چار واكي  څه دريځ لري ؟!

 ملي تلويزيون هم نافذ قوانين تر پښو لاندې كوي او دا د ځان لپاره په خپرونو كې د اصلاحاتو په موخه نوي ګامونه بولي .

هره هغه ځمكه چې د ځان لپاره سياسي قلمرو ، ملي هويت ، ملي تاريخ ، ملي كلتور او......... ونلري موږ ورته هيواد نه شو ويلاى ځكه هغه وګړي چې په يوه پراخه ځمكه كې اوسيږي هغوى تر يو قانون لاندې ژوند كولاى شي او قانون ديوه ملت د ارزښتونو په رڼا كې جوړيږي او همدا ارزښتونه دي چې انسان خپل ځان ورته تسليموي ، خو كيداى شي چې ځينې انسانان كله نا كله له ارزښتونو څخه سر غړونه وكړي او د نورو حقوق تر پښو لاندې كړي خو دولت هغه مسوول ارګان دى چې د قانون د پلي كولو څارنه كوي كه چيرې دولت نه وي نه قانون او نه هم عدالت د تطبيق وړ ګرځي  او دولت مكلف دى د هيواد په ټولو وګړو قانون په جبر سره يو شان پلى كړي .

خو كله چې دولت پخپله قانون تر پښو لاندې كوي مخه به يې څوك ونيسي ؟!

د افغانستان د اساسي قانون شپاړسمه ماده حكم كوي چې(په هيواد كې دټولو مروجو ژبو له ډلې څخه  پښتو او دري دهيواد رسمي ژبې دي) او په  دې كې هم يو ترتيب شته چې ښائي د ځينو لوستونكو ورته پام نه وي شوائ  او هغه داچې په لومړ ي سره كې پښتو او په دويمه درجه كې يې دري راوستلې ده او دا ترتيب د اساسي قانون په دواړو متنونو كې  خوندي ساتل شوى يعنې په پښتو متن كې هم پښتو او دري او په دري متن كې هم (پشتو ودري) راغلي او يا داچې په دري متن كې داسې نه دي راغلي چې ((از جمله لسانهاى مروج كشوردري و پشتو لسانهاى رسمي كشور ميباشد)) بلكه داسې راغلي  چې   ((از جمله لسانهاى مروج كشور پشتو و دري لسانهاى رسمي كشور ميباشد)) بل داچې په همدې ماده كې داهم راغلي چې په هغو سيمو كې چې څوك په ازبكي ، تركمني ، بلوڅي او........... خبرې كوي له پښتو او دري سربيره نوموړې ژبې د همغې سيمې د دريمې رسمي ژبې په توګه پيژندل كيداى شي .

دلته دا ثابتوي چې پښتو د هيواد لومړنۍ ژبه ده او دري هم د هيواد دويمه رسمي ژبه ده. ځكه چې كه چيرې د دريمې ژبې مو ضوع منځ ته راځي نو لومړۍ او دوهمه ژبې هم د بحث وړ ګرځي ، بل لور ته د هيواد اساسي قانون په شلمه ماده كې حكم كوي چې د هيواد ملي سرود په پښتو ژبه كې وي ، چې داهم  كيداى شي ددې ژبې ملي توب ثابته كړي سره لدې چې په اساسي قانون كې د ملي ژبې تعريف نه دى شوى ، خو شلمه ماده  په غير مستقيم ډول د ملي ژبې ځاى تثبيتوي ځكه چې هر هيواد ځان ته په خپله ملي ژبه ملي سرود لري او ملي ژبه هم د يوه هيواد د اكثريت ژبه وي  .

شپاړسمه ماده په بل ځاى كې داسې حكم كوي چې په هيواد كې دمطبوعاتو او راډيو تلويزيون خپرونې د هيواد په ټولو مروجو ژبو آزادې دي خو په هيواد كې موجوده ملي ، علمي او اداري مصطلحات ساتل كيږي .

 لومړى  كه چيرې د هيواد ملي تلويزيون ته ځير شو هغه آرونه چې دهيواد په اساسي قانون كې راغلي تل يې تر پښو لاندې كړي او تل يې هڅه كړي چې پښتو خلكوته د د دوهمې ژبې يا هم د ژباړې د ژبې په توګه وروپيژني له خبرونو نيولې بيا د خپرونو تر نومونوپورې چې تل يې پښتو په دويمه درجه كې راوستلې آن چې ځينې خپرونې خو بيا د يوې ژبې په خاص چوپړ كې خپريږي . بل داچې دا يو دود ګرځيدلى چې لومړى يوه خپرونه په دري ژبه جوړيږي بيا وروسته پښتو ته ژباړل كيږي پداسې حال كې چې پښتو ژبه هم ليكوال ، هم اديب ،هم ژورنالست ،هم سنارست او هم لوبغاړى (ممثل) لري خو داكار قصدا ً ترسره كيږي تر څو د پښتو اصلي ځاى پرې كمزورى كړي دوهم داچې دري ژبه هم زموږ د هيواد دويمه رسمې ژبه ده او هغه هم د ايران تر كلتوري يرغل لاندې ده ، تل د ځينو افغان دښمنو كړيو له خوا په سيستماتيك ډول هڅه كيږي تر څو دري ژبه د ايراني پاړسي تر اغيزې لاندې راولي آن چې هغه نطاقان چې ايرانۍ لهجه لري په راډيو تلويزيون كې ورته د لومړي توب حق وركول كيږ ي ، چې بيا همدغه ايراني الاصله افغانان تل كوښښ كوي چې په خپلو خبرو كې  داسې ناوړه اصطلاحات وكاروي لكه دانشګاه ،دانشكده ، دادګاه ،بازرګاني او........... ترڅو زموږ ملي ترمينولوژي ،ملي هويت او ملي غرور تر پښو لاندې كړي ،پداسې حال كې چې دولت حق لري او د قانون له مخې خپلواك تلويزيونونه پدې مكلف دي چې د هيواد نافذ قوانين په ځان ومني او كه چيرې ملي ارزښتونه په ځان نه شي منلاى ، دولت مكلف دى چې هغه خپلواكې خپرونې يا تلويزيونونه چې د همغه قانون په رڼا كې چې دوئ پرې خپريږي او د همدې قانون په نورو موادو سترګې پټوي او زموږ ملي هويت له پوښتنې سره مخامخ كوي بند كړي .

بل داچې موږ د ملي هويت ترڅنګ باعظمته اسلامي هويت هم لرو په هيواد كې بايد ټولې رسنۍ دې ته مجبورې كړاى شي ترڅو د هغو خپرونو فلمونو او سريالونو څخه ډډه وكړې كوم چې زموږ د ټولنې كورنۍ او په خاص ډول ځوانان بې لاريو ته هڅوي ، ځكه افغانان ډير څه زغملاى شي خو ددوئ ديني او افغاني ارزښتونو ته سپكاوى په هيڅ ډول نشي زغملاى او دا نړيوالو ته ثابته شوې چې څومره سرښندنه چې افغانانو د اسلام د سپيڅلي دين په لار كې  كړي هيڅ ملت يې نه نشي كولاى .

په پاى كې له هغو مسوولو ارګانونو څخه چې داخبرې  ورته متوجه كيږي غوښتنه كيږي چې دداسې افغان دښمنو كړيو مخه دې ونيسي كوم چې زموږ ملي غرور د خپلو بادارانو پښو ته غورځوي چې پايلې به يې هيڅ كله هم نه ددوئ او نه هم د دوئ د بادارانو په ګټه وي .