!
«ان الله علیم بما یفعلون »
سور ه یونس۳۶ ایه
اړیکې : دعمران خبره:
دبردګی اوغلامی کړیو ماتېدل، داسلام اباد جشن اوخوشالۍ، دامارت بیا راتللو ستاینه، ددیورند کرښه، PTT،کډ والو مسئله او نور …………زه فکر کوم دا ډیر لویه څړنیزه پېچلی معضله ده چې په دې لنډو لیکنو کې نه رالنډیږی ځکه دبن لادن په سر موږ ټول افغانستان ته یو ځل په نا اګاهانه توګه ګوګړ وواهه او دلرګیو په څېر مو له منځه یوړ لاړ خاورې ایرې موکړ.
د ربانی وخت کې چند ګانه وپنجګانه چیغې وهل کېدې بیا دبن ککړه معاهده کې دشوروای نظار ګلم جمانو او «کر»معامله شوه …… ورپسې ددوحې سازش اوهوسانهکې « دملا برادر اوزذړه خلیل» پروژه شوه.
…..وزیر مو په واشنطن کې ترجمان او تکسیوان شو اونداف مو په آرګ افغانستان کې کوټوال !
اوس زرګرې جنګ او جګړه ……اسلام اباد تل داډول ککړې لوبې کړې وایی ږیره دما واک یې دملا!
ابالا…. له صالح محمد چې په «ملاملنګ»مشهور دی دملا یعقوب او ای اس ای پوښتنه وکًړۍ.
دغه واک د ای اس ای لخوا دهر رژیم په وړاندې عملی شوی . هر رژیم چې راغلی بیرته په خپله دپاکستان لخوا له منځه تللی.
هغوی چې نن بیا هم په ایکس کې ځان ښودنه کوی وطن دوست او ملی شخصیت را ښیې او خواخوږی کوی ! ملت هغه ښه پېژنی داسمه ده چې پاکستان دلته داوو تنظیمونو کوربه وه خو پاکستان په مهارت سره ډیر ملی کسان ووژل ، جهادیان یې بدل کړل کابل یې ور باندې تباه کړ دبن لادن معامله کې افغانستان ړنګ کړ. مربی داری مربا بخور!
دپاکستان او افغانستان توپیر په مصنوعی لیکنو کې مقدمو ، یوتیوبی اوفسبوکی هیاهو کې ، جعلی ګواښونو قطر او استانبول کې نه خلاصه کیږی دغه دواړه ملکونه لاهم په سیاسی لحاظډیر مشترکات لری او همدارنګه یو شمیر ستر توپیرونه هم لری پاکستان دانګریزانو پروژه ده.اسلام آباد په لنډه او بوچه کې :
الف-دپاکستان خپلې کورنۍ ستونزې
ب- دپاکستان او افغانستان اړیکې او تیرو تعاملونو پس منظر
ج-دسیمې او فرا منطقې جیو پالتیکس
د-افغانستان منځنۍ اسیااو نړیوالو اړیکی
بنابران داڅلور فکتوره په بحث کې داهمیت وړ دی چې په دقیق ډول وڅېړل شی
افغانستان باندې دپاکستان هوایی بمباردمان ، ګواښونه ، چیغې اونارې او پوځی یرغل ډیر سپک، ماشومانه او له شرمه ډک ښکاری چې له سالمې محاسبې وتلی کار دی.پاکستان بې ادبی کړې ده دې بنجا ره اوزرګری جګړه او لوبه کې له افغانستان سره دنړیوالو اصولو خلاف غیر اسلامی کړنه ده .
پاکستان پر یوه داسې ستړی او ستومانه تاریخی ولس یرغل کړی، چې دخپل تاریخ په اوږدو کې یې هېڅ ډول استعمار ،استعباد ، زورور او مغرور فرعون ځواک ته غاړه نه ده ایښې دا ټولې نړۍ ته روښانه خبره ده!.
دا په داسې حال کې ده چې افغانانو د خپل شرف،ننګ ، عزت او حیثیت له مخې پر پاکستان حتی هغه وخت هم تیری نه دی کړی چې په تنګ اوًمجبور حالت کې کډوال وو، او تل یې ورسره د مسئلو ،پېښو او مراواداتو د سوله ایز حل لار ې نېولې او پاللې دی.
په حقیقت کې لکه مخکې چې ما وویل پاکستان دانګریز له خوا یوه استعماری پروژه کړې اډه بلل کیږی او دیوه هېواد امتیاز نه لری د افغانستان او هند په خاورو د ناچله رسوا اوسفاک کمونیزم پر خلاف د یوه اپور تو نیست، پرازېت استخباراتي سنګر په توګه جوړ شوی وو، چې نور یې هغه امتیاز ته اړتیا نه لیدل کیږی پاکستان لکه موږک په داسې دام کې او دامونو کې نښتی دی، چې ډېر ستر استعمارګر ځواکونه هم ترې روغ نه دي وتلي.
که څه هم ځینو لویو ځواکونو ورته پوځ جوړ کړی او په وسلو یې هم پوره سمبال کړی دی، لافې پټاکې هم کوی خو په تېرو اوه لسیزو کې یې تقریباً ټولې جګړې بایللې دي. که د پاکستان د قوت کوم ټکی وو، هغه د پوځ شتون نه، بلکې لاندې عوامل وه:
داسلام نوم پاکستان دخپلو شومو اهدافو لپاره کارولی او د اسلام د سپېڅلي دین څخه یې تل په ګټه اخیسنتلو سره په کذب ، چل ، فرېب او دوه مختوب سره«لا اله الا الله»، او (ایمان، تقوا، جهاد فی سبیل الله) شعارونه ورکړی دی د افغانستان او هند پر ضد د چریکي ډلو روزل او ملاتړیې کړی دی .
اوس دغه دواړه وسیلې او پلمې د پاکستان له لاسه وتلي دی د اسلام، جهاد، تقوا او «لا اله الا الله» شعارونه له اسلام آباده کابل ته تللي دي.
افغانان : پښتانه، تاجکان،هزاره، ازبک، پشه یي /شاړی ،نورستاني، ایماق، ګوجر ،براهوي، بلوڅ، ترکمن، سادات، او نور کثیر القومی ورونه او هلته برپښتانه، بلوڅان، سندیان او نور قومونه د پاکستان په دوهګوني جعلی سیاست او دوه مخی ناکامه دېپلو ماسی ، چټله لوبه پوه شوي دي.
پاکستان دپخوانی اتحاد شوروي ( سفاک)تجاوز پر خلاف د افغانانو د مقاومت پر مهال د افغانانو له مجبوریت څخه هم چونګی او ګټه اخیستې ده.
افغانستان دپاکستان لپاره لنګه غوا وه له یوې خوا یې افغان مهاجرینو او مجاهدینو ته د لوېدیځو او عربي هېوادونو د مرستو لویه برخه یې ځان ته ځانګړې کوله،دلوبې کشمش ددوی په لاس کې وه او له بلې خوا یې افغانان، سره له دې چې د سولې سمه موقع اوفرصتونه او امکانات موجود وو، له روغې جوړې راګرځول او بې برخې کړل .
اوس د سیمې د قواوو په potential کې د تواز ن په کچه دپاکستان په زیان ژور بدلونونه رامنځ ته شوي دي:
هند وان په اقتصادي او پوځی برخو کې تر پاکستان تر یوه حده پر مخ تللی هېواد دی.
سره له دې چې مودی یوسپک رهبر دی اوس په دې ګړ بړ کې د چین، روسیې او ایران پر ضد د تخریبي کړنو په تنظیم او ملاتړ سره، د دغو هیوادونو په وړاندې د پاکستان سیاسی، سیمه ایزه او نړیوال باور ډېر زیانمن شوی دی.
له امریکا او نړیوال ائتلاف سره د دوهګونی سیاست په کولو یې د هغوی په وړاندې یې اعتبار هم تر ډېره حده کته راغلی دي.
تر ټولو مهمه دا ده چې د هېواد دننه ولس یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ او له نظامه ناراضي دی:
بلوڅ خپلواکي غوښتونکي ورځ تر بلې پیاوړي کېږي.
د ټي ټي پي بریدونه زیات شوي، او هدفونه یې په سېمه کې ستراتیژیکه بڼه غوره کړې ده.
په سند او نورو سیمو کې هم ژوره سیاسي نارضایتي رامنځ ته شوې ده.
د پاکستان د دفاعي قوت سیمي، کشمیر او ډیورند کرښه وې؛ د کشمیر ستراتیژیکې سیمې اوس رسما د هند تر ادارې لاندې دی او ډیورند کرښه تر ډېره حده د پاکستاني پوځ پر خلاف د بریدونو په مرکزبدله شوې ده.
د ولس د نارضایتۍ تر څنګ (چې تر ټولو مهم فکټور دی)، پاکستان ته د چریکي مقاومت په وړاندې دریدل، له امکانه بهر دي. چریکي مقاومتونه د تاریخ په اوږدو کې د سترو پوځونو د ستړیا، ماتې او شاتګ سبب شوي دي:ه