د سلواغې په لومړۍ نيټه د لمر (او ښائي له ټولو تلويزيونونو) څخه يو په زړه پورې خبر خپور شو چې ښائي په ليدو او اوريدو سره به يې ډير هيوادپال افغانان هك پك پاتې شوي وي او خامخا به داپوښتنه ورته پيدا شوې  وي چې افغان چارواكي  ولې داسې دغفلت په خوب ويده دي چې د افغانانو له پت او حيثيت څخه خو ننګه نه كوي او اوس آن را پاڅيدلي د افغانستان د ملي هويت لوټونكو ته د جوال خوله هم نيسي .په خبركې راغلي وو چې دايران د كورنيو چارو وزارت لوړ رتبه استازي په كابل كې د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت له مرستيال سره وكتل او په دواړو هيوادونو كې يې دسيال هيواد د اتباعو د جرمونو په څومره والي ، څرنګوالي او امنيتي مرستو په اړه  خبري وكړي.

ايراني لوري د لمر تلويزيون په حواله مطبوعاتو ته وويل چې ((در كشور ما بيشترين جرايم افغانها را ورود غير قانوني و انتقال ويروس ها تشكيل ميدهد)) دده موخه داوه چې افغانان په غير قانوني ډول ايران ته راځي او له همدې امله دوي په سرحداتو كې له طبي كتنو پرته دايران خاورې ته ننوځي او له ځان سره بيلابيل ويروسونه او ناروغۍ ليږدوي او زياته يې كړه چې ((ما از اين ناحيه نګران هستيم )) زه دلته دايران دحكومتي استازي په څرګندونو څه نيوكه نلرم ځكه داد هغوي حق دى چې خپل هيواد ته د غير قانوني ورتګ مخه ونيسي او په دې اړه خپلې انديښنې څرګندې كړي . خو زما نيوكه او انديښنه د هغو ويروسونوپه هكله ده چې داڅوكاله كله د ډالۍ ، كله داكاډميكو مرستو اوكله هم دعلمي پرمختګونو د ګډون په نامه افغانستان ته له ايران څخه را روان دي او ژرده چې په خپريدوسره  يې افغاني ټولنه د كلتوري ښكيلاك په ناسور اخته او ملي  غرور ، ملي ژبه ، ملي كلتور او بالاخره ملي هويت يې له منځه لاړ شي .

دغه ويروسونه هغه په زرګونو اويا په لكونو ټوكه ايراني كتابونه دي چې دمګړۍ دافغانستان ټول كتابتونونه پرې ډك دي . او موخه يې په افغانستان كې د فارسي ژبې مطلق العنان كلتوري حاكميت او د افغانانو دملي ژبې ، ملي ترمينولوژي او ملي ادبياتو له منځه وړل دي له كومې   ورځې چې په افغانستان كې د ډيموكراسۍ درواغجنه نغاره ډنګول شوې او د ځينو نورو په ګډون د ايران لپاره د كلتوري ښكيلاك ور پرانستل شوى هره ورځ له خبرونوڅخه اوريدل كيږي چې ايران له دې او له هغه پوهنتون سره دومره كتابونه مرسته وكړه اوزموږ چارواكي ددې پر ځاى چې د ايرانيانو دې مغرضانه اقدام ته د شك په سترګه وګوري او يا ددې كلتوري غلامۍ مخه ونيسي چك چكې ورته كوي ، په تيره بيا هغه ډلې او كسان چې آن پخواتردې يې دايران د غلامۍ وياړ ترلاسه كړى وه او د ايران له خوا په افتخاري دوكتوراوو نازول شوي وو له بلې خوا په دولتي تلويزيون  برسيره خپلواكو تلويزيونونو هم د ايراني فلمونو خپراوي ته داسې زور وركړى چې ته به وايې داهم  دافغاني هويت د له منځه وړلو لپاره استخدام شوي په تيره بيا د طلوع تلويزيون په دي غلامۍ كې دومره ريښتينولي پالي چې آن د افغانستان قوانين تر پښو لاندې كوي او په تلويزيون كې د كاركونكو په توګه هغو كسانو ته چې په ايران كې اوسيدلي او په ايراني لهجه ښې خبرې كولاى شي د لومړيتوب حق وركوي تر څو وكولاى شي په افغانانو باندې ايرانى كلتور په آسانه توګه وروتپي .

په پاى كې د افغانستان په هغو چارواكو په تيره بيا په هغو ښاغلو چې دوي هم په دې ميچن كې دل كيدونكي دي ، غږ كوم چې كه په خپله نه پوهيږي له نورو دي زده كړه وكړي ودې ګوري د ايران د كورنيو چارو د وزارت استازي ته چې په څومره ميړانه او جرئت سره خپل هيواد ته دويروسونو د ليږد څخه انديښنه څرګندوي چې ښائي دا ادعا واقعيت هم ونلري  اوفرض كه كړو چې دا انديښنه په ځاى ده ښائي دا ويروسونه د څو كسانو د ناروغۍ سبب شي چې د هغو رغيدل هم څه سخت كار نه دى . ( ځكه افغانان خو الحمدلله د ايډز په شان په خطر ناكو ويروسونو هم ككړ نه دي چې ايران ته يې وليږدوي) خو كوم ويروسونه چې له ايران څخه افغانستان ته راليږل او راوړل كيږ ي افغان چارواكي بايد په پام كې ولري چې دهغو قربانيان بيا نه شي روغيداى ، ځكه داتاريخ په ډاګه كړې چې كه كوم ملت له هره پلوه زيانمن شي د بيا سر خوځولو تمه يې كيداى شي ، خو كه كومه ټولنه د كلتوري ښكيلاك په ناسور اخته  شوه بيا په نړۍ كې سر نه شي راپورته كولاى اونه هم بيا هغه ملت چې خپل كلتور يې له لاسه وركړي ، د ملي هويت او خپلواكى دعوى كولاى شي .

راځئ چې د ميرويس نيكه ،شاه محمود هوتك ، احمد شاه بابا او محمد ګل خان مومند ټاټوبى د پرديوله ښكيلاك څخه وژغورو او هغه ويروسونه چې زموږ د ملي هويت د له منځه وړلو لپاره كرل شوي د آمو د سيند د كبانو خوراك كړو.