غواړم دخپل سرګذشت په باره كې څه فكروكړم . دپنځه ويشتوكلو وم چې خپل ژوند ته مې ډيره ګوښه لاره غوره كړې وه هغه داسې وه چې دځوانانومجلسونه مې نه خوښيدل يولامل يې داوه چې تل به ځوانان زما دنظرمخالف وه نوځكه ماهم له دوى څخه ځان ګوښه نيولى وه .
يوه ورځ داسې پيښه شوه چې دځوانانوټولى ناست وه ماغوښتل چې له دوى سره پدغه مجلس كې ګډون وكړم کله چې مې پردوى سلام واچاوه دوى ډيرپه درناوي زماسلام واخيست له دوى څخه يوراپاڅيده اوماته يې مخ راوګرځاوه اوراته يې وويل نورزى صيب : مونږ پريكړه كړې ترڅوغره ته ولاړشو اوتاهم له ځان سره بوځو ترڅودخلكواوستاله نيوكوڅخه خلاص شو ماورته په ځواب كې وويل لكه چې ليوني شوي ياست چې غره ته ځۍ دوى په خنداځواب راكړ نه نه هسې ...... ! غواړو خپل غرونه له نږدي وګورو دهغوى شنه بوټي ووينو له مونږ څخه له ځينوسره ټوپك هم شته هلته به ښكارهم وكړو اوس نوته پدې اړه څه نظرلرې ماله ډيرسوچ څخه وروسته ورته وويل آيا تاسې غواړۍ غره ته دتفريح لپاره ولاړشۍ اوكه بل څه موهدف دى دوى ټولوپه يوه غږ وويل نه نه ، زمونږ همدا مقصد دى خوزمونږ عمركم دى غواړو يوتاله ځان سره ملګرى كړوماهم ورسره ومنله داچې ځوانان دبيلابيلوكليووه نوپريكړه مووكړه چې سباسهاروختي به هغې چينې ته ځان رسوو اوهلته به سره يوځاى كيږو . په همدې موهوكړه ، وكړه ماله ځان سره وويل چې سړيه سبابه كه خداى ( ج ) كول وختي پاڅيږم دسهارلمونځ به دغره په چينه اداكوم ډيروختي له خوبه پاڅيدم له كوره ووتم كله چې چينې ته ورسيدم ، ودريدم توره شپه وه په آسمان كې ستوري معلوميدل نوله ځان سره مې وويل هلكه ډيروختي راغلى يې لكه چې په شپه نه يې پوه شوى هسې نه خداى مكړه څه درپيښه شي په سوچونوكې ډوب وم چې ناببره مې يوغږ ترغوږونوشو ، نورزى صيب ، نورزى صيب . داغږ ډيرنږدې وه خوڅوك نه ترسترګوكيدل ماورته غږ كړ هلكه څوك يې څه وايې راځه دلته يم هغه په لوړ آواز وخندل څرنګه راپيښ شوى يې څه پيښه ده مافكركاوه هغه زمادملګروله ډلې څخه كوم يوكس دى ماورته وويل دتاسې دخفګان څخه ويريدلم ماويل هسې چې خفه نشۍ خودوى بياوخندل اوپدې سره ورو ، ورو رانږدې كيدل چې كتل مې يوه ډله داسې خلك مې ترسترګوشول چې په ښكاره خوانسانان وه خوپيژندل كيږي نه چې څوك دي ځكه توره شپه وه كله راته دلويوبريتواوكله بيادلويوويښتانوخاوندان معلوميږي ، پښې يې دآس دي ، غوږونه يې دانسانانودي كله بياډيرغټ ښكرلرونكي راته ښكاره شي په زړه كې مې وويل داڅه بلاوې دي اوپدې توره شپه كې څه غواړي زه پدې فكركې وم چې دوى غږ وكړولې چپ ولاړيې وايه څه چل دى په ژوند پورې په تنګ يې كه څه چې پدې توره شپه كې دلته راغلى يې ماورته په بيابياويل لومړى موځانونه راوپيژنۍ دوى بياپه ډيرلوړآواز وخندل اوراته يې وويل كه مونږ خپل ځانونه دروپيژنوآياتاته به ګټه ورسوي كه تاوان . ماورته وويل ښه څه غواړۍ دوى وويل مونږ چې څه درته ويل راسره منې به يې اوكه نه نو ....... ؟ ماورته وويل كه دمنلووي هرومروبه يې منم دوى بياوخندل اوراته يې وويل كه هرڅنګه وي منې به يې . ماورته په ځواب كې وويل سمه ده څه چې وايۍ منم يې له دوى څخه يوه راته وويل ته بايد نورهم پورته ولاړشې سمدلاسه یوه بل تن يې راته وويل نه نه ، ته بايد همدلته پاتې شې ماهم ددوهم تن خبره ومنله ماله ځان سره فكروكړكه چيرې دلته پاتې شم ښايي هغه زماملګري به راشي كتل مې چې يوسړى راغى اوزه يې په اوږه باندې ووهلم داسې دروند ګوزاريې راباندې وكړچې زه نورپه ځان پوه نه شوم له يوڅه ځنډ وروسته كله چې زه په هوښ شوم ګورم چې ټول زماپښوته ولاړدي مافكروكړچې ګنې پرمايې زړه خوږ شوى چې يوتن يې زمادپښوپه تړلوپيل وكړماسرراپورته كړپه ژړغوني آوازمې ورته وويل ، ظالمانوولې دومره ظلم كوۍ دوى راته وويل مونږ ظالمان نه يوظالم ته يې چې پخپله دلته راغلى يې پداسې حال كې چې دسباستورى په راختووو زمالاس اوپښې يې وتړلې اوپه شايې كړم له يوڅه واټن وهلووروسته يې يوه داسې ځاى ته يوړم چې هيڅ مې نه پيژانده هلته يې په يوه تياره كوټه كې واچولم ډيوه نه وه ډيرويريدلم په كوټه كې مې داسې انګيرله چې ښايې بهربه ډيرخلك تاويږي خوماليدلاى نشواى دوى پخپلوكې سره په غږيداشول اويوبل ته يې ويل چې حقوق ولې ترپښولاندې كيږي ولې نظرنه وركوي ، بل به ويل ځكه شپه ده ، بل به ويل كله به ورځ راځي ، په ځواب كې يې يوه وويل هله چې ټول مونږ په شان شي ماورته غږ كړ چې ماخوستاسې څيرې ونه ليدلې چې تاسوڅه