دريځ : ځه ځه وروره تا څه خد مت وكړ چې زوى به دې وكړي ؟
طلوع تلويزيون ۸ – ۱۱ – ۱۳۸۵ : د ولسي جرګې غړو د مولوي محمد اسلام محمدي وژنه د رايو په اكثريت سره وغندله .
دريځ : هو هو! يعنې د ولسي جرګې غړي د يوې وژنې په غندلو كې هم توافق ته نه رسيږي .
ملي اصلاح : په افغانستان كې د ايډيالوژيو سيالي ، ګټونكي څوك دي ؟
دريځ : وروره داچې څوك به يې وګټي داخو به تاريخ ته پريږدو، خو يوه موضوع چې له وړاندې څرګنده ده هغه داچې چا چې يو ځلې ميدان بايللى وي بيا يې نه شي ګټلاى !
د آزادۍ راډيو: د امريكې متحده ايالاتو دافغانستان له ملي اردو سره دنظامي وسايلو او وسلو مرسته وكړه .
دريځ : اوويشت كاله وړاندې د وخت شورويانو هم د افغانستان له اردو سره دا ډول مرستې (؟) كړې وې خو هغوي افغانستان پرې وران كړ نه پوهيږو چې داځلې به څه وشي ؟
آشنا راډيو: دافغانستان ولسي جرګې د كورنۍ جګرې لاس لرونكي له محاكمې څخه معاف كړل .
دريځ : ريښتا وايي هغوى خو څه جرم نه دى كړى يوازې يونيم ميليون افغانان يې شهيدان كړي افغانستان يې وران كړى ، پنځه ميليونه افغانان يې مهاجرت ته اړ كړ ي،د څوكۍ لپاره يې دوه شپيته زره كابليان وژلي او په سرو نوكې يې ميخونه ټكوهلي . نو دومره وړوكى جرم خو بايد وبښل شي .؟ هسې هم دا ويده ملت د عدالت لياقت نلري؟ خو په ياد ولرئ چې د آخرت دورځې محاكمه راتلونكې ده .
لمر تلويزيون : نجيب روشن :- من از وزير صاحب فرهنګ وجوانان نمې ترسم بلكه از فرهنګ وزير صاحب ترسيدم .
دريځ : وروره په تياره كې هر څوك ويريږي څوك حال وائي او څوك يې نه وائي .
بى بى سى راډيو : د فلسطين د مخالفو ډلو مشران په سعودي عربستان كې دسولې لپاره خبرې اترې كوي .
دريځ : څوكاله وړاندې دافغانستان د تنظيمونو رهبرانو هم په مكه مكرمه كې سوګند ياد كړى وه چې بيا به په خپلوكې جګړې نه كوو خو چې له هغه ځايه راغلل ټوله نړۍ يې په ځان پورې وخندوله خداى (ج)دي وكړي چې الفتح او حماس زموږ له رهبرانو عبرت اخيستى وي .
طلوع تلويزيون: ۱۹ – ۱۱ – ۱۳۸۵ :- د كابل د امنيې قوماندان ښاغلى دولت زى وائي ( دوه زره كسان د پوليسو په ليكو كې ننوتي او له خپل وظيفوي موقف څخه ګټه اخلي غلاوي كوي او خلك تښتوي .
دريځ : دولت زى صيب دا خو ولس د سر په سترګو ويني خوستا دې كور ودان وي چې د يو مسوول په توګه دي داخبره له ملت څخه پټه نه كړه .
افغان ملت : د ګوندونو واټ دي جوړ شي .
دريځ : ورونو ددې لپاره چې په دې واټ كې د ترافيكي پيښو مخه ونيول شي يو څو ترافيكانو ته هم اړتيا شته.
دميدان ځونان : د پيل دخبرو پر ځاى .
دريځ : ځوانانو تاسو هره خبره (( د پيل د خبرو پر ځاى )) كوئ نو تاسوبه د پيل خبره څه وخت كوئ ، په ياد ولرئ چې د پيل خبره په پاى كې خوند نه كوي لكه چې وائي د نن كار سبا ته مه پريږدئ .
پيام مجاهد : ارګان نشراتي مجاهدين افغانستان .
دريځ :موږ خو تر اوسه پورې په دې خپرونه كې داسې څه نه دي لوستلي چې هغه دمجاهدينو د نظر او آرمانونو څرګندونه وكړي او بل داچې ټول مجاهدين په هغه ژبه خبرې نه كوي كوم چې تاسو خپرونې پرې كوئ .