زه ديوه دنګ غره پرډبرين كمره باندې راټوكيدلى غاټول يم . زه هركال په بيل رنګ اوبيلوځايوكې رازرغونيږم ، زه چې هرځل رازرغونيږم يو ، يوداغ هم له ځانه سره راوړم . دانسانانوهرډول ګلان خوښيږي . په انسانانوكې زمامينه وال هم ډيردي په تيره بياآرمانجن شاعران اومينان . خوشاعران مې بيابيخي دزړه سمبول ګڼي ، داچې زه څرنګه تردغه غره راورسيدم ، دايوه بيله كيسه اوخاطره ده يومهال زه اوزماملګري نورګلان ديوې ماڼۍ په مخكې په ګلدانيوكې رازرغون شوي وو . مونږ هرمهال دسيلانيوانسانانودسترګوپه باره كې غږيدو ، ګلاب چې زمونږ پاچاهم دى ، سرې سترګې يې خوښيږي دنرګس مړاوې اوزماتورې سترګې خوښيږي . له ورځونه يوه ورځ يوه توره بورا څوملخانوپسې راخيستى وه بورا زمونږ په لورى راغى ، لومړى ګلاب ته ورغى ، ورته ويې ويل ماته په غيږه كې ځاى راكړه هغه ورته په ډيرغروروويل ، زه خودګلانوپاچايم زه تاته پخپله غيږه كې ځاى نشم دركولاى . بورادنرګس په لور لاړ خوهغه هم ورته ځاى ورنكړ په پاى كې زماپه لوري راغى ، زماپه بورازړه وسوزيده ، بورا مې په غيږ كې پټ كړكله چې بورا والوت ، زماپه سينه يې تورداغ هم پريښود زماملګروماپسې وخندل اوزه ورژيدم .
يوې مرغۍ په ډيره بيړه زمادتخم دانه په مښوكه كې واخيسته اودخپلې ځالې په لور روانه شوه ، كله چې دغه كمره ته راورسيده ، دډيرې ستړياله امله يې زه له مښوكې ولويدم ، زه همدلته هركال ټوكيږم اورژيږم ، زه دفطرت له نندارې ډيرخونداخلم .
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
يوه ورځ دغره لمنې ته له وسلوسره ډيرانسانان راغلل ، داسې بريښيده چې زورورلښكردلته يرغل راوړى ، خوددې ځاى خلك غواړي دغه يرغلګرله خپل وطن څخه وشړي . په لومړۍ ورځ ډيره سخته جګړه وشوه په دوهم سبايې يخ باد لګيده ، دچنګوبريتويوځوان چې ټوپك يې په غاړه كې پروت وه _ يوشين بيرغ يې له ملاراخلاص كړ _ په لكړه يې وتړه خوكله چې يې چې بيرغ ودراوه ، ديرغلګروله خواپه مرمۍ ولګيده _ دځوان له خولې چيغه ووته (( اخ مورې )) ! زه هك پك پاتې وم ، ځوان ورو ، ورو زګيروي پيل كړل دځوان دوينويوڅوڅاڅكي ، زماغيږې ته راوڅڅيدل ، زمادزړه داغ يې پټ كړ ، او زه .......... يوځل بياورژيدم .