حضرت رسول اكرم (ص) خپل تره حضرت عباس (رض) ته د صلوة تسبيح په هكله فرمايلي چې  په ورځ يوه ورځ كې يې اداءكړه كه يې نشي كولاى په اونۍ كې يې يو ځل ،كه نه په مياشت كې يو ځل ، كه نه نو په كال كې يو ځل او داسې نه شي كولاى نو په ټول عمر كې يې بايد يو ځل اداء كړي .

نو څرنګه چې نن د روژې دمباركې مياشتې ۲۷ شپه ده احتمال لري چې د قدر شپه هم وي ، نو كه څوك وكړئ شي چې نوموړى لمونځ اداء كړي نو الله (ج) به ورته ګناهونه وبښي .

په صلوة تسبيح كې لاندې تسبيحات په لاندې ډول لوستل كيږي :

(سبحان الله والحمدلله  ولااله الا الله والله اكبر)

۱- له تكبير تحريمه څخه وروسته ۱۵ ځلې

۲- د فاتحې د سورت او ورسره بل سورت يا آيتونو د تلاوت څخه وروسته او له ركوع څخه مخكې ۱۰ ځلې

۳- په ركوع كې د (سبحان ربى العظيم ) څخه ورسته ۱۰ ځلې

۴- له (ربنالك الحمد) څخه وروسته ۱۰ ځلې

۵- په سجده كې د(سبحان ربى الاعلى) څخه وروسته ۱۰ ځلې

۶- د دوو سجدو په منځ كې ۱۰ ځلې

۷- په دويمه سجده كې هم د (سبحان ربى الاعلى) څخه وروسته ۱۰ ځلې

۸- په دويم ركعت كې د فاتحې د سورت د تلاوت څخه مخكې ۱۵ ځلې

۹- بيا هم د فاتحې سورت او د بل سورت يا آيتونو د تلاوت څخه وروسته او د ركوع څخه مخكې ۱۰ ځلې په عين