ځوان چاته ويل کيږي ؟ يو ښه اودنيکو اخلاقو خاوند ځوان په ټولنه کې څه مسئوليتونه لري ؟ دټولنې په سمسورتيا کې څومره رول لري ؟ يو با اخلاقه ځوان دنورو ځوانانو سره څه توپير لري ؟ اوهغه ځوانان چې په علمي اوپوهنيزه ګاڼه سبمال دي له هغو ځوانانو سره چې له دغه نعمت څخه بې برخې دي دژوندانه په لارو چاروکې څه مرسته کولاي شي ؟ داټول هغه څه دي چې په دې خپرونه کې به يې درنولوستونکو ته ډالۍ کړو اود خدای تعالى(ج) له دربارڅخه هيله من يم چې زمونږ ځوانان زمونږ دغې جنګ ځپلې ټولنې ته دخدمت مصدروګرځي اوددغې ټولنې دمثبتو بدلونونو په لور ديوالي په رڼا کې ګام اوچت کړي تر ټولو ښه ځوان هغه چاته ويل کيږي چې له جسمي اوفکري لحاظه روغ او دښو اخلاقو خاوند وي او په ټولنه کې لويانو اوکوچنيانو ته داخلاقو يوه نمونه وي نو ځوان دټولنې هغه غړي دى چې په يوه ټولنه يا يوه هيواد کې دزياتو مسئوليتونو اوچتونكى اوډير مسئوليتونه يي په غاړه وي ځوان هغه څوک دى چې په کورنيو كې مهمه ونډه لري دکورنيو دستونزو دلارو چارو په حل کولو کې مهم رول لوبولی شي لکه څرنګه چې زمونږ په هيواد کې درې لسيزو جګړو خلک او کورنۍ له ډيرو ستونزو سره مخ کړيدي . کورنۍ له ډول ډول ستونزوسره لاس اوګريوان دي کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي بې علمي بې حده لوړ اوج ته رسيدلې ده دديو ټولو ستونزو يوازينى لامل جګړه ده . جګړې زمونږ دټولنې دهر ډول پرمختګ مخه نيولې ده زمونږه معارف يې بلکل له منځه وړى ده دهيواد اقتصاد دسيمې دنورو هيوادونو پر پرتله ډير فرق لري . ډير په ټيټه کچه کې ځاى لري داټولې هغه ستونزې دي چې زمونږ هيواد اوټولنه ورسره لاس اوګريوان ده خو ځوانان هغه څوک دي چې ددغو ستونز و دله مينځه وړلو په لارو چارو کې مهم رول لري ځوانان کولې شي ددغو ټولو ستونزو مخنيوی وکړي .ولې داخبر هم بايد له پامه ونه غورځول شي چې زمونږ ځوانان له ډيرو ستونزو سره مخ دي بيکاري په ملک کې بې اندازي زياته ده ځوانان پر مخدره موادو باندې روږدي دي اساسي علت يې په ملک کې بيکاري ده زمونږ په ملک کې دبيکارۍ له امله ځوانان بهرنيو ګاونډيو هيوادونو ته ځي اوهلته بيا له ډول ډول ستونزو سره مخ کيږي . غټ اپت يې پرمخدره موادو روږدي کيدل دي چې دغه اپت زمونږ هيواد ته له ګاونډیو هيوادو راانتقال شويدي اود مخنيوي لپاره يې حکومت هيڅ نه دي کړي . په پاى کې دپوهې اووړتيا لرونکو ځوانانو څخه داهيله لرو چې په مخدره موادو روږدو ځوانانو سره بايد څه ډول همکاري وکړي .