كه د طلوع تلويزيون د خپل سريو مخه ونه نيول شي ژر ده چې د بې امنيو په شمول به د ډيرو نورو ستونزو لارې زموږ د هيواد په لور پرانستل شي!؟
كله چې د ۱۳۸۳ كال د تلې په اتلسمه نيټه د طلوع تلويزيون په لومړنيو خپرونو پيل وكړ دا د هيواد د مطبوعاتو په ډګر كې خپلواك خو د بهرنيو په ملاتړ دريم تلويزيوني چينل وؤ، دا هغه ورځ وه چې پدې ورځ د افغان ملت دښمنانو خپله د ښكيلاك او زبيښاك يوه بله خوپه غير مستقيم ډول لړۍ پيل كړه ځكه ددې ملت دښمنان په دې پوئ شوي ؤ چې افغانان په مخامخ جګړه كې ماتي نه خوري نو ځكه يې د كلتوري ښكيلاك تورې ته لاس واچاوه.
طلوع تلويزيون چې ورځ په ورځ د خلكو كركه ورسره زياتيږي نه هم سپيڅلو ديني ارزښتونو ته غاړه ږدي اونه هم ددې هيواد تاريخ ،ثقافت ،ناقذوقوانينو او ......ته درناوى لري .
د قوانينو تر پښو لاندې كول:
طلوع تلويزيون دخپلوخپرونودپيل له ورځې څخه تر اوسه تل هڅه كړې چې هيواد نافذ قوانين تر پښو لاندې كړي،داساسي قانون هغه مادې چې زموږ داسلامي او ملي هويت ښكارندوئ دي سترګې پرې پټوي لكه د آذان نه پريښودل دمذهبي ورځو په ترڅ كې دمبتذلو فلمونو اوخپرونو خپرول دي په ټوليز ډول كه ووايو طلوع د هيواد داساسي قانون په لومړۍ څلورمه او شپاړسمه مادو باندې په ښكاره ډول پښې ږدي چې د ميلاد النبي (ص) په ورځو كې د مبتذلو فلمونو اوسندرو خپرول ، دملي ، اداري او علمي مصطلحاتو نه مراعاتول ، يې ښكاره بيلګې دي .
دملي شخصيتونو توهينول:
دې تلويزيون تل هڅه كړي د هيواد يو شمير ملي او د نفوذ وړ شخصيتونه توهين او تحقير كړي تر څو خلكو ته يې سپك غير معقول او بې كفايته ور وپيژني چې د ګفتمان په پروګرام كې يې د ځينو ملي شخصيتونو ته ديوشمير متعصبو كسانو له خوا ورته اشر كول او د زنګ خطر په پروګرام كې هغو پټو صحنو خپرول چې اصلا د ژورناليزم له اصولو سره سر نه خوري .
دناوړو كلتورونو تپل:
پدې كې طلوع تر ټول څخه جګ لاس لري ، پدې كې شك نشته چې موږ ته عالي كلتوري ارزښتونه په ميراث پاتې دي ، خوداهم كيداى شي چې كله ناكله ځينې كلتوري ارزښتونه يو له بل څخه اغيزمن شي او مثبت اړخونه يوله بل څخه واخلي خو دا پدې مانا نه چې موږ خپل كلتوري ارزښتونه له لاسه پرې وركړواوپر ځاى يې مبتذل اړخونه جذب كړو دوى پدې هڅه كې دي چې هرڅه چې د دوى په ژبه ترسره كيږي بايد دوى هم د هغوى پيښې وكړي ځكه چې دوى ته يواځې او يواځې پاړسي ژبه ارزښت لري اوبس .چې ښكاره بيلګې يې په تاجكستان كې د بوى جوى موليان په ايران كې د دماوند په اروپا كې مسافر از دور دست ها په نومونو د خپرونوخپرول دي چې كه چيرې دغه خپرونې د ارزښت وړ واى نو ايرانيانو به هم د خپل هيواد په تلويزيوني چينلونو كې تر ټولو لومړى خپرې كړې واى .
دعامه زهنيت خرابول او امنيتې ستونزې:
طلوع دخپلو سر غړونو په ترڅ كې هغه ډرامې او سريالونه خپروي كوم چې دباطلو اديانو بوى ورڅخه راځي په هغو سريالونو كې چې د بوديزم او هندويزم او............. عبادات ډير كيږي هغه ډير خپروي ترڅو خلك ښه ورسره آشنا كړي چې پدې كې د ځينو خلكو عقايدو ته زيان رسيږي او بي لاريوته هڅول كيږي ، پدې ورستيو كې كله چې دلوى څارنوال ښاغلي ثابت او طلوع ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه داځل طلوع له خپلې بدمعاشۍ څخه نور هم كار واخيسته له پوليسوسره مقاومت وكړ، پداسې حال كې چې له پوليسو سره مقاومت كول په خپله جرم ګڼل كيږي هغه هم په هغه وخت كې چې پوليسو ته د توقيف امر ور كړل شوى وي ،چې له هغې نه وروسته د طلوع په ضد لاريونونو وښودله چې طلوع نور د زغم وړ نه ده او بايد په خپلو خپرونو كې له سره غور وكړي اوكه نه نو و دي تړل شي خو لدې سره سره د طلوع مقاومت داسې ؤ چې هيڅ ارزښتونو ته درناوى نلري خو دوى دا هم هير كړي چې افغانان به ډير څه وزغمي خو د دوى په دين او وطن باندې تيرى نه شي زغملاى ځكه چې كه ډير وړاندې لاړ نه شو په شلمه پيړۍ كې د وخت شوروي اتحاد له كمونيزم سره نورې مادي او معنوي ډالۍ هم له ځانه سره راوړې وې خو افغانانو لدې سره سره هم و نه شول زغملاى كمونيزم يې په دې هيواد كې په ګونډو كړ ، دنړۍ سياسي نقشې ته يې تغير وركړ او........! چارواكي بايد د داسې فساد مخه ونيسي تر څو په ناسور وانه وړي او داسې نه شي چې يو ځل بيا د يوه ناورين شاهدان و اوسو .