دهغه انجينر چې په دولتي چوكاټ كې يې دنده سرته رسوله او هغه ملازم چې په شخصي انجوګانو يا خارجي موسسو كې يې دنده پرمخ بېوله د تنخوا ترمنځ يو په درې واره توپير دمعاشونو ترمنځ دپراخ واټن نا انډولي رامنځ ته كړه ، دمعاشونو دغه نا انډولي په افغانستان كې داداري درغليو د پليت بوټي ودې ته د اوبو او سرې په ډول اغېزمنه تمامه شوه ، داداري درغليو كچه دې حد ته ورسېده ، چې دافغانستان په هېڅ دوره كې يې سارى نه شو ليدلى .
چې نړيوال هم اوس د پلمې په توګه همد ې تور داغ ته نغوته كوي ، او د نړيوالې ټولنې د مرستو ددوام دلارې خنډ يې ګڼي ، او دننه د افغانستان په خلكو كې هم داسې تصور شته چې دطالبانو دليكو پياوړتيا داداري فساد دكچې له لوړېدو څخه انګيري .
سيمه ييز چارواكي چې ډېرى يې دمصلحتونو پر بنسټ ټاكل شوي دي او له اوله په بې لاريو او خپل سريو بلد دي _ داسې گډوډي ړانده ته د دوو سترګو په توګه ورته ايسي _ او س رشوت دقانون ديوې برخې په توګه په ولس تطبيقوي ، دتېر په څېر يې په سلو پردو كې پټ نه بلكې په جګو سترګو او په ښكاره غواړي .
كله چې دافغانستان دولسي جرګې استازي داجلاس په لومړيو رخصتيو كې پدې سلا شول چې لرې پرتو سيمو ته به ځي او په هېواد كې به دبد امنيو لامل پيدا كو ي ، نو دراتګ څخه وروسته يې كله چې له خپلو سيمو څخه راپورونه راوړل نيژد ې ټو ل پدې عقيده وو ، چې دافغانستان بد امني له اداري درغليو او د ولس سره دنااهله چارواكو دناسم چلند زېږنده ده .
پورتنۍ سروې ته په كتنې سره چې خپله ددولت ديو مستقل ركن له خوا ترسره شوې ده ، سړى دا ويلى شي چې افغانستان ته د راروانې هرې بدمرغۍ لامل اداري فساد اود اداري فساد لامل دمعاشونو نا انډولي او په ولس باندې د نا اهله چارواكو حكم روايي ده .
او داسې مالوميږي چې مفسدو چارواكو اوس ددولت په لوړو پوړيو كې هم خپلې ريښې او غځولې دي .
دافغانستان لوى څارنوال ښاغلي ثابت كله چې دافغانستان له ولسي جرګې څخه درايو دلاسته راوړلوپه موخه دولسي جرګې دغړو په وړاندې له درغليو سره دجهاد اعلان وكړ ، او دافغانستان خلكو ته يې وعده وركړه چې داداري درغليو په وړاندې به بې رحمه مبارزه كو ي ، تر ا وسه يې كړنې دټول ملت دتائيد وړ دي ، ده په هغو سفرونو كې چې ولاياتو ته يې درلودل ګڼ شمېر چارواكي ددرغليو په تور ګوښه اويا يې دعدالت منګولو ته سپارلي دي ،خو كله كله داسې ګونګوسې اورېدل كيږ ي چې د ښآغلي ثابت دكړنو په مخ كې ځينې لوړ پوړي چارواكي خنډ كيږي او د لوى څارنوال سره د همكارۍ پر ځاى دهغه د اقداماتو مخه نيسي . دهېواد په ادارو كې درغلي يوازې په يوه كس يوه ولايت او يوه زون پورې اړه نلري اوسنى اداري فساد دافغانستان ټولو وګړو فرد فرد ته زيان رسوي ، نو له همدې امله يې په وړاندې درېدل او مبارزه له ولسمشر نه نيولې تر ملازم او له ملي تجارو نيولې تر عادي خټګر پورې مسووليت دى بايد چې دښاغلي ثابت تر څنګ ودريږي او په هېواد كې دسالمې ادارې په رامنځ ته كولو سره خپل تاريخي مسووليت له غاړې واړوي .
او ښاغلي ثابت ته هم بايده دي چې د ادارې دپاكولو لپاره تر هرڅه لومړى ولس ته مخه كړي ځكه چې داداري فساد قرباني چارواكي نه بلكې عادي وګړي دي .