د اسلام دويم خليفه حضرت عمر فاروق (رض) د مسلمانانو يو عادل امير ؤ.

د مسلمانانو په خدمت كې يې ستړيا نه حس كوله ، د شپې له خوا به د مدينې په ښار او په شاو خوا كې ګرځيده ، چې دمسلمانانو حال ځان ته جوت كړي او په هره معامله كې له اسلامي انصاف څخه كار واخلي ، يوه شپه حضرت عمر (رض) د يوه كور له څنګه تيريده ګوري چې دكور په انګړ كې يوه زړه ښځه ناسته ده او په نغري يې كټوه باندې كړي ده  ،شا او خوا ته يې وږي ماشومان ناست دي ، ژاړي او له مور څخه د خوراك لپاره څه غواړي . مور يې په خبرو دلاسا كوي اوورته وايي : مه ژاړئ اوس به كټوه پخه شي اوتاسو ته به خواړه دركړم يوه شيبه صبر وكړئ !

كوچنيان به كله غلي شول اوكله به يې په ژړا پيل وكړ  مور به بيا په ژړغوني آواز ورته وويل : بچيانو! چوپ شئ او خواړه پخيږي ، اخر ناوخته شوه په كوچنيانو خوب غلبه وكړه او ويده شول .

حضرت عمر فاروق (رض) چې دا حال وليده له بوډۍ څخه يې د ننوتلو اجازه واخيسته كور ته ورننوت او ورته يې وويل: ادې دادې څه كول ولې دې وږو كوچنيانو ته څه ورنكړل ؟ د كوچنيانو مور وويل : زويه ! په كټوكې هيڅ نه نشته  ، يو څو هډوكي مې پكې اچولې دي ، ماشومان پرې غولوم اوړه په كور كې خلاص شوي دي.

حضرت عمر(رض) چې د وږو كوچنيانو د مور خبرې واوريدې ، هغې ته يې وويل : ته صبر وكړه زه اوس راځم .خليفه بيت المال ته لاړ يوه بوجۍ اوړه يې په خپله راپه شا كړل او د كوچنيانو مور ته يې كور كې واچول ، ورته يې وويل : ادې له اوړو څخه كوچنيانو ته ډوډۍ پخه كړه ، د ماشومانو مور ډيرې دوعاګانې ورته وكړې . داسلام د سپيڅلي دين مشران تل د مسلمانانو وروڼو او خويندو په خدمت كې ؤ . د هغوئ پوښتنه به يې كوله او د هغوئ له احوال څخه به يې هر وخت ځان خبراوه.      دمسلمانانو مشران بايد د هغوئ په تګلاره روان شي .