یو سور خلقي مې د پوهنتون د زمانې اشنا دی چې اوس هم نور محمد تره کی، خلاق رهبر او د شرق نابغه ګڼي. هر هغه کس ته د اشرار او مرتجع په سترګه ګوري، څوک چې خلقي نظام په کچه کاڼي تلي. لاکن اشنا مې په وطن میین او په انډیوالۍ کې بېخي نامي کس دی. کله چې د کرونا شیشکه په ځنګندن شوه نو په ډېرې بیړې عمرې ته لاړ؛ چې بېرته راستنېده نو داسې بونډۍ شانتې ږیږه یې هم پریښې وه. څه وخت وړاندې یې راته وویل: « یاره؛ په دې ورځو کې زموږ جومات ته د تبلیغیانو ګشتونه زیات شوي او هرځل چې راشي د سه روزې بلنه راکوي، نه پوهېږم چې څه وکړم؟». ما مفته مشوره ورکړه چې هسې هم زوړ ګنهکار یې؛ د یوې په ځای دوو سه روزو ته ورسره لاړ شه خو پام چې چهله درباندې ونه لګوي بیا به د ملګري په ځای هرچا ته امیر صېب امیر صېب کوې!
تېره اونۍ یې راته ټلېفون وکړ؛ له علیک سلیک وروسته ړومبنۍ خبره یې دا وه چې: «په نیپال کې دې د ولس زور ولید چې تش پاڼو ځوانانو خپل نظام څنګه بوس بوس کړ؟». مال بلکل مې ولید، ولی دغه د سرو وینو کلچر خو ستا د مارکسستو یارانو میراث دی. لږ غلی غوندې شو، بیا یې وویل: « په بنګله دېش کې د حضرت شېخ مجیب الرحمن صېب د لور، حسینه واجدې منډې خو به دې ضرور کتلې وي، هغه هم د ولس زور وو» مال ولی نه؟ د خدای په زور او د ولس په شور کې یوه وربشه شک نه لرم. مخکې له دې چې مخه ښه را سره وکړي، په کنایه کنایه کې داسې ګویانه شو: «ګوره، که د ولس په زور دې اوس هم سر نه خلاصېږي نو درې کاله وړاندې په سریلانکا کې د څلورو ورونو د حکومت انجام ولوله چې د تامیل د پړانګانو په شان څنګه ځپ ځپ شو؟»
یقینا، د وطنوالو د غوڅ اکثریت انګېرنه همدا ده چې په افغانستان کې کیڼ اړخو ګوندونو له خپل ولس سره ډېر تاوجن، قهرجن او کرکجن چلند وکړ. د دغو ګوندونو یو مشر هم ترننه پخپلو غلطیو اعتراف ونکړ او نه یې له خپل کسکر کسکر ملت څخه بښنه وغوښتله. زه دلته د تره کي په هکله هېڅ ډول تبصره نه کوم، ځکه نوموړی اوس د الله تعالی او تاریخ په محکمې کې دی. البته یوه خبره یې زما ډېره خوښېدله چې د شمشاد د غر په تول وزن لري؛ تل به یې ویل: « د ولس زور، د خدای زور دی». دا کلیواله اصطلاح یوه ژوره ټولنیزه، سیاسي او کلتوري معنا لري چې د ولسواکۍ، مشروعیت او ملي مشارکت په اړه مفاهیم په کې رانغښتي دي.
د بشري ټولنو په تاریخ کې د قدرت سرچینه تل د بحث وړ موضوع پاتې شوې او په ډاګه کوي چې د خلکو په خوښه راغلي نظامونه نه یوازې مشروع دي، بلکې الهي ملاتړ هم له ځانه سره لري. د اسلامي تفکر له نظره، واک باید د عدل، کفایت او اهلیت په دائرې کۍ له ولس سره په مشورې رامنځ ته شي. قرآنکریم فرمایي: "وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ" یعنې د مسلمانانو کارونه د مشورې پربنسټ وي. د همدې قرآني اصل له مخې د خلکو ارادې، Democracy او ولسواکۍ ته زموږ په دیني متونو کې د اِجماع، جمهور او اکثریت مصطلحات کارول شویدي.
په افغاني ادبیاتو کې، دا ډول جملې « د ولس زور، د خدای زور دی» د خلکو د بیدارۍ او حق غوښتنې شعور څرګندوي. په جنوبي افریقا کې تور پوستانو کلونه کلونه د توکمیز تبعیض / آپارتاید پر ضد مبارزه وکړه؛ په پای کې د نلسن منډیلا په مشرۍ ولس د یوې چترۍ لاندې ودرید او بریا یې ترلاسه کړه. په هندوستان کې چا له مهاتما ګاندهي څخه پوښتنه وکړه چې ته خو ډېر ستر انسان یې، ولی غوا او بُت ته سر ښکته کوې؟ هغه ځواب ورکړ: «هو زه پوهېږم چې حېوان او ډبره هیڅ نه شي کولای، خو زه د خپل ولس ارادې ته ټیټېږم».
یوځل په مکې کې د طواف په مهال، حضرت عائشې له رسول علیه السلام څخه پوښتنه وکړه چې آیا حَطِیم د کعبې برخه ده؟ پیغمبر صیب ورته ځواب ورکړ «هو؛ مګر د پيسو د نشتوالي له امله نیم پاتې شو». هغې بیا پوښتنه وکړه؛ که همداسې ده نو ولې یې د کعبې له خونې سره نه یوځای کوې؟ رسول (ص) ورته وویل: «عائشې ستا قوم، یعنې د مکې خلک لا د جاهلیت سره نژدې دي او زه اندېښنه لرم چې په زړونو کې منکر نه شي. کنه نو ما به دا دیوال د کعبې سره یوځای کړی وو او د کعبې دا دنګه دروازه به می زمکې ته راټیټه کړې وه». یعنې د اسلام رښتینې رسول، د خپل امت د احساساتو درناوې کوي او ټولنیز نزاکتونه له پامه نه غورځوي.
که په ریاضي کې دوه جمع دوه څلور کېږي، نو د AI په دې سرساموونکي پېر کې د سیالو ملتونو سټېج ته د ختلو لومړنۍ پوړۍ، د خپل ولس ملاتړ او د مشروعیت درلودل دي. د رعیت د روا غوښتنو مخه ډب کول او د خپلې سلیقې تپل، ښايي د سمندر د سونامي په څېر خطرناکې پاېلې ولري. الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي.
—-----------------------------------
پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay