخلي يادهغوعسكروياامنيتي قواوو په مقابل كې مقاومت وكړي چې ددې ډلې جنايت كارانودمجرمينودتاروماركولودپاره مكلف شوي وي ، په اعدام محكوميږي . )) لكه څرنګه چې له ملي اونړيوالوانځوريزو رسنيو(( تلويزيونو )) څخه وليدل شول لاريون كوونكودجنرال دوستم تصويرونه له ځانه سره ليږدول نوجوته شوه چې په لاريون كې دوسله والوكسانوپه ګډون دټولولاريون كوونكورهبري ددوستم په غاړه وه چې دنوموړي داچاره هم له قانون څخه سرغړونه بلل كيږي اوبايد چې ترقانوني تعقيب لاندې ونيول شي ځكه دوستم يونظامي كس دى اوپوهيږي چې ددولتي واكمنۍ پروړاندې دداسې كړنو پرمهال به دپوليسودنده څه وي .... ؟ . بله داچې ددوستم پلويانوپه شبرغان كې لاريون نه بلكې دځايي دولتي حاكميت پروړاندې بلواكړې وه ځكه چې دلاريون ځانګړتياوې مودقانون په رڼاكې پورته يوپربل پسې په لنډه توګه بيان كړې نوپروړاندې يې دپوليسوغبرګون قانوني بڼه لري ، ځكه كله چې دهيواد په سهيلي سيموكې ددولت مخالفين ددولت پروړاندې وسله وال مخالفت كوي نودجنرال دوستم په ګډون ټول .............. ؟ چارواكي دهغووژل قانوني بولي اوكله خوخپله جنرال دوستم هم له هغوسره دمقابلې په موخه خپل تيارى څرګندوي . زه داوايم چې يوازې پښتانه مباح الدم ندي چې هرڅوك به يې دخپلوشيطاني اهدافودلاسته راوړلوپه موخه وينې تويوي كه چيرې له دولت سره د وسله وال مخالفت په پايله كې دهلمنديانواوكندهاريانووينې تويول روا اوقانوني وي ، نودجوزجانيانووينې هم دومره ډيرې قيمتي ندي چې دومره غوغاورباندې جوړه شي اوكه چيرې بيا دومره ارزښت ولري نودولت بايد دټولوافغانانووينوته دروناوى ولري ځكه وينه ، وينه ده له هرافغان څخه چې تويې شي هغه ددرناوي وړ ده ، ځكه قانون بايد ديوې ټولنې په ټولووګړوباندې يوشان پلى شي نه داچې له دولت سره دې دپښتون مخالفت په طالب اوالقاعده باندې تعبيريږي خودازبك اونورو ....... ؟ مخالفت دې قانوني بڼه ولري ديوې ټولنې په اتباعوباندې دقانون يوشان پلي كيدل دافغانستان داساسي قانون (( 22 )) مادې داسې څرګندكړى (( دافغانستان داتباعوترمنځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى )) .
3. كله چې سړى دجنرال دوستم كارګري ، نظامي اوسياسي تاريخ ته وګوري نوهغه ددغه خپل تاريخ په بهيركې بيلابيلې سياسي معاملي ترسره كړي دكارپه قواووكې ديوه كارګرپه توګه دوخت ددوديزې سياسې مفكوري (( ماركسيزم )) تراغيزې لاندې راغى وروسته يې دوخت په وسله وال پوځ كې دهغه وخت دتعامل مطابق دګيلم جموپه نوم د يوې ډلې قومي مليشومشري په غاړه واخيسته چې نوموړى دهغه مهال دواكمن ډاكترنجيب دسياسي اوپوځي لورينوپه پايله دومره لوړكراى شو چې آن خپل پښتانه اوپښتنې سيمې لكه (( پغمان ، ميدان ، لوګر )) يې پرې لوټ ، تالان كړې خودوستم دلستوڼي دمارپه توګه ورسره وفاونكړه اودهيواد په شمال كې د بلخ دوخت دوالي اوتنظيميه ريس جمعه اڅك پروړاندې يې په بغاوت لاس پورې كړ اوله مركزي حكومت څخه يې غوښتنه كوله چې نوموړى والي دې له دندې ګوښه كړي كله چې دوخت ولسمشر ډاكترنجيب د جمعه اڅك دګوښه كيدوپه اړه په اصولوكې له دوستم سره موافقه وكړه ، نوهغه پدې هم بسنه ونكړه اودوخت ددفاع وزير اسلم وطنجار اودكورنيوچارو ، وزير رازمحمدپكتين دګوښه كيدو غوښتنه يې هم كوله چې طبعاً دداسې يوې چارې منل دمركزي حكومت لپاره له ستونزوډك وه چې بيانوموړي په شمال كې بغاوت پيل كړ ، دډاكترنجيب دبهرنيوچارود وزير وكيل ، دخلق ګوند دپرچم څانګې دلوړپوړوچارواكو كاوياني ، مزدك په ملتيايې په جبل السراج كې دجميعت ډلې دنظامي څانګې نظارشورى له مشر، مسعود سره يې دكابل حكومت پرضد يوتړون لاسليك كړ چې په پايله كې دپورته يادوشوكسانواوډلوپه ګډوهڅوسره دنجيب حكومت راوپرځول شواو ورسره مل دروسې په لمسون دبنن سوان په مشرۍ دملګروملتونوپنځلس فقره ايز پلان هم شنډ كړاى شو . خووروسته ملت ددغوكسانويارانه وليده چې ډيروخت يې دوام ونكړ سره لدې چې دوخت دكابل ښار ولسمشر رباني به باندنيوهيوادونوته دخپل سفرپرمهال هغه خپل ځاى ناستى ټاكه اوكله خوبه يې آن دزوى خطاب ورته كاوه خووموليده چې زوى ورسره وفاونكړه اودرباني پرضد يې دهغه مهال دلومړي وزير په ګټه دارګ په ختيځ پنځه سوه مترۍ دمحمودخان دپله سيمه كې په بغاوت لاس پورې كړ اوپلارهم لاس ترزنې كښينه ناست اودخپل زوى پروړاندې يې دجهاد اعلان وكړ ، نوموړي د طالبانوپلاس دوحدت ډلې دوژل شوي هزاره مشر ، مزاري اودمشرانوجرګې داوسني مشر صبغت الله مجددي ددولت داوسني مخالف اوپخواني لومړي وزير حكمتيار په ګډون يې دهماهنګۍ شورى جوړه كړه خودغه يارانه هم په كابل باندې دطالبانوداسلامي تحريك دځواكونوپه يرغل سره له منځه لاړه . لنډه داچې دوستم په لسګونوداډول معاملې كړي اوډيرژريې بياورباندې خاورې اړولي چې لړۍ يې تردا ، دوه درې مياشتومخكې پورې راورسيده دخپل هغه پلارپه ګډون چې يووخت يې دنوموړي پرضددجهاد فتوى وركړې وه ، د خپلومخكنيودوستانواودښمنانوسره دملي جبهې په نوم يوه ډله جوړه كړه خووموليده چې بياپكې درزونه راپيداشول ، داحمدخان په نوم يوكس چې يووخت ددوستم نږدې ملګرى وه له نوموړي څخه بيل اوددوستم له جهادي پلارسره يوځاى شو چې دې كاريوځل بياددوستم اودوستميانوغوسه راوپاروله اوداحمدخان په وينادنوموړي دوژلودسيسه يې جوړه كړه ، داحمدخان څرګندونوددوستم لپاره لاره هواره كړه ترڅودجمعه خان همدرد پرضد دلاريون په پلمه دخپلومعاملواوبغاوتونوتاريخ يوځل بياتكراركړي ځكه دوستم دهيواد په شمال كې تل دهغه چا سره دښمني كوي چې نوم يې جمعه وي پروانلري كه هغه جمعه اڅك وي اوكه جمعه خان همدرد .
4. لكه څرنګه چې درانه هيوادوال خبردي چې جنرال دوستم دورستۍ ملي جبهې غړى دى اودجبهې په كړنلاره كې دوه ډيرعمده ټكي ترسترګوكيږي اوهغه داچې : يوبايد ددولت اوسنى رياستي بڼې ته په پارلماني باندې بدلون وركړي اوبل داچې دوى بايد په راتلونكي كې دواليانودانتخابي كيدولپاره لاره هواره كړي چې زماپه آند پدې سره به هيواد دفدراليزم په :ګودال كې ورټيل وهل شي . داچاره دهيواد اوسني سياسي ، نظامي اواقتصادي حالت ته په پام سره دافغان ولس لپاره ډيره خطرناكه لوبه ده . دتش په نوم ملي جبهې كړنلارې ته په كتوسره يوشميرسياسي شنوونكي پدې آند دې چې ښايي دشبرغان ښار وروستي لاريونونه د دغې جبهې يوه ګډه هڅه وي ترڅووكولاى شي لدې لارې وضعه داسې وښيي چې ګنې دانتصابي واليانوپه وجود كې په ولايتونوكې وضعه مخ په خرابيدو ده اوكه چيرې غم يې ونه خوړل شي نوژرده چې دهيواد سياسي كښتۍ به ډوبه شي يوشى چې زه يې دلته يادول اړين بولم هغه داچې ټولې سياسې تجربې ديوداسې كس په وجود كې ترسره كيږي چې سياسي پوهه ، خپل هيواد ته سياسي وفاداري ونلري نوځكه دداسې تجربوترسره كوونكي تل هڅه كوي چې له داسې څيروڅخه پخپله ګټه كارواخلي چې ښايي دجبهې غړو به هم دداسې يوې تجربې لپاره دوستم اودهغه پلرنۍ سيمه شبرغان غوره كړى وي ځكه له لاريونونوسره دجبهې دتړاو له امله وه چې د هغې وياند مصطفى كاظمي پخپل لومړني غبرګون كې وويل چې دوستم دنوموړي پرويناد ملي جبهې غړى دى اوجبهه به پدې اړه بې توپيره پاتې نشي نود كاظمي څرګندونې داثابتوي چې دشبرغان په لاريونوكې دجبهې دپاتې غړولاس هم وه يوازې كس اوسيمه يې دوستم اوشبرغان ټاكلي وه نورپلان يو وه .
كه لدې ټولوسره تيرشو اوبيرته ددوستم سياسي تاريخ ته وروګرځونودانتيجه پلاس راځي چې هغه له پښتنوسره ژوره دښمني لري سره لدې چې نوموړي له نجيب ، حكمتيار ...... او ډيروپښتنومشرانوسره لنډمهالې يارانې لرلي خوداپدې مانا نده چې ګنې هغه له پښتنوسره خواخوږي لري دپښتون دواكمنۍ څخه په ګټه اخيستوسره يې دپښتون په وينولوبې كړي . همدارنګه دطالبانودواكمنۍ دړنګيدوپرمهال دټولونړيوالومنل شووقوانينوپرترپښولاندې كولوسره دمزارپه جنګي كلا اودليلې په دښته كې دنوموړي په امر دزرګونوطالبانوبې رحمانه وژنې له پښتون قوم سره دهغه دښمني په ډاګه كړه . نوموړي طالبان ددې لپاره پدومره بې رحمۍ ووژل چې يوازې په خټه پښتانه وه كنه په ايديولوژيك لحاظ طالبانوته پښتون اوغيرپښتون يوشان وه نوهمدا لامل وه چې دطالبانودواكمنۍ پرمهال دلوګرولايت والي مولوي ضياء الرحمن مدني په خټه ازبك اودشبرغان اوسيدونكي دپوهنې وزير سيد ضيا ء الدین آغا دلوړوزده كړو وزير قاري دين محمد حنيف دبدخشان اوسيدونكي وه خولدې ټولوسره سره دوستم له پښتون توكم سره ددښمنۍ له امله دطالبانوپه وژلوسره خپله كينه څرګنده كړه . لنډه داچې هغه دهيواد په شمالي سيموكې چې يومهال يې دواك مركز وو ، دپښتون واك اوځواك نشي زغملى نوهڅه كوي دخپلوكورنيواوبهرنيوبادارانوپه لمسون اوبه خړې اوكبان پكې ونيسي . په شمال كې دجمعه دنوم سره دنوموړي حساسيت داښيي چې هغه بايد له ټولوهغوكسانوسره چې جمعه يې نوم وي ، له پښتنوسره تړاو ، ولر ي او ديو شمالي ولايت والي وي ، خپل مخالفت اوبغاوت اعلان كړي په پاى كې زه داوسني ولسمشرڅخه داهيله لرم چې دنجيب له سياسي اشتباهاتوڅخه دې پندواخلي اويوه داسې پريكړه دې وكړي چې په مټ يې دداډول نوروپيښومخه ونيول شي كه نه نوبيابه ته هم هوايي ډګرته په لاره دنوموړي دلنډغروله خوا يرغمل شې .