حقیقت دادی چې هر انسان باید په دې دنیا کې ارام او هوسا ژوند وکړي او هر هیواد هڅه کوې چې دخپلو وګړو له پاره د سکون او ارام فضا رامنځته کړې ، خو متاسفانه چې امریکا د بشري حقونو تر عنوان لاندي بیا هر ځای د بشر حقونه ماتوې او دخپلو موخو د ترلاسه کیدو د پاره هیڅ انسانې اصل ته ژمنه نه پاتې کیږي .
امریکا له یوې خوا ځان د دیموکراسۍ او جمهوریت بادار بولې له بلې خوا شپه او ورځ په دې تالاش کې ده چې پر نورو هیوادونو خپله بادارې څنګه تحمیل کړې په دې لار کې له هرې ممکنې وسیلې کار اخلي .
هر هیواد کې چې دامریکا سفارت دی په حقیقت کې سفارت نه بلکې د شرارت او ورانکارۍ مرکزونه دي دوی د هیوادونو اقتصادي او سیاسي خپلواکي نشي زغملای او تل یې کوشش دادی چې ملتونه او حکومتونه څنګه نا ارامه. کړې .
په منځنۍ اسیا کې یې زیات تالاش دادی چې روسي ته درد سر جوړ کړې په دې برخه کې له هیڅ شرارت څخه دریغ نکوې ان په دې لټه کې ده چې د مرکزي اسیا هیوادونو او د روسي ترمنځ دباور فضا څنګه خرابه کړې .
د روسي او چین د اقتصادي پرمختګ مخه څنګه ډب کړې او څه ډول ورته مشکلات ایجاد کړي ، خوشبختانه چې اوس د حکومتونو ترڅنګ عام خلک هم په دې پوه شوې دي چې امریکا له انسانیت او پرمختګ سره دوښمنې لري او نه غواړي چې انسانان په ارامه ژوند وکړي .
هر هوښیار او د سالم عقل خاوند له امریکا ځان ساتي او څوک چې ورته ورنزدې شوې دي بیا یې ښه ورځ نده لیدلې د امریکا په قاموس کې وفا او دوستي نشته بس شرارت او جګړه ددوی د فرهنک یوه برخه کرځیدلې ده .
د امریکا د شرارت بیلکې زیاتې دي خو په ۲۰۰۱/۲۰۰۵ کلونو کې په قرغزستان او ازبکستان کې ددوی نظامې حضور د یادو هیوادنو په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه کوله او تالاش یې داو چې له دې سیمې نورو هیوادونه څنګه نارامه کړې څنګه د مرکزي اسیا طبیعې زیرمې کنترول او په خپل تصرف کې راولي همغه و چې د قرغزستان د وخت حاکم د امریکاي حضور سره مخالفت وکړ او هغوي له خپل هیواده وویستل .
دغه راز په دې وروستیو کې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف په وینزویلا کې ددغه هیواد ولسمشر ونیوه او امریکا ته یې انتقال کړ ځکه چې د وینزولا ولسمشر امریکا ته د تیلو په برخه کې دباج له ورکولو سره مخالفت کړی و او دا کار یې د خپل هیواد د ملي ګټو خلاف باله .
د وخت په تیریدو سره اوس دنیا د امریکا په شرارت پوه ده او لري نده چې د امریکا غرور به مات او اقتصادي زوال به یې شروع شي .
د منځني اسیا هیوادونو ته پکارده چې په خپلو سبمو کې هیڅ امریکای پروژو ته اجازت ورنکړي او په خپلو کې متحد اوسي تاریخ ثابته کړې ده چې روسیه د سختې ورځ ملګری دی او له هر لحاظه پرې باور کیدای شي ، روسان د خپل ځان له پرمختک سره د نورو دپاره هم پرمختګ او ښه ژوند غواړي .
که حکومتونه غواړي چې پرمختګ وکړي نو بهتره ده چې د امریکا له دوستي ځانونه وساتي امریکا د بشر دوستي او ترقۍ تر عنوان لاندي هیوادونه تر خپل کنترول لاندي راولي او بیا یې په یوه بد حالت کې خوشي کوي چې ښه مثال یې افغانستان او عراق کیدای شي .
صافی