افغانستان کي د بګرام د پوځي اډی اړوند، د امریکا د ولسمشر ښاغلي ډونلټ ټرمپ د ورستیو څرګندونو په اړه د افغانستان د ملي پرمختګ غورځنګ اعلامیه:
افغانستان په تاریخ کي هر ځل بهرنۍ لاسوهنو، سیمه ایز نظامي تصادمونو او کورنی اندوخړ ته چي له امله يی زمونږ هیواد او سیمه د نړیوالو لویو ځواکونو د نظامي تقابل نقطه ګرځی هغه ډلي لار هواروي چي دلته د پرمختک مخه نیسي، دیکتاتورانه او استبدادي واک چلوي خپل وطن ورانوي، خپل هیوادوال وژني، ښوونځی تړي، د ویښتیا، او افغانستان کي د یو مقتدر نظام او عادلانه زعامت د رامنځته کولو مانع او خنډ ګرځی چي له امله يی سیمه او نړی کي تند لاریتوب او تروریزم وده کوي.
نړیوال اقتصادي، سیاسي او تجاري اړیکي او تړونونه باید د رسمي، مشروع او ولسواکو دولتونو سره چي کورني مشروعیت او نړیوال رسمی حیثیت ولري لاسلیک او وپالل شي.
افغانستان کي هغه ډلي ټپلي چي د زور، وژنو او نا مشروع لارو واک ترلاسه کړی او نړیوال رسمیت نلري ددي حق نلري چي د جبر لاندي ولس د ملي نوامیسو او هیوادني چارو په اړه تاریخي پریکړي وکړي، د طالبانو د مستبد رژیم د ځینو چارواکو دا استدلال چي که د امریکي متحده ایالاتو دولت ددوي استبدادي او شاتګ پاله واکمني چی هیڅ ډول کورنی مشروعیت نلري په رسمیت وپیژني دوي تیار دي چي د هیواد هوايي او ځمکني حریم د دوي په اختیار کي ورکړي یو احمقانه او له شرمه ډک نظر دی، همدارنګه هغه افغان رټل شوي سیاسي څهري چي اوس په یو بشپړه انزاوا کي قرار لري او د هر بهرني ځواک دروازه په دې امید او هیله ټک ټک کوی او ورته دا عذر زاری کوي چي که دوي واک ته ورسول شي یا د سیاسي واک په ترلاسه کولو کي ورسره بهرنی دولتونه نظامی مرسته وکړي د اقتدار د تر لاسه کولو وروسته دوي هیواد پلورني ته اماده دي یوه ناسنجول شوي غیر منطقي نظر او پریکړه ده.
د امریکي متحده ایالات، د ټولو منل شوو نړیوالو قوانینو او میثاقونو او د ملګرو ملتونو منشور په نظر کي نیولو سره د یو مسول او متمدن دولت په توګه مخکي له دي چي تندلارو ډلو سره نا پایداره معامله وکړي باید پورته ذکر شوو ټکو ته پوره پام وکړي او افغانستان ولس سره دلته لمړی د یو ملی، ولسواک، او پرمختګ پاله حاکمیت چي کورنۍ مشروعیت او نړیوال حیثیت ولري په رامنځته کولو کي سیاسي همکاري وکړي، تر څو افغانان ددي جوګه شي چي د یو منل شوي دولت له آدرسه نړیوال تړونونه لاسلیک او با ثباته اقتصادی همکاریو ته زمینه برابره شي.
د افغانستان د ملي پرمختګ غورځنګ، افغانستان یو ځل بیا د نړیوال طاقتونو په نظامي او استخباراتي تقابل او ټکر په مرکز بدلول د هیڅ لوري او هیواد په ګټه نه ګڼي او دا په سیمه کي د تندلاریتوب او نويو فرقه يی جنګونو چي له امله يي سیمه ایز او نړیوال امنیت ته زیان اوړي پیلامه بولي.
درنښت
نهضت توسعه ملي افغانستان
بخش نشرات