روژه مبارکه میاشت د نېکو اعمالو او ښو اخلاقو لپاره ځانګړی فرصت دی. په دې میاشت کې نېک عملونه، صدقې، خیر، ښېګڼه او له اړمنو کورنیو سره مرستې وشي، چې په دې کړنو سره مسلمانانو ته دنیوي او اخروي اجرونه ورکول کېږي. دغه اعمال نه یوازې د یوه شخص په ګټه تمامیږي؛ بلکې د خلکو تر منځ د مینې، ورورګلوۍ او همکارۍ فضا هم پراخوي.
مسلمانان په دې میاشت کې زیاتره خپل وخت د عبادت، د قرآنکریم تلاوت، ذکر او دعاګانو لپاره ځانګړی کوي، دغه عبادتونه د نورو میاشتو په پرتله ځانګړي اجرونه او ثوابونه لري.
روژه مبارکه میاشت مسلمانانو ته دا فرصت برابروي، چې له خپلو ورځنیو کارونو، خپګان او فشارونو څخه لږ واټن واخلي او د ذهن آرامتیا تجربه کړي. همدا رنګه؛ ذکر، دعا او د قرآنکریم تلاوت په کولو سره ذهن آرام او فکري وضعیت ښه کیږي.
له بېوزلو او اړمنو وګړو سره مرسته یوازې د روژې مبارکه میاشت کې نه؛ بلکې په نورو عادي میاشتو کې ترسره کول د صله رحمۍ څرګنده نښه ده؛ خو دغه کړنې د روژې په میاشت کې ډېر زیات ثوابونه لري، چې موږ باید د بیوزلو له حال او احواله خبر واوسو.
کله چې یو شخص د خپل مال یوه کمه اندازه د بیوزلو او اړمنو خلکو لپاره ځانګړې کړي او د هغوی په واک کې ورکړي. نو یادو کورنیو ته به یې لویه خوشحالي ور په برخه کړې وي او په دې کړنې سره به هغه شخص د الله تعالی رضامندي ترلاسه کړي.
له بېوزلو سره مرسته، عبادت، دعا او د ښو اخلاقو مراعات د دې میاشتې اصلي ارزښتونه دي، چې د مسلمانانو لپاره په دنیا او آخرت کې د برکتونو سبب ګرځي.
د روژې میاشت د ښو اخلاقو او د ځان جوړونې یوه ځانګړې موقع ده، هر مسلمان باید خپل چلند ته بدلون ورکړي، له غیبت، درواغو، سپکاوي او ناروا خبرو څخه ډډه وکړي او له خلکو سره د ښه سلوک او رویې کولو هڅې زیاتې کړي.
په پای کې د روژې هره شېبه په اخلاص سره تیرول د انسان د روح او اخلاقو لپاره لویه پانګه ده. د دې مبارکې میاشتې په برکت، مسلمانان د خپل ژوند په ورځنیو چارو کې برکت او سکون تجربه کوي او د آخرت لپاره د نېکو عملونو لویه زیرمه جوړوي. الله پاک دې موږ ټولو ته دا توفیق راکړي، چې د دې برکتي میاشتې له مزایاوو او ګټو څخه په بشپړه توګه برخمن شو.