په افغانستان كې زعفران په دي وروستيو كې رواج موندلى دى چې تر اوسه دا ګياه نوې او زموږ بزګران ورسره نا آشنا دي .

د زعفرانو علمي نوم (Crocus sativas) چې د زنبق د (Iridaceae)  له كورنۍ څخه د ځمكې په كره كې يوه قيمتي ګياه  شميرل شوې ده .

د زعفرانو د تاريخ په اړوند بيلابيل نظرونه موجود دي چې يو له هغو څخه د حضرت سليمان (ع) په دوره  كې په فلسطين كې كرل شوي وو او د حضرت عيسى (ع) په زمانه كې له بيت المقدس څخه انګلستان ته وړل شوي د ي.

افغانستان ته زعفران په ۱۳۷۰ كال كې د يو تن بزګر په واسطه چې د هرات ولايت اوسيدونكى دى راوړل شول چې وروسته د ټولو هيوادوالو د پام وړ توكى وګرځيد.

دروان كال په بهير كې دميدان وردګو په ولايت كې د فرانسې سفارت او زوا (ZOA ) موسسې له خوا وكرل شول چې الحمدلله د نړۍ په سطحه تر  ټولو ښه او غوره زعفران ونومول شول ، داچې زموږ بزګران څنګه كولاى شي په خپلو ځمكو كې زعفران وكري  نو دا يوه اړينه مو ضوع ګڼم او غواړم  چې د دريځ خپرونې له لارې درنو هيوادوالو ته پرې يو څه رڼا پرې واچوم .

دزعفرانو پياز:  زعفران د يو مغز لرونكي پياز درلودونكى دى چې د كروموز (Cormus) په نامه ياديږي د پياز طول (۳۰ ملي متره) او لوړوالى يې (۲۰ يا ۵ . ۲ ملي متره) ته رسيږي پياز په څو فايبري قهوه ئي رنګه پوښونو باندې چې د تونيك په نامه ياديږي پوښل  شوى ده . د پياز په بيخ كې نازكې ريښې موجودې دي د پياز د ريښو له برخې څخه نازك تارونه  چې پاڼې او پياز يې پوښلي راوتلي دي .

پياز د نشايستې په ذخيره كولو سره ددې وړتيا پيداكوي چې د مني په موسم  كې دنبات پورتنۍ برخه جوړه كړي ، د زعفرانو پياز د خپل عمر په اوږوالي كې يوازې يو ځل ګل توليدوي او وروسته مورنى پياز له منځه ځي .

د ګلانو شمير د پياز په غټ والي پورې اړه لري او كه چيرې پياز قوي او غټ وي كولى شي تر دوو يا دريوو ګلانو پورې هم منځ ته راوړي. دنسل توليد د نبات دتكثر يا ډيروالي په واسطه زياتيږي پياز په پورتنۍ برخه كې ژونكې يابچيان منځ ته راوړي  

 چې وروسته له ګل څخه همدا ژونكې په يو ځوان (Cormus ) يا پياز باندې بدليږي وروسته له ټاكلې اندازې غټوالي له مورني پياز  څخه جلا كيږي او دا نوى پياز بيا د كرلو لپاره آماده كيږي پدې ترتيب هر كال د پيازو سطحه په ځمكه كې د ۲ سانتي مترو په اندازه پورته راځي .

د ځمكې آماده كول :  د زعفرانو كرلو لپاره ځمكه بايد ښه براره او هواره وي خاوره ولري تيږې اوكاڼې بايد له ځمكې څخه لري شي او هم بايد بيكاره ګياه او بوټي له ځمكې څخه ټول شي ځمكه بايد تر ۳۰ سانتي مترو پورې ژوره شي كوښښ بايد وشي ځمكه په مني كې واړول شي مخكې له اړولو نه بايد حيواني سره وركړل شي البته حيواني سره دځمكې په آبادوالي پورې اړه لري كه چيرې ځمكه خواره وي نو زياته سره  بايد ورته وركړل شي . د سرې اندازه په يو جريب ځمكه كې له ۱۰۰ نه تر ۲۰۰ لاسي كراچيو اندازه شوې ده چې ځمكې ته وركول كيږي ، حيواني سره بايد ښه ورسته شوې وي كه حيواني سره (كمپوست) شي ښه پايله (نتيجه) ترې اخيستلاى شو ذكر شوې سره د راتلونكي كال دزعفرانو لپاره د ځمكې د آبادولو لپاره ده.

كوښښ بايد وشي چې حيواني سرې له خاورو سره ښه ګډه شي چې د راتلونكي لپاره ريښو ته ضرر ونه رسوي ځكه كه حيواني سره له خاورو سره ښه ګډه نشي نو امكان لري چې دپيازو ريښې وسوځوي او د حاصل د كموالى منځ ته راځي .

اوس مهال د سړو سيمود مني موسم تير شوى تاسو كولاى شئ چې ذكر شوې عمليې په پسر لي كې ترسره كړئ . د زعفرانو د پيازو د ايښودلو يا كينولو لپاره بايد ځمكه له ۲۵ نه تر ۳۰ سانتي مترو پورې ژوره  نرمه شي .

دپيازو آماده كول يا انتخاب :  لومړى به پياز له پوښ څخه وباسئ  ورسته د كرلو لپاره تياريږ ي هغه پياز بايد د كرلو لپاره غوره شي چې قطر يې ۵ .۲ سانتي مترو څخه كم نه وي ځكه چې كه پياز قوي يا روغ وي نوكولاى شي چې زيات ګلان منځ ته راوړي او دا كوښښ بايد وشي چې له ۵ .۲ سانتي مترو څخه غټ پياز انتخاب شي ،او پياز بايد زخمي ، مرضي او كوچنى نه وي د پياز وزن بايد له  ۸ ګرامو څخه كم نه وي يعني له  ۸ څخه تر ۲۰ ګرامه پياز بايد انتخاب شي  تر څو چې په لومړي كال كې زيات حاصل وركړي .

د زعفرانو پيازو دكينولو طريقه : وروسته له دې چې ځمكه ښه نرمه او جوړه شوه د زعفرانو پياز له ۲۵ څخه تر ۳۰ سانتي مترو ژور په ځمكه كې كينول شي  چې د كينولو طريقې څو ډوله  دي (د كتار په شكل ، د جوئې په شكل او له كتار څخه پرته په هواره ځمكه يعنې ګډوډ) زه په خپله په هغو سيمو كې چې سوړ ژمى  او يخني ډيره ولري د جوئې د طريقې مشوره نه وركوم ځكه كيداى شي د ژمي په موسم كې پياز ته د يخنۍ له امله زيان ورسيږي كه د كتار په ډول يې ږدئ نو له يو كتار څخه بل كتار پورې بايد له  ۲۵ څخه تر ۳۰ سانتي متره واټن (فاصله) وي  او د هرو دوو پيازو تر منځ  واټن بايدله ۱۰ څخه تر ۲۰ سانتي مترو پورې وي ، كه په نا منظم يا له كتار څخه پرته شكل يې كرئ بيا هم  له ۱۰ څخه تر ۲۰ سانتي مترو پورې په نظر كې نيول كيږي .

په يو جريب ځمكه كې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ كيلو ګرامو پورې د زعفرانو پياز كرل كيږي .

نور بيا ...........................