پاڼه، وينه د طاووس بڼكه راوړئ

نن اظهار د محبـــــت ورته كومه

********

د ژوند تر ټولو سخت درد مرګ نۀ وي، بلكې د هغۀ زړۀ پټول وي چې د چا لۀ خوا مات شوى وي .

د ژوند تر ټولو سخت درد مرګ نۀ وي، بلكې د هسې اوږو نشتوالى دى چې د غم پۀ وخت كې سر پرې كېښودل شي او اوښكې پرې تويې شي .

د ژوند تر ټولو سخت درد مرګ نۀ وي، بلكې د داسې كس نشتوالى دى چې د مينې توري درته تكرار كړي او لۀ هغۀ څخه د مينې دود زده كړې .

************

پرون دې چې پۀ لوړ آواز رانارې كړې : مينه درسره لرم.....*** مادرته وويل : لږ پۀ زوره، زۀ يې نۀ اورم.....*** نن دې چې راته پۀ غوږ كې وويل : نوره درسره مينه نۀ لرم.....*** درته مې وويل : لږ يې رو ووايه، خلك دې خبر كړل .

*************

پۀ بې باورۍ مې د هغې قدمونو ته د تګ پۀ وخت كې كتل....... رو، رو زما لۀ نظره لرې كېده .... زړۀ مې غوښتل چې ورپسې نارې كړم، مۀ ځه ..... زړۀ يې غوښتل چې ورپسې نارې كړم، مۀ ځه ..... خو سلګيو مې ستونى تړلى وو، پۀ سترګو مې ورته چيغه كړه، پاتې شه ...... خو هغې هېڅكله شاته ونۀ كتل او زما د سترګو چيغه يې وانۀ ورېده .

***************

هغه وخت چې د چا غرور ماتوې، هغه وخت چې د چا د آرمانونو ماڼۍ نړوې، هغه وخت چې د چا د هيلو ډېوه وژنې، هغه وخت چې حتىٰ غوږونه بندوې چې د چا چيغې وانۀ ورې، هغه وخت چې د خداى د بنده ګانو زړونه سيزې، نپوهېږم... لاس دې كوم آسمان ته غزوې، مخ كومې قبلې خوا اړوې او د ځان د نېكمرغۍ لپاره دعا كوې ؟

***************